زړونه چې فتحه کړي اتل هغه دی

ستونزې چې حل کاندي عمل هغه دی

 

   رښتیني اتلان رښتیا هم هغه څوک دي چې د خلکو ستونزې حل کړي او زړونه یې وګټي، زه دلته د همداسې دوو رښتینو اتلانو په اړه د سترګو لیدلی حال لیکم، چې زړونه یې ګټلي او کار یې کړی. دا د دې لپاره کوم ګوندې نور چارواکي ترې هم ولس ته د کار کولو او خدمت الهام واخلي.

   په اوس وخت کې له دوو ادارو سره د خلکو سرو کار ډېر دی، یو په کابل کې د نفوس د احوالو ثبت او الکترونیکي تذکرو د وېش ریاست او بل هم د پاسپورت ریاست.

   زه د همدغو ادارو د دوو چارواکو په اړه لیکل کوم، چې زما له نظره د هېواد رښتيني اتلان او د ډېر درناوي وړ اشخاص دي.

   دا چې نن سبا په ادارو کې مفسدین بې شماره او فساد اوج ته رسیدلی، ولس د ناهیلیو په ورستي حد کې ژوند کوي، دلته د خلکو خدمتګاران او رښیتني اتلان لکه په تیاره او نیمه ورېځ اسمان کې خال خال ستوري، چې خورا لږ او په نشت حساب دي، ما د خپل هېواد په تیاره او نیمه ورېځ اسمان کې دوه داسې ستوري ولیدل چې رڼا او ځلا به یې ډېر هېوادوال د ناهیلیو له تورتمه ژغورلي وي او ژغوري به یې.

   اصله خبره پيلوم، کوښښ کوم چې خبره لنډه را ونغاړم.

   په دې ورستیو کې د پاسپورت غوښتوونکي ډېر شول، اکثریت افغانان غواړي چې پاسپورت واخلي، د پاسپورت لپاره د تذکرې تاییدي اولنی شرط دی، تذکره چې تایید نه شي څوک پاسپورت نه شي اخیستلی.

   یو نږدې دوست مې ناجوړه و، دلته ورته ډاکترانو ویلي وو چې باید هندوستان ته ولاړ شي، همدغه دوست مې څو میاشتې وړاندې یوه ورځ راته تلیفون وکړ، ویل یې چې کابل کې نابلد دی باید د تذکرې تاییدۍ او د پاسپورت ریاست ته ورسره لاړ شم، ورته مې ښه وکړه، کله چې راغی اول ورسره د تذکرو ریاست ته لاړم، هلته چې مې ګڼه ګوڼه ولیده په سترګو مې تیاره راغله، ملګری مې جوړ نه و، یو ځای کې مې کېناوه، په سختۍ مې ځان یوه مامور ته ورساوه، ده نو زما خبرې ته له سره غوږ نه نیوه، په همدې حال کې یوه بل کارکوونکی له لاسه ونیوم بهر یې کړم، ویل یې وروره ماغزه دې مه خرابوه، دوی دې غږ نه اوري، ته داسې وکړه چې تعمیر ته دننه لاړ شه، هلته د زمري باهر دفتر ته ورشه، څوک چې معقول عذر ولري هغه یې ډېر ژر کار خلاصوي.

   له ده مې مننه وکړه لاړم دننه. په پوښتنه مې د باهر نومي دفتر پیدا کړ.

   ناروغ مې له لاسه نیولی و په دفتر ورننوتم، دفتر کې يو ځوان هلک له خپلې څوکۍ راپاڅېد مونږ ته مخې ته راغی، په موسکه څېره یې روغبړ وکړ، فکر مې نه کاوه چې دی دې ریس وي، هلک په پښتو او دري روانې خبرې کولې، پر مېز یې څو ټوکه کتابونه او نور اسناد پراته ول، داسې چلن یې کاوه لکه له مونږ سره چې ښه سم پېژني، ما ورته د ناروغ د تذکرې وویل، هغه سمدستي خپل کارکوونکي ته دنده وسپارله چې تذکره راتایید کړي، مونږ ته یې د ناستې بلنه راکړه، چای یې راوړ، مونږ لا چای څښه چې یو کارکوونکی یې راغی له کوم زورواکي سره یې جعلي تذکره نیولې وه، تذکره یې خپل ریس ته وسپارله، باهر تذکره قید کړه، سړی یې ښه وڅنډه، لا یې خبرې کولې چې تلیفون یې وشرنګېد، کوم زورواکی و چې له ده یې غوښتل تذکره تایید او اصل کس ته یې وسپاري، مونږ یواځې د باهر خبرې اورېدې چې ورته ویل یې:

 دا کار جعلي او غیرقانونی دی، که له دندې لرې شم هم تذکره نه ورکوم.

له دې سره یې پرې تلیفون بند کړ.

   سړی یې له دفتره رخصت کړ، باهر مونږ ته رامخ کړ:

   ((دلته مفسدین او فساد شته، خو مونږ د اصلاحاتو راوستو ته ژمن یو، په هر قیمت چې وي اصلاحات به راولو. له زورواکو سخت تنګ یو، د خلکو جعلي تذکرې راوړي غواړي چې د تاييدۍ په مقابل کې پرې پیسې واخلي، مونږ تقریبآ ۲۰۰ جعلي او غیرقانوني تذکرې نیولي چې د هرې جعلي تذکرې لپاره همداسې زورواکي زنګونه راوهي، ما قسم کړی چې خپلې دندې او وطن ته به تر آخره ژمن پاتې کیږم، یوه ورځ دنده دې وي خو له عزت سره)) ده لا خپلې خبرې نه وې خلاصې کړې چې کارکوونکي یې زمونږ تایید شوې تذکره راکړه، ده ته مو په کارونو کې د لا بریالیتوب هیله وکړه او د مننې په ادا کولو ترې رخصت شوو.

   زه تر ننه پوه نه شوم چې دی د کومې برخې ریس و!؟ خو حیران ځکه وم چې په افغانستان کې یو ریس ته دومره په اسانۍ ځان رسول، نادره خبره ده.

   مونږ لاړو او په سبا مو د پاسپورت ریاست ته ځان ورساوه، کتار کې ولاړ وو چې دوه کسان خپلو کې لګیا وو د باهر او صبورصفتونه یې کول، ویل یې:

   ((که د هرې ادارې مشري داسې خلکو ته وسپارل شي څومره به ښه وي، هره ورځ د زرګونو کسانو دعاګانې اخلي))

   (سید عمرصبور د پاسپورت ریس دی)

   د هلکانو دا خبرې مې چې واورېدې، پوه شوم چې له دوی یواځې مونږ نه، بلکې ډېر نور خلک ترې هم راضي او خوشحاله دي.

   د پاسپورت ریس چې خلکو ته څومره اسانتیاوې رامنځته کړي له چا پټې نه دي، هغه کار چې په میاشتو او اونیو کې به خلاصېده اوس په دوه ورځو کې خلاصیږي، رسمیات په اته بجو شروع کیږي او دی په پنځو بجو دفتر ته حاضر وي. مراجعین اوس په تاوده لمر کې په یوه پښه ولاړ نه وي بلکې یخ سیوري ته په آرامه فضا کې ناست وي.
زما لپاره دا دواړه اتلان دي. د دوی د وطن پرستۍ احساس ته سلام!

   خدای ج دې د ټولو مشرانو په زړونو کې همداسې د وطن او ولس مینه واچوي.

   د خادم صیب په دې بیت به لیکنه راونغاړم چې:

خادم چې په رښتیا وي څوک د ملک او د ملت

وطن یې پس له مرګه په مدفن فخر کوي

   یادونه:

   باید یادونه وکړم چې د تذکرو او پاسپورت په اداره کې فساد اوس هم په پراخه پیمانه شته، خو دا دواړه پاک خلک دي، متل دی چې (په یو ګل نه پسرلی کیږي) خدای دې وکړي چې په هره اداره کې داسې کسان ډېر شي او په رښتیني ډول د ولس خدمت وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *