زابلی اوسیدونکو دافغانستان دنوي جمهور ریس دهغه پریکړي نه هرکلی وکړچي له مخی به يي راتلوونکي سه شنبي دامریکا سره امنیتي تړون لاسلیک شی یاد او سیدونکي وايي له یوي خوابه اوسنی بهران پای ته ورسیږي او له بل پلوه به دبهرنیو ځواکونو شتون په افغانستان کی قانوني چو کاټ ته ولویږيدزابل ولایت اوسیدونکي په دي ډاډمن دي چي دامریکا سره امنیتي تړون دخلکو او سیمي په ګټه دی یو شمیر زابلي اوسیدونکي په دي اند دي کچیري له امریکاسره امنیتي تړون لاسلیک سی نو اوسني ستونزی چي اوس خلک ورسره لاس او ګریوان دی بیخی له منځه ولاړي سی یاد اوسیدونکي دامنیتي سند دلاسلیک هرکلي کوی او وايي چي امنیتي سند دافغانستا اقتصاد کاری پراختیااونورو ټولنیزو بنسټونو ته وده ورکوي او دسیمي په کچه پرمختګونه رامنځ ته کوي ددوي په وینا باید ژر ترژر له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک سی ترڅو شته سنونزی بیخی له منځه ولاړي سی.
دافغانستان دملی امنیت سلاکارډاکټر سپنتا په هرات ولایت کي دیوي غونډي په ترځ کي یادونه کړي وه چي د امریکاسره به امنیتي تړون دراتلوونکي سه شنبي لاسلیک شی.