احمد ولي سرحدي- د زابل امنیه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیوني رسنیو ته د خبرو پرمهال وویل چي د ټاکنو او ټاکنیزومبارزو دپاره يې د دې ولایت په ټولو سیمو کې يې پراخ عملیات پیل کړي او وسله والو طالبانو دسیمې څخه دتیښتې په حالت کې دي.

امنیه قومندان وايي چي دوسله والو سره يې په مخامخ جګړه کې یوه طالب قومندان وژلی او دوه نور يې په ژوبل حالت کې نیولې دي او دهغوی سره يې یوشمیر وسلې هم نیولې دي.
امنیه قومندان همداراز وايي چي وسله وال طالبان دمخامخ جګړي توان نلري او دنوموړې په خبره وسله وال دپاکستان دکویتې ښار څخه ودې ولایت ته دجګړې په موخه راځې چي دوی يې ترډیره حده مخنیوی هم کړی ده.

په زابل کې امنیتي چارواکې پداسی حال کې دپراخو عملیاتو خبرورکوي چي تردې وړاندي هم امنیتي چارواکو د۶ وسله والو طالبانو دوژلو خبرې کولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *