دا چې زمونږ په افغانۍ ټولنې کې د یوې سپیڅلې او ریښتنې مینې اصلي ارزښت او احساس په هکله خلک بیلابیلې انګیرنې اوشکونه کوي نو مونږ څرنګه کولای شو چې د خپلو ټولو اسلامي او افغاني دود ارزښتونو په پام کې نیولو سره د ټولنې د وګړو ناسم شکونه چې هغوی یې د یوه سپیڅلې مینې په اړوند لري او تل د مینې په هکله ناسمې انګیرنې کوي، ناسم نومونو پرې کیږدي پرته له دې چې د هغې رښتینې او حقیقي مینې انځور په خپلو ناروغو سترګو وګوري، آیا دا شونې ده چې مونږ خپل هغه اسلامي حقوق او ارزښتونه چې له هر څه نه مونږ لپاره د ارزښت وړ دي له دودیزو اغیزونو څخه یې وباسو؟
د دې چارې لپاره چې مونږ ډیر پیاوړي ارزښتونه د کوچنیو او شخصي موخو په خاطر قرباني شي او په راتلونکي کې ناوړه پایلې ولري دا به ښه نه وي چې لومړی مونږ د یوه موضوع اصلي ریښه وڅېړو او وروسته د خپل شکونه او انګیرنې څرګندې کړو؟
زه یقین لرم چې زمونږ افغانۍ ټولنې په ځانګړې توګه پښتنو کې تل مینې ته په بده سترګه کتل کیږي، له مینانو څخه کرکه کوي، په مین او یا هم مینې باندې ناسم نومونه کیږدي، د هغوی مینه دوی ته په یو ډیر غټ جرم او یا هم ناسم عمل بلل کیږي خو تاسو څه فکر کوئ که چیرته مینه داسې وي چې هغه د اسلامي اصولو او ارزښتونو په پام کې نیولو سره وي او له بل لوري زمونږ دودیز مسایل او ارزښتونه هم په هغه کې په پام کې نیول شوي وي، هغه حقیقي مینه وي، هغه د چل او فریب مینه نه وي نو آیا مونږ ته لازمه ده چې دا مینه هم له هغې بازاري او د کوڅه ډبۍ کارونو سره پرتله کړو او په هماغه سترګه ورته وکتل شي کومې ته چې په سړکونو کې د خلکو ځورونې، د بداخلاقو او کوڅه ډبو کسانو چارو ته کتل کیږي؟ که نه، نو ولې زمونږ په ټولنې کې داسې اصول نشته چې د ښو او بدو، د بااخلاقو او بد اخلاقو، د ریښېنو او فریب کارو، لنډه دا چې د حقیقي مینانو او کوڅه ډبو ترمنځ یو توپیر باید وجود ولري، بدو ته په ښه سترګه او ښو ته په بده سترګه ونه کتل شي.
درنو لوستونکو، دا چې یو لیکوال خپل د زړه درد په قلم او څو کرښو رانغاړي دې ته باید د ټولنې وګړي او د دې مطالبو لوستونکي ورته یو ارزښت ورکړي ځکه لیکوالان ډیر مهال هغه څه لیکي چې هغه زمونږ په ټولنې کې ترسره کیږي او خلک هغه سره لاس او ګریوان دي.
مونږ ټول افغانان په ځانګړې توګه پښتانه چې په خپلو اسلامي او دودیزو ارزښتونو باندې ډیر ټینګ ولاړ یو او باور لرو
نو دې ته په کتو سره اوس مونږ باید ټول مسایل د هغه د ارزښت، ښه او بدو پایلو په اساس پرې قضاوت وکړو نه د خپلو شخصي اغراضو ، نه د حسادت ، کینې او نا پېرزوینې پر بنسټ مونږ باید هرې موضوع ته د خپل وجدان او عقلانیت په حقیقي هندارې کې وګورو نه د احساساتو ، خپل ځاني او ځان ښودنې پر بنسټ.
ټولو اسلامي او دودیزو محدودیتونو ته په کتنې سره ځینې لارې چارې هم شته چې هغه اصلاً نه زمونږ دیني او نه دودیزو ارزښتونو او اصولو سره په مغایرت کې دي خو ځینې کسان د خپل له ځانه راویستلو روایتونو کې هغه کارونه مردود ګڼي چې ښه بیلګه یې ریښتنې مینه ده، لکه څرنګه مې چې په پورتنیو کرښو کې یادونه وکړه د هغو کسانو لپاره چې د ښو او بدو، سمو، ناسمو، رښتیا او درواغو، تور او سپینو، رڼا او تیارو ترمنځ توپیر نشي کولای او یا یې هم قصداً نه کوي څه په کار دي؟ دا نه یواځې زما بلکه د لکونو او میلونونو کسانو د زړونو پوښتنه ده چې یا یې د ځینو اخلاقي مسایلو په خاطر پوښتلی نشي او یا یې د پوښتلو توان نلري.
نه غواړم چې لیکنه اوږده شي ترڅو ستاسو ارزښتاکه وخت هم ډیر ضایع نه کړم خو دومره وایم چې راځئ ګرانو هېواد والو او درنو پښتنو چې د خپلو ناسمو دودونو او چارو د سموالي لپاره ګام پورته کړو البته زما موخه د هغو مواردو څخه ده چې اوس زمونږ په ټولنې کې ډیر وګړي د ناسمو انګیړلو په نتیجې کې د بدبختیو په لمنې کې ولیږي، زما په آند د همدې بدبختیو اصلي لاملونه دا دي چې د څو مغرضو کسانو له لوري اسلامي ارزښتونه چې هغه د انسانیت په ګټه دي تر پښو لاندې کوي، ترې سرغړونه کوي او خپلو بدعتي او ناسمو دودونو ته لومړیتوب ورکوي، په دې هیله چې ټول هغه کسان چې د خپلو داسې فکرونو په اساس د نورو ژوند په پام کې نه نیسي د خپل شخصي او مردوده فکرونو او اعمالو سره د نورو ژوند تباه کوي لږ دې له خدایه ویره پیدا کړي او یوه ورځ به له حقیقت څخه خبر شي چې بیا هغوی ته پرته له تور مخ څخه هیڅ هم نوي پاتې.
موسی زی صاحب : خدای پاک تول عاشقان خپل هدف ته ورسوی خاصآ هغه عاشقان چه خپل معشوقه وینی او د احضار کولو جریًت نلری. مننه