د زابل اوسیدونکي د دې ولایت مرکزي روغتون چارواکي ناروغانو ته په نه پاملرنه تورنوي، وايي چې د لیرې پرتو سیمو څخه خپل ناروغان د تداوي لپاره کلات ښار ته راوړي خو د ولایتي روغتون ډاکټران ورسره بد چلند کوي.
دا خلګ ادعا کوي چي ډاکټران ترلسو بجو وروسته روغتون ته راځي او د دوی ناروغان په ساعتونه انتظارکوي خو هیڅ ډاکټر ورته نه پیداکیږي او کله چي کوم ډاکټر پیدا سي نو هغه هم په واسطو ناروغ تداوي ته رابولي.
دا خلګ همداراز اد عاکوي چي په ولایتي روغتون کې سره له دې چې درمل شته خو ډاکتران یې نه ورکوي او د دې ترڅنګ اکثره مهال د ډاکټرانو لخوا دوی ته شیفري نسخې ورکول کیږي چي دوی يې په ساعتونو، ساعتونو په ښار کې نسي پیدا کولای.
دوی د عامې روغتیا څخه په دې اړوند د جدي پاملرنې غوښتونکي دي او وايي که يې ستونزو ته پاملرنه ونسي نو په لاریونونو به لاس پوري کړي.
بل لورته بیا د ولایتي روغتون رېیس ډاکټرزلمی رېښتین د خلګوادعاوې ردوي او وايي، ډاکټران پر اته بجې خپله دنده پیلوي او ټوله ورځ د ناروغانو په تداوي باندي بوخت وي. نوموړی وايي ترډیره يې هڅه کړې ده څو ناروغانو ته درمل ورکړي.
تردې وړاندي هم خلګو د دې روغتون ډاکټران وهغوی ته په ناملرنه تورن کړي ول. تیره میاشت هم په یاد روغتون کې یوې میرمن د اولاد زیږلوپرمهال تردوه ساعته انتظار وروسته د ډاکټرانو د نشتوالي له کبله خپل خوږ ژوند دلاسه ورکړ خو دعامې روغتیا وزارت يې تردا مهاله په اړه هیڅ ډول پوښتنه نده کړې.
احمدولي سرحدي – دزابل درسنیو خپلواک مرکز رېیس او ژورنالست