تاند، دوشنبه، د حمل ۱۸مه: افغان پوځ ادعا کړې چې چې په ارزګان او زابل کې یې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۳۹ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د اتل ۲۰۵ قول اردو په یوه اعلامیه کې ویلي، ځواکونو یې د ارزګان ولایت په ترینکوټ کې له خپلو پوځیانو د دفاع په یو برید کې ۶ طالبان وژلي او ۲ ژوبل دي.

اعلامیه وايي، په خاص ارزګان ولسوالۍ کې یې هم دې ته ورته یو بل برید کې یې ۶ طالبان وژلي او ۴ یې ژوبل کړي دی، خو د زابل په ارغنداب کې يې ۲۱ طالبان د هوايي برید په ترڅ کې هغه مهال له منځه یوړل چې پر افغان ځواکونو یې برید کړی و.

اتل قول اردو وايي، درې واړه بریدونه یې یوازې له خپلو سرتېرو څخه د دفاع په هدف کړي دي، ځکه طالبانو په دغو دوه ولایتونو کې پر افغان ځواکونو بریدونه زیات کړي وو.

طالبانو د دغو بریدونو په تړاو څه نه دي ویلي، خو تېره شپه یې په بدخشان کې په وردوج ولسوالۍ باندې هم برید ناکام شوی دی.
دغې ډلې تېره ورځ په یوه اعلامیه کې امریکا او متحدین یې ملامت کړي وو چې د سولې هوکړې باندې یې عمل نه دی کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *