تاند- ریل مادرید تېره شپه اتلتیکو مادرید ته څلور پر یو ماتې ورکړه او د اروپا د فوټبال اتلولي یې وګټله.

په دې مسابقه کې، چې د پرتګال په مرکز لیزبون کې وشوه، د هسپانیا د پلازمېنې مادرید دواړه ټیمونه، د پایلوبې په ټاکلي وخت کې یو پر یو مساوي شول خو په اضافي وخت کې ریل مادرید وتوانېد چې خپل سیال ټیم اتلتیکو مادرید ته ۳ نور ګولونه ورکړي.

اتلتیکو مادرید، چې د هسپانیا د فوټبال په کورني لیګ کې د اتلولۍ مقام لري، د تېرې شپې په پایلوبه کې لومړی ګول وواهه خو ریل مادرید د لوبې د نتیجې د بدلولو لپاره فشار ته دوام ورکړ تر دې چې د مسابقې په دوهمه نیمايي کې یې ګول وواهه او لوبه یې مساوي کړه.

د مسابقې په اضافي وخت کې ریل مادرید درې نور ګولونه ووهل او د لسم ځل لپاره یې د اروپا د اتلولیو کپ وګاټه.

د اتلتیکو مادرید ګول دیګو ګودین او د ریل مادرید لومړی ګول سیرګیو راموس په سر ووهل.

په ضافي وخت کې د ریل مادرید لپاره درې ګولونه ګریت بېل، مارسیلو او کریستیانو رونالدو ووهل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *