لاسونه مې د کمپیوټر په کیبورډ و خو نه پوهېدم چې هغه ته دا خبره څنګه یاده کړم؟ د شپې په تیاره کې د فیس بک د پاڼې نیلي او سپین رنګ مې ټوله کوټه روښانه کړې وه. په ډېرې وارخطايۍ او پریشانۍ مې ورته ولیکل:
(هغه ته یو میسج ولېږه. هغه تر اوسه تا یادوي. هغه نه ېي هېره کړې. )
په فیس بک کې مې لیدل چې هغه پيغام لیده، خو ځواب ېي نه راکوو.
څو شیبې وروسته ېي ولیکل:
(څوک یادوې؟ زه خو هغه نه پېژنم.)
ما ورته په ډېرې حېرانۍ د هغه نوم ولیکه.
بېرته ېي په ځواب کې ولیکل چې:
ههههه زه نه پوهېږم ته څوک یادوې؟
دهغې انجلۍ دې خبرې ته حیرانه شوم. نه پوهېدم څه ولیکم؟ میاشتې وړاندې به ېي د هغه په هرعکس په انسټګرام کې لیکل کول. د مینې کیسې او شعرونه به ېي تل لیدل کېدل. نړۍ ته به ېي د مینې کیسې کولې او نن بیا داسې ځواب؟ تل به ېي ویل چې مینه د انسان حق دی او د مینې په اړوند به ېي ډېرې غټې، غټې خبرې کولې. خپل مین ېي خدای ګڼو او نن بیا د هم هغه خدای څخه منکره وه. په دې نه پوهېدم، چې هغه اصلا د چا بې عزتي کوله؟ د هغه؟ د ځان؟ او که د مینې؟
د څه نه منکره وه؟ د انسان د طبیعت څخه او که د خپل ژوند د یوې ښکلې برخې څخه؟
کمپیوټر مې بند کړ او په همدې فکر کې وم چې شاید هیڅکله هم ددې پوښتنو ځواب ونه مومم خو په دې پوهه شوم، چې مونږ د هغه دنیا برخه یو چې په حقیقت خاندو، او په ریاکارۍ، مونږ درنښت، احترام، او عزت ګټوو.