بخت الرحمن شرافت
د قطر د بین الافغاني غونډې لپاره د افغانستان حکومت یو لیست تیار کړی و، په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر بل لیست او اخیر کې قطري چارواکو بیا دریم لیست ترتیب کړی و چې د افغانستان د حکومت او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له لیست سره یې فرق لاره.
دا چې په لیستونو کې فرق ؤ دا به ځکه ؤ چې هر لوري له خپل لزوم دید سره سم تیار کړی ؤ او هرلوری خپلې جلاجلا موخې لري.
د قطر حکومت د لیست په اعلانولو سره سم دومره عجله ولې وکړه، اول خو یې باید دغه لیست له دواړو خواوو؛ د افغانستان حکومت او طالب استازو سره شریک کړی وای، د دواړو غاړو له موافقې وروسته یې د مجلس وخت او ځای تعین کړی وای، او د لیست له اعلانولو څخه وروسته یې هم یوه اونۍ وخت ورکړی وای څو په لیست کې شاملو کسانو تیاري نیولې وای.
څه د شاببو واده خو نه وه، د څلویښت ملیونه افغانانو سرنوشت بانده خبره کېدله، او حتی د واده بلنې ته هم احباؤ، دوستانو او اشنایانو ته یوه اونۍ مخکې خبر ورکول کېږي.
دغونډې تر لغوه کېدو یوه شپه مخکې یوه برخوال اعصاب راته ناکراره کړي ؤ د کوم ښار له پرېشان چوک څخه په سرګردان حالت له یوه جوړه کالو او یوې پلاستکي کڅوړې سره نیمه ورځ کې د قطر د پلازمیني دوحې په تکل تیز رفتار ته ختلی ؤ، ټوله شپه یې له خوبه ایستلی وم، لکه سلطان برکات چې زه وم، وایي ګوره چې ویده نشې سهار وختي به مي میدان ته ورسوې، ورته مې وویل بیغمه اوسه وروره ماته د سهار وختي کېناستل دومره مهم دي لکه نن چې تا ته د قطر غونډه ارزښت لري، د سهار لخوا ویده خلګ زه د ګور پراته بولم، داسي به ویښ یم لکه ویښ وګړی.
خو سهار وختي چې هغې ډيرې ته ورغلم چیري چې یې پړاو اچولی ؤ مړګی مي خپله ویده وموند داسي ژور خوب کې تر اخیره پوري ډوب ؤ لکه دنیا چې نوره ختم شوې وي نه بیا کوم مجلس وي، د نه مجلس خلګ.
ورته مي کړه وروره ژر شه ناوخته دئ نور (کیو ون) وضعیت ته داخل شوی یو، مخ به دورې میدان کې پریولې کڅوړه دې راواخله راغورزه.
(کیو ون ) حالت د وخت په تنظيم کې هغه حالت دئ، چې نور به هرڅه پریږدې بس هغې خوا ته به ځغلې کوم چې ته یې (کیو ون) حالت کې اچولی یې، خو دی بیا سره وښوري د سترګو تر چولو زما خوا ته وګوري وایي بخښنه غواړم ته مي په تکلیف کړې.
ورته مې کړه ژر شه ولاړ شه زما تکلیف پریږده چې زمونږ او د انقلاب سره مخ شوی زه دغه تکلیفونو کې یم يوازې ته نه یې داسي ډير (کیو ون ) والا ما (کیو ټو) ته رسولي دي.
نوموړی راته وایې غونډه خو لغوه شوه، بیا وایې الله دې دوی خوار کړي ټوله شپه یې راباندي په موندو تیره کړه، سر باندي مې درد دي په هیڅ نه پوهېږم، بېرته یې کمپله پر سر ورکش کړه او وېده شو خدای خبر چې څه وخت به راکښيني.
دا په لیستونو کې له سلګونو کسانو څخه د یوه کس کېسه وه چې نسبتا نورو ته جهان دېده او ګرځېدلی هم ؤ، د هغو بېچاره ګانو به څه حال وي چې دا یې لومړی بهرنی سفر وي، لیست کې به داسي ډير کسان ؤ چې څوک د خواښې له کوره راروان شوي وي، چا ورا په نیمه لاره پریښې وي، چا ږیره رنګ کړې اوسر پریښی راوان شوي، او ځينو نورو بیا لونګۍ او خولۍ د نورو له سرونو را اخیستې، دا چې نن سهار یې دغونډې لغوه کېدو خبره اورېدلې وي، ځيني به طالبانو او ځيني نور به بیا د کابل تخت ناستو ته به بدرد وایې.
افغانانو او په خاصه توګه د دوحې د غونډې د برخوالو خوا مه بدوئ، له تیرو څلورو لسېزو څخه نړیوالو راباندي ډول ډول لوبې وکړې، توپير یوازې دومره دئ چې وړاندي راباندي نسبتا ځواکمنو او سترو هیوادونو لوبې کولې دا واري یو وړوکي هیواد چې ابادي يي زمونږ د یو ولایت له ولسوالۍ څخه هم کمه ده هغه هیواد چې یو وخت یې له سردار داود څخه غوښتي ؤ چې زمونږ هیواد ته سفیر راولېږه، هغه ورته ویلي ؤ زه هر کنجوغي ته سفیر نشم لېږلی.
خو نن دغه هیواد چې سردار داود یې په رسمیت پيژندنه باندي شرمېدای، افغانانو باندي لوبې کوي، د سلطان برکات د غونډې په پاربه ډيرو افغانانو په هماغه شپه د موټرو تم ځایونو او هوایي میدانونو په دروازو کې شپه تېره کړې وي.
سلطان برکات چې اخیرنۍ لیست تیار کړ او پر رسنیو یې نشر کړ، باید لومړی یې د کابل اداره او طالب چارواکي دواړه اعتماد کې اخیستي، او د لیست له نشر څخه وروسته یې برخوالو ته یوه اونۍ وخت ورکړی وای ترڅو په سړه سینه او ارامه فضا کې یې غونډې ته ځانونه رسولي وای.
افغانان باید پوه شي چې نړۍ مو یو بل ته د نږدېوالي پرځای د لا لریوالي کوشش کوي.
د قطر د غونډې د ګډوډۍ او لغوه کېدلو مسئولیت په ټوله کې سلطان برکات او د قطر حکومت ته راجع کېږي، افغانان یو عادت لري چې د مشکل او کړکېچ پر وخت خپلو منځونو کې یوبل ته ښه مخامخ ګوته نیسي، او خارجي عواملو ته هیڅ پام نه کوي او یا خو پوهېږي او تجاهل کوي.
نو بناء د دوحې د غونډې د لغوه کېدو یا کېنسل کېدو مسئول جهت سلطان برکات او د دوحې حکومت دئ، ځکه اخیرنی لیست د سلطان برکات له لوري وړاندي له دې څخه چې د دواړو لورو باور ترلاسه کړي رسنیز شو، او دوهم باید د لیست له رسنیز کېدو څخه وروسته یې برخوالو ته یوه اونۍ وخت ورکړی وای چې تیاري یې کړې وای او په سړه سینه یې ځانونه رارسولي وای له چوک او سر چوک څخه یې پایڅې نه وای راپورته کړي.
فاعتبروا یا اولی الالباب!!!
بخت الرحمن. شرافت
ټول عرب ملکونه دافغانانو په خیر نه دی، اوسنی عربان ډیر کبرجن خلک دی د افغانانو لپاره دغه ډول غونډی که په ترکیه، ترکمنسان او حتی که په هندوستان اوسویس کی وشی نو غوره به وی
بله مهمه خبره داده چه د دغو ډول غونډو لپاره حکومت باید د پنځوسو څخه زیات نماینده ګان معرفی نکړی ځکه دغه غونډی په بهر یا د افغانستان څخه د باندی کیږی
اصلاً خبره بله ده
د خلیج شرموښکیانو یا شرموښ لکیانو( چلپاسو) پخپلو منځو کی هم یو بل ته د زنانه ګیلو ډکی بوجانی کتار کړیدی
قطر د اماراتو سره ژوری ستونزی لری له بلی خوا امارات د افغان دولت سره په ډول ډول ساحو کی پراخی اړیکی او حتی نفوذ لری
نو
قطر د اماراتو د مؤقعیت د حساسیت پخاطر افغان دولت ته د پراخ مانوور د چانس ورکولو جرئت نلری
SAUDI ARABIA/QATAR&EMARATARABIA ARE SUPPORTER OF TERRORISM.
QATAR SHIKHES ARE MILLIONAIRE FROM GAS&GOLD.
NOT ONLY IN AFGHANISTAN BUT ANYWHERE OF THE WORLD TERRORISM SUPPORTED BY QATAR.
TALIBS OFFICE IN QATAR IS ONE FINANCIAL BRANCH .
THANK YOU,
thanks for sharing wonderful sharing keep sharing awesome one thanks appreciated