د شپې تر ناوخته یې د لوړ بام پر سر سپینې رڼا ته له سپوږمۍ سره د خپل زړه راز شریکاوه، سپینې سپوږمۍ ته یې د خپلې محبوبې د یادونو کیسې کولې، کله خپه او کله هم خوشاله څرګندېده، ورو ورو یې د زړه حال څرګند کړ په لمدو سترګو، خپه زړه او په ډېرې ناامېدۍ یې د سپوږمۍ خواته وکتل، ویې وویل:
ــ ماشومتوب و، خندا وه، خوشالۍ وې، لوبې، د کوچنیتوب ملګرې…اه! څومره خواږه وختونه ول او څومره خوندور ژوند و، چې په ماشومانه فضا کې مو د ټولو هغو کارونو د کولو ازادي درلوده، چې مشرانو ته ښه نه ایسېدل، زموږ دغلطیو او ګناهونو په اړه به موږ هېڅکله هم ګرم نه ګڼل کېدو، ولې چې موږ ماشومان وو.
هلک له سپوږمۍ سترګې نه اړولې، سپوږمۍ ځلا کوله، د ګرد مخ له اړخه به يې موټې ورېځ تېره شوه، هلک غلی و، لږه شېبه وروسته يې بيا پيل وکړ:
ــ خو د زمانې یوې زورورې څپې له دې تل خندېدونکي ډنډ ځنې راوویستم او د خوښۍ په بې پایانه سیند یې ورګډ کړم، دا چې د ځوانۍ ښکلی، ښایسته او په زړه پورې موسم راباندې راغی، خوښي نوره هم زیاته شوه، سره له دې چې په دغه موسم کې مو د ماشومتوب په شان د هر کار د کولو اجازه نه درلوده او نه مو د خوښۍ له ګلشنه هر قسم ګل شکولی شوای؛ مګر بیا هم موږ په خپل فطرت کې ازاد وو، دا موسم چې د پسرلي له ښایستونو سره یې زیات ورته والی درلود.
تل به له خپلو ملګرو سره د ښایستونو ګلشن ته تلم، په ګلشن کی به مې ښایسته او په زړه پورې ګلان زیات خوښېدل، د همدې ګلانو د لیدلو لپاره به هر وخت ګلشن ته تلم، په همدې اوږد مهاله سفرونو کې بلاخره په یو ګل مین شوم، تل به ددې ګل په ديدن بوخت وم، تل به مې غوږونه دې ته خلاص پریښي ول، چې ددغه ګل د ښایستونو صفتونه له کوم بڼوال ځنې واورم.
تل به مې سترګې دې ته خلاصې کړې وې، که یو ځل په مړو سترګو د ګل دیدن وکړم، نور مې په ژوند کې هر ارمان ته شا کړه، خو بس، یوازې یو ارمان مې په زړه و، او هغه ارمان دا چې د ګل کتو ته د تل لپاره پاتې شم.
نور به د همدې ارمان د پوره کېدو لپاره دښایستونو ګلشن ته تلم، ددې لپاره، چی دا په ښکلو کې ترټولو ښکلی ګل یو ځل بیا ووینم، ددې لپاره به تلم چې د نوموړي ګل په خوشبویۍ د خپل ذهن تنده ماته کړم، نور رانه پخواني سفرونه پاتې شوي وو، ځکه چې زړه مې نور د سفرونو خوښۍ نه بلکې؛ د هغه ښایسته ګل لیدل غوښتل، هغه ښایسته ګل، چې نور خلک یې نسرین بولي.
هغه هم په دې پوهه شوې وه، چی زه ګلشن ته خاص دهمدې ګل لیدلو ته ورځم، ځکه نو څو ځله یې ماته په خپله خاموشانه چوپتیا کې وویل:
ـ زه یو ګل یم، تل د بهار په وخت کې همداسې ښکلی یم، خو زما دا ښکلا یوازې د څو ورځو، اونیو او یا هم د میاشتو ښکلا ده، نه د ټول عمر، پر ما د خزان فصل را روان دی، شاید چې ته زما د خزان کېدو د لیدو زغم ونه لرې، ځکه نو ته باید چې له ما لاس واخلې او له یو داسې چا سره چې د خزان سیلۍ یې نه شي مړاوړی کولی؛ مينه وکړې نه له ماسره!!
خو زه د هغه ګل په زرینه ښکلا دومره مین شوی وم، چې د نسرین دې خبرو ته مې هېڅ پام هم ونه کړ؛ بلکې خپله مینه مې هماغسې جاري وساتله، خو ګل ته د ورته انسان خبرې ټولې رښتیا وختې، په ګل ډېر ژر خزان راغی او هغه ګل یې په خپله غېږ کې دومره زر زما له مخې لرې کړ، چې ما یې هېڅکله هم فکر نه وه کړی، دا خزان جدایي وه، چې له مانه یې زما هغه ګل چې خلکو د نسرین په نوم پیژانده، د تل لپاره واخېست.
د ګل له تلو سره زما ګلشن ته هم خزان راغی، زما ګلشن یې هم په ډېر لږ وخت کې له منځه یووړ او زه یې د غمونو په بیابان کې یوازې پرېښودم، زه چې تل په ګلشن کې اوسېدلی وم، په دې بیابان کې راته ژوند کول ډېر سخت شول، زما خوښي ټوله د جدایي غمونو له منځه یوړه، خوښي مې په تلپاتې ژړا، ارام خوب مې په شوګیرو او لوبې او چکرونه مې پر یوازیتوب بدل شول.
ولی؟ دا ځکه چې یوه ګناه مې وکړه، ډېره ستره ګناه دا چې زړه مې یو داسې چاته ورکړ، چې هېڅکله هم زما نه شوه کېدای، هغه ګل له کوچنیوالي د بل په نوم شوی و، بیا هم ملامت زه وم، ځکه ما هېڅکله هم د نوموړي ګل خبرې چې په خپله خاموشۍ سره یې ماته کړې وې، دزړه په غوږونو وانه ورېدې، لنډه دا چې ما د مینې ګناه وکړه او زه د مینې ګناهګارشوم، ما یوه داسې ګناه وکړه، چې زموږ په ټولنه کې یوه نه بښل کېدونکې ګناه ګڼل کېږي…
د هلک ستونی وچ شو، سپوږمۍ او ستوري د ده سوزانده خبرو په وړاندې یوازې خاموشي له ځانه ښودله او د درد اوښکې یې د رڼا د بڅرو په څېر ځمکې ته راکوزېدې، خو د دې زړه لړزونکو خبرو په وړاندې یې تر ډېره تاب نه شو وړلی او په سپینو ځلېدونکو مخونو یې د درد دا نرۍ نرۍ اوښکې بندې کړې او خپل مخونه یې په پنډو وریځو کې پټ کړل.
ورېځې راغلې، د رښتیني عاشق د خبرو پر وړاندې يې له ځانه څه ناڅه مقاومت وښود، خو تر کومه؟
په پای کې ورېځې هم د ستورو او سپوږمۍ په سرنوشت اخته او اوښکې یې د باران په څېر ځمکې ته راښکته شوې، خلکو له دې وېرونکي باران ځنې په کوټو کې پنا واخېسته، خو یو کس لا تراوسه دې وېرونکي باران ته ځان نيولی و، چې دا هماغه رښتینی عاشق و، کله چې ورېځ هم ددې رښتیني عاشق د زړه د بړاس له سړولو بې وسه شوه، نو ماته یې ومنله او کرار کرار له خپل ځای ځینې لرې، ځان یې داسمان په کنارو کې پټ کړ، اسمان چې په صبر کې یې نوم درلود، راښکاره شو، خو اسمان بیا د سپوږمۍ، ستورو او ورېځې په شان نه و، اسمان ددې عاشق سوزونکو خبرو په اورېدو سره ډېر خفه او له ډېر خپګان نه یې زړه تک شین واوښت.
کله چې عاشق پوه شو، چې د نوموړي د زړه دراز اورېدونکی او ډاډ ورکونکی له یو شي پرته بل هېڅوک نشته او هغه یوازې او یوازې ځمکه ده او بس، چې په دې ټولو سختیو کې یې ورسره د زړه له کومې ملګرتیا کړېده، نو یوه خطرناکه اراده یې په ذهن کې راوګرځېده؛ له ځایه پاڅېد، له لوړبام څخه یې لاندې د ځمکې په لور وکتل، له ځان سره یې وویل:
ـ یوازې ته یې چې ترپایه دې له ما سره په هره خوښۍ او هر غم کې ملتیا کړېده، همدا ته یې چې سبا ته به زما د ګرانې محبوبې واده او خوښۍ ووینې، خو زه یې د لیدلو تاب نه لرم، زه تاته پنا در وړم، هیله ده چې ته مې هم قبول کړې.
له سترګو یې وروستي څاڅکي اوښکې هم وڅڅېدی او په یو ټوپ سره یې ځان لاندې د ځمکې غېږ ته ورساوه، سهار ته چې خلک له خوبه راپاڅېدل؛ رښتیني عاشق د تل لپاره ځمکې ته پنا وړې وه، د سهار او غرمې تر منځ وخت کې له یو خوا په کلي کې د واده او بل لور ته د جنازې چمتووالی نیول کېده، مازیګر مهال د عاشق او معشوقې ډولۍ پورته او دواړه يې د خپلو منزلونو پر لور روان کړل، د عاشق او معشوقې وروستۍ دیدن د کلي په یوه لار کې وشوه، دواړه په ډولیو کې ول، خو فرق یې یوازې دا و، چې معشوقه په خپله زرینه د خوښې ډولۍ کې ناسته او د خپل نوي محبوب (خاوند) کور ته وړل کېده او عاشق د غم په ډولۍ کې د خپل رښتیني کور (ګور) ته وړل کېده.
دیره داردونکی او زره بوژنونکی کیسه وه وعقی چی عشق دیر اسانه کار نه ده خو چی سوکی کوی هغه ریشتا چی هر سه ماتیژی