د زابل ولایت اوسیدونکي وایي چې د ټاکنو د پایلو ځنډ خلګ له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او باید چې پایلې ډیر ژر اعلان شي

دوي وايي چې نامعلوم سیاسي وضعیت خلک انديښمن کړي او ورسره کاروبار په ټپه ولاړ دي

ددې ولایت یو تن اوسیدونکي اسدالله وايي چې دوه ځله ټاکنې ترسره شوي خو پایلې یې دادي له شپږو میاشتو وروسته هم ندي معلومي شوي

نوموړي وویل چې بي کاري، نا امني او د خلکو اقتصادي هغه ستونزي دي چې د دغو پایلو د ځنډ له امله خلک ورسره لاس او ګریواني دي

د زابل ولایت یو بل اوسیدونکي عبدالرازق وايي چې د ټاکنو د پایلو ځنډ د خلکو تر منځ بې باوري رامنځ ته کړې ده او هیڅ کار وبار ته زړه نه شي ښه کولی

نوموړی وایي چې خلکو خپلې پیسي له ځان سره ساتلی دی او نه غواړي چې په کوم کار وبار یې بندي کړي ځکه ډاریږي چې هسي نه په هیواد کې حالات خراب او جنګ جګړې شروع شي

هغه وویل چې د ټاکنو نا معلوم د دولت وسله والو مخالفینو ته د بریدونو د زیاتیدو لپاره ښه موقع برابره کړي او نن سبا په ټول هیواد کې امنیتي حالت ډیر خراب شوي

د عبدالقیوم په نوم د ګازو د شرکت یو تن مسوول وايي چې ټولې سوداګریزي چاري یا خو په ټپه ولاړي دي او یا هم ډیري کمزوري شوي چې له امله یې پانګوال سخت زیانمن شوي

نوموړي وویل چې ولس پر ټاکنو او دولت بې باوره شوي او فکر کوي چې هیواد د بحران خواته روان دي

نوموړي له دولت او د ټاکنو له کمیسیون څخه غوښتنه وکړه چې باید ژر تر ژره د ولسمشریزو ټاکنو پایلې اعلان کړي تر څو خلک له روانې بې باورۍ څخه ووزي او حالت بیرته عادي شي

د زابل د ولایتي شورا ټاکنو نوماند او په دې ولایت کې یو سیاسي او مدني فعال الحاج محمد داود ګلزار هم د خلکو دا اندېښنې پرځای بولي او غوښتنه کوي چې د ټاکنو پایلې باید ژر تر ژره اعلان سي.
ښاغلي ګلزار افغان ځواک ویب پاڼې ته وویل:
” د پایلو د اعلان ځنډ د هیواد پر اقتصادي سکتور، امنیتي سکتور او ښوونیز بهیر منفي اغېز کړی، سوداګرو خپله پانګه اچونه کمه کړې ده، د ځمکو ارزښت راکښته سوی، پلورل او پېرېدل تر کم سوی  او په هره برخه کې یې د هیوادوالو ژوند زیانمن کړي.”

ښاغلی ګلزار زیاتوي چې د پایلو د اعلان ځنډ نور د زغملو وړ نه دی او د هیواد د اساسي قانون په رڼا کې دې د ټاکنو پایلې اعلان سي.

د زابل اوسیدونکي په داسي حال کې د ولسمشریزو ټاکنو د ژر تر ژره اعلان غوښتنه کوي چې د ولایتي شورا د ټاکنو پایلې لا هم نادرکه دي

خبریال عبدالقیو م  عاجز

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *