سره له دې چې زابل د ژوند په هره برخه کې ګڼې ستونزې لري او د بیخي وروسته پاتي ولایاتو په کتار کې راځي، مګر امنیت د دې ولایت یوه لویه ننګونه ده چې اغېزې یې ګاونډیو ولایاتو ته هم رسېږي.
زابل له پاکستان سره پر پوله پروت دی، چې د بادیني په نوم د اوښتو را اوښتو نسبتاً عامه رسمي لار هم پکې ده او پر دې سربېره د تګ راتګ لپاره ځيني نورې فرعي لارې هم لري، خو پر هغو دومره تګ راتګ نه کېږي.
د بلوچستان ایالت د کوټې، کچلاغ، پښین، چمن، قلعه سیف الله، لورالایي، ګلستان، زیارت، سنجاوۍ او نورو سیمو ان سیند ایالت کورني او بهرني ترهګر تل له همدې لارې په استفادې چې د پاکستاني ځواکونو له خوا د څار او کشف ملګرتیا هم ورسره وي، پر بادیني اوړي او د شملزو له ولسوالۍ څخه په تېرېدو د همدې ولایت بېلابېلو سیمو، پکتیکا، غزني، کندهار او ان وردګو، لوګر او روزګان ته ځانونه رسوي.
زابل له ډېرې مودې راهیسي د کورنیو او بهرنیو ترهګرو لپاره د فعالیت یو ښه ځای پاتې شوی دی، ځکه دا ولایت د غزني او پکتیکا د تر هګرو رسمي لاره ده. غزني یو مرکزي ولایت دی، له همدې کبله تر هګر په پاکستان کې خپلو پټو ځالو ته له همدې لارې ورځي او بېرته راځي، پکتیکا که څه هم له پاکستان سره ګډه پوله لري، خو هلته له یوې خوا لارې پېچلي دي، له بلې خوا فکر کوم سرحدي ځواکونه فعال دي د هغوی د اوښتو راوښتو مخه نیسي او پر دې سربېره د هغه ځای ولس هم تر ډېره بریده طالبي ذهنیت نه لري. پر همدې بنسټ د پکتیکا په ولایت کې فعالیت کوونکي ترهګر مجبور دي چې د زابل له لاري ځانونه بلوچستان ته ورسوي او بېرته پر همدې لار راتېر شي.
د کندهار ډېر تر هګر هم د زابل له لاري ځکه ځي- راځي چې له پاکستان سره د دې ولایت مښتې پوله د خپل جغرافیايي جوړښت او نسبتاً دولت له خوا د ښه څار له کبله دې ته نه ده جوړه چې ترهګر پرې ازاد تګ راتګ وکړي او خپل اکمالات پرې نقل کړي. د هلمند له لارې یې هم د دولتي څار او په هلمند کې دننه د کورنیو او بهرنیو ځواکونو له خوا د عملیاتو له امله تګ ارتګ سخت شوی او کچه یې کمه شوې ده.
د زابل خاک افغان ولسوالي دا څو کاله په بشپړ ډول د ترهګرو په ولکه کې ده او د حکومت له کنټروله وتلې ده. په ارغنداب کې هم ولسوال شتون نه لري، په یو دوو پوستو کې یې ولسی پولیس او نور ځواکونه اچولي دي.
د نوبهار د ولسوالۍ له رسمي بازاره همدا څو اونۍ وړاندې حکومتي پرسونل یوې بلې سیمې ته ولېږدېدل او د لسګونو لکو کلدارو بېلا- بېل وسایل یې ترهګرو ته خوشي کړل. له نوبهار سره د غزني ناوه ولسوالۍ هم سرحد لري چې دا څو کاله په بشپړل ډول د حکومت له واکه وتلې او د ترهګرو په ولکه کې ده او دا مهال د ترهګرو لپاره یو بل وزیرستان دی. دای چوپان ولسوالي هم تل تر کلابندي لاندې وي او دا ډول نو شاجوۍ، اټغر، شینکۍ، شملزي، سیوری، مېزانه او ان د دې ولایت مرکز کلات درواخلئ.
خلک یې عملاً داسې فکر کوي چې زابل د افغانستان برخه نه د یوې بلې نړۍ برخه ده، چې پردي بدمعاشان پرې واکمني کوي.
ولایتي اداره سخته بې کفایته ده او په ولسواليو کې ټول مامورین صرف خپل معاشات اخلي او فساد ته ناست دي ان په قانوني ډول یوه تذکره په پنځلس سوه افغانۍ جوړېږي او که واسطه وي، نو بیا ناقانونه تذکره هم لګښت نه لري.
زما له خپلو مالوماتو او مشاهداتو سره سم زابل د غزني، پکتیکا، کندهار او روزګان لپاره د امنیت کیلي ده. تر دې مهاله یې پر پوله هېڅ ډول جدي څار نه شته، موږ په خپلو سترګو وینو چې له پسرلي تر ژمي پر موټر سایکلونو کورني او بهرني سپاره ترهګر ځي راځي، خو هېڅکله مو نه په مطبوعاتو، نه د ترهګرو او نه هم د عامو خلکو له خولې واورېدل چې پر پوله دې ددې ترهګرو د اوښتو یا را اوښتو پر مهال ورسره مقاومت شوی وي. د دې پولې څارنه سخته حیاتي اړتیا ده.
که له مقره تر بادیني راتېرېدونکې لاره پخه او په اساسي ډول جوړه شي، نو له پاکستانه غزني، زابل، پکتیکا، کابل او نورو سیمو ته راواردیدونکي مالونه به- په کم وخت او لږ لګښت راورسېږي او پر دې سربېره به له دې خوا د سیمه ییزو کرنیزو حاصلاتو صادرات هم پراخ او اسانه شي. بله ګټه به یې دا وي چې پر دې غیر رسمي لارې به د روان قاچاق مخه هم ډب شي. دا لاره تر ډېره بریده د وسلو او نشه يي توکو د قاچاق لپاره کارېږي چې باید جدي پاملرنه ورته وشي. له بلې خوا باید تر شینکۍ ولسوالۍ رارسېدلی پوخ سړک له هغه ځایه تر بادیني پوخ شي چې په امنیتي او اقتصادي برخه کې ګڼې-ګټې لري.
د ارغنداب ولسوالۍ د خرني او سنګ تمو کلیو په ختیځه ډډه كې پروت ډېم د نورو بندونو په پرتله ډېر کم لګښت غواړي. د دغه بند جوړولو سروې د سردارمحمد داود خان په وخت کې شوې ده، چې له جوړولو وروسته کولای شي شااوخوا ۱۲۰ میګا واټه برېښنا تولید کړي او سربېره پر دې ددې ولایت د ارغنداب، میزانې ، شاه جوۍ او مرکز کلات زرګونه هکتاره ځمکه د خړوب تر پوښښ لاندې کړي. د دغه بند د جوړولو لګښت ځکه کم راځي چې په نوموړي موقعیت کې دوه غرونه دومره یو بل ته نژدې شوي چې تر مینځ یې فاصله له ۱۹۰ څخه تر ۲۰۰ مترو پورې رسېږي او د رغونې لګښت يې یوازې ۳۰ میلیونه امریکایي ډالره راځي. او بله خبره دا چې د باغتو سیمې په شمالي برخه کې د دغه بند اوبه د یوه تنګ غاښي له لارې د شاه جوۍ ولسوالۍ باغتو سیمې ته تر رسېدو وروسته په ترتیب سره هنګي ، یتیمک، میران، سیابندي، غلام رباط او بالاخره د شاه جوۍ مرکز او له هغه ځایه د ترنک درې ته رسېږي او ددې سیمو پراخې ځمکې د خړوب تر پوښښ لاندې نیسي او د دې ولایت د پرمختګ او سمسورتیا لامل ګرځي، خلګو ته کارونه پيدا کوي، د ولت او ولس تر منځ فاصله راکموي، په خلکو کې د هېواد پالنې احساس پياوړی کوي او د امنیت له ټینګښت سره مرسته کوي.