دننګرهار کلید راډیو دیوې ادبې خپرونې پانګه ده ، چې پکې دپښتو ژبې دبیلابیلو شاعرانو او لیکوالانو ژوند لیکونه او په اړه یې داستادانو او فرهنګیانو نظرونه ځای شوې دي.
په دغه کتاب کې د معاصر دور دهغو شاعرانو پر شعرونو ادبي پنځونو او لاسته راوړني معلومات راټول شوي او بحث پرې شوی چې لوستونکو ته په اوسني وخت کې ګټور دي.
دا هڅه د ننګرهار کلید راډیو دخپرونو مسول توریالي د رڼي چینې ادبی او فرهنګي خپرونې د لیکل شویو موادو له راټولو کړي چې په تیر یوه کال کې یې دخپرونو پرغږیز جوړښت سربیره وروسته پر ایډټ شپي سبا کړي دي .
دکتاب په لومړی برخه کې لیکوال خپلي خبرې داسي غځوي( رڼه چینه دننګرهار کلید راډیو دهغې اونیزې خپرونې نوم دی ، چې پکې دهیواد دبیلا بیلو ادیبانو ، لیکوالو او شاعرانو سره مرکې شوي دي .محتوا یې ددغو درنو پرپیژندنې، ادبي فعالیتونو او له ګڼو ستونزو سره سره دبریالیتوبونو په رازونو څرخیږي)
لیکوال داکتاب دپښتو ژبې دوه نومیالیو هڅاندو شخصیتونو استاد محمد اصف صمیم،او استاد فضل ولې ناګار ته ډالۍ کړی دی .
پر رڼه چینه لیکوال او شاعر ګل رحمان رحماني هم ( دشعر اوادب دشنې غونډۍ) تر نامه لاندې ددغه اثر ارزښت او په اوسنۍ نړۍ کې دیوې لنډې ادبي تذکیرې په شکل یادونه کړي ده .
رحماني لیکلي دي چې دهمت دا هڅه بې همته نه کیږي ، ځکه چې دیوې غږیزې خپرونې لیکل او بیا ورته دکتاب بنه ورکول هغه څه دي چې دهر چا له وسه پوره نه وي.
همدا رنګه دهیواد بل تګړه ژورنالیست او دشعر داوسنۍ نړۍ نازک خیال نورولي سعید شینواري هم تورې کښلي دي .
سعید دهمت دا هڅه داستاد محمد داود وفا د ( پښتو اوسنۍ تذکیرې) راوروسته یوه نوې او په ښه ډول سره د ژوندیو شاعرانو تذکره بللی شوو.
رڼه چینه تازه په ننګرهار کې دګودر خپرندویه ټولنې له لورې د۱۱۰۰ ټوک په شمیر په ۱۲۰ مخونو کې دچاپ په ګاڼه سمبال کړی دی .