اوس مې هم ياده ده، هېڅ مې نه هېرېږي، هغه شېبه مې همداسې سترګو سترګو ته کېږي، له زړه مې نه وځي، بس د زړه په تل کې مې پرته ده، چې ښه ستړى شم، نو د دمې لپاره هماغه خبرې راپه زړه شي.
وروستۍ شپه وه، چې ترڅنګ مې ورسره تېره کړه، ټوله شپه مو خوږې کيسې او ګيلې سره يو بل ته واورولې… د سهار رڼا لا خپل څرک نه و وهلى، چې د کلي چرګانو خپلې غړانګې خلاصې کړې، بانګونه يې پيل کړل، د رحمان بابا دا بيت مې په زړه کې راوګرځېده، چې:
د چکنا چکنۍ بېلتون په نيمه شپه وي
زما ستا په مخ غماز شو، د سبا مخ
کلکه غاړه يې راڅخه تاوه کړه، په دواړه مخه يې ښکل کړم، بيا يې وويل، چې: ته… ته.
خبره يې ودروله، ما ويل: څه دي وايه ګرانې!
ويل يې: ته اوس ځې؟
ومې ويل: مجبور يم.
- په رښتيا ځې؟
- خود که نه.
لږه شېبه چوپتيا په خپلې غېږه کې دواړو تاو کړو… د نوي سهار رڼاګانې پر تياره اسمان راښکاره شوې، سپوږمۍ او ستورو د لمر راتلو ته د هر کلي سترګې ورواړولې، د اسمان په کنارو کې سور رنګ راپيدا شو، لکه هغه چې هم پوه شوي وي او زموږ په جدايۍ خپلې سترګې سرې کړې وي.
شېبه پس يې وويل: ته… ته زما د زړه ستنه يې.
زه چوپتيا اخيستى وم، هېڅ مې نه ويل.
بيا يې وويل: ته زما د زړه ستنه يې، ته چې نه يې زه به ړنګه شم، ځکه د کومې برنډې ستنه چې وغورځېږي، هغه برنډه پرځاى نه پاتې کېږي، را ړنګېږي.
ما بيا هم څه ونه ويل، خپل راتلونکى مې په ذهن کې تاوېده راتاوېده، هېڅ مې نشو کولى… شېبه وروسته يې د خاموشۍ غوړېدلى څادر څيرې کړ، ويې ويل: نه رښتيا… ته زما د زړه رڼا يې رڼا.
ما په خپ غږ وويل: ښه.
مخ يې رانېږدې کړ، بيا يې ښکل کړم له دې سره کړه، چې: ته په رښتيا زما د زړه رڼا يې او ته چې ځې، نو رڼاګانې ځان سره وړې، ما په تياره کې پرېږدې، په کومې خونه کې چې لاټين نه وي، نو ټوله خونه تياره وي، هېڅ پکې نه ښکاري، خير دى ته له ما مه ځه او ما په تيارو کې مه پرېږده، بس د ژوند دا رڼا راځنې مه اخله، زه بې له رڼا تياره يمه او… .
نور يې څه ونه ويل، ماته مې زړه نارې کړې، زړه مې په چغو شو، د دې خبرو مې په زړه کې د دې بيت مانا ولټوله، چې:
زما د زړه تياره تياره خونې ته
څه رڼاګانې به راوړې مازيګر