شاعري د یو ملت حنجره ده، څومره چې قوي او سالمه وي پرهماغه کچ ملي غوښتنې او ارمانونه ښه مطرحېږي. سراري هڅونې اغېزمنې وي او د ممکنه خطرونو په پېژندلو کې اساني رازي.
محمد امین ملنګ جان د همدې حنجرې یوه داسې فعاله غده وه چې شاید د زمان تغیر یې جبران کړای شي.
شعر که د ریالستي نقطې نظره وڅېړل شي نو منظور ترې د ټولنې سمون او ډلیزو فعالیتونو ته دمثبت جهت ورکوونه ده. د ملنګ جان ارواښاد د اشعارو موضوع د ملي داعیې(پښتونستان)سربېره پر ټولنیزو نابرابریو یوه ممتازه نیوکه هم ده.
د عالي او غریب ادب د سنجولو ټولمنلی واحد ولسي ذهنیت دی، څومره چې یو اثر یا شاعرخلکو ته نژدې وي همغومره بریالی دی. د روسي پوشکین په اړه یو لکچر کې مې اورېدلي وه چې داستایوفسکی او چخوف سره د دې چې له پوشکینه ډیر ژور دي اما د روسي ملت ترمنځه د پوشکین هومره ګرانښت ځکه نه لري چې دوئ روسي ژوند دومره ډير نه دی ثبت کړی. د خوشال بابا د محبوبیت یوه غټه وجه د یو عادي پښتنون د ورځیني کارونو په ورځنی ژبه لیکنه ده او همدا قاعده د ملنګ جان په باره کې هم پوره صدق کوي.
د ملنګ جان شعرونو له لسیزو راهیسې د افغانانو حجرې د افغانستان په مینه تودې ساتلي او ساتي به یې. استاد نواب او سید محمد يې غزلې او نظمونه د موسیقۍ سره اغږلي چې دهنر یو خوندو ترکیب یې جوړ کړی دی. د شهرت په اړه خو یې دا بسنه کوي چې د ختیځ افغانستان په موسیقۍ کې ملنګ جاني په یو ځانګړي ولسي، حماسي فورم بدل شوی.
امریکایي لیکوال ایډورډ ینګ ویلي چې شاعر نابغه دی او نبوغ په طفلي او حقیقي برخو ویشل شو. مرحوم محمد امین یو رښتینی نابغه وه.
دا بیت یې کلونه پخوا ویلی چې
عاقبت به مې د صبر کنډول مات شي
په جهان کې به بیا ګډ اور د فساد شي
یاد اټکل یې د علامه اقبال ددې بیت سره په توارد کې دی چې
اسیا یک ملت اب وګل است
ملت افغان دران پیکر دل است
از فساد او فساد اسیا
درګشاد او ګشاد اسیا
په رښتیا هم چې زمونږ د صبر کاسې ډکې شوې نړۍ هم راسره د اور سیلاب واخیسته.
دده په علامه توب کې دا هم کافي ده چې دی نالوستی وه مګر د فکر ژورتیا او پراختیا یې د حیرانتیا وړ ده.
دی د سردار داود خان د ځانګړې پاملرنې لاندې وه چې د شهید داود په امرورته ځانګړی معلم ونیول شو او په یوه اونۍ کې یې دومره ذده کړل چې خپل شعر پرې ولیکلی شي.
ملنګ جان سره ددې چې د پښتنو، پښتو او پښتونستان غوښتلو يوه نه چوپ کېدونکې کړیکه وه یو نا متعصب او افغان شموله مکتب هم وه.
چې یې مور وي زېږولی په دې خاوره
که په هر ژبه ګویا وي خو افغان دی
د هیواد پالنې یوه مشهوره کیسه یې داسې ده چې کله د افغانستان د حکومت اړیکي د پاکستان سره لږې نرمې شوې نو دته وویل شول چې نور پښتونستان مه یادوه هماغه و چې دزړه له دوده یې دا الفاظ راووتل
چاغوږ کې راته وویل چې جانان مه یادوه
د سرو شونډو له پاسه سور پېزوان مه یادوه
راوړئ ځولنې چې اول ښکل بیا یې په ښپو کړمه
د مینې لیونو لره زندان مه یاده
دی په افغانستان کې د انسان پالنې او هیومانستي ادبیاتو یوه پیلامه هم ده پر هغه وخت کې چې د نظمونو روح زمری توب وه ده ځان ته د انسان زوی ویلې، انسانیت یې غوښت او د سولیزو لارو څخه یې د ملي او تاریخي هیلو د تحقق ترغیب کاوه.
زه په دنیا کې له دنیا نه عدالت غواړمه
زوي د انسان یم په رښتیا انسانیت غواړمه
جګړه نه غواړم په دنیا کې امنیت غواړمه.
کله چې جمهورریس داود خان د باچاخان بابا سره لیدلنو سردار داود ورته د ډاکتر خان د وفات تسلیت ورکړغفارخان بابا ورته په ځواب کې وویل چې ډاکترخان خیر دی د ملنګ جان غم وژاړه چې د پښتنو اذان وه.
دی په یوه ترافیکي پېښه کې په ۱۳۳۶کال د لوی افغانستان په ارمان لاړ او په ۱۲۹۳لمریز د ننګرهار په بهسودو کې د خپل ولس بیدارولو ته زېږېدلی وه.
ځوان نقادان که د ملنګ جان ارزیابي او کره کتنه کوي نو اړینه ده چې د ۶۰ کاله پخواني افغانستان اوضاع او فکري فضا په نظرکې وساتي.