د زابل ولایت د اطلاعاتو فرهنګ ریس عبدالمقیم افغان وایي چې د دې ریاست په مټ او د ولایتي ادارې په مالي مرسته يې د نازو انا په نوم میاشتنۍ مجله چاپ کړه.

ښاغلی افغان وايي، غواړي چې د نازوانا د مجلې په مټ په زابل ولایت کې چاپي رسنیو ته وده ورکړي او د فرهنګیانو، لیکوالانو او شاعرانو د تشویق په موخه کار وکړي.

د افغان په خبره دا په زابل ولایت کې لومړنۍ مجله ده چې چاپیږي. نوموړي وايي چې دلته په تیرو لسو کلونو کې د ادب او فرهنګ په برخه کې دومره کار ندی شوی څومره چې لازم بلل کیږي.

د زابل ولایت ډیری پرهنګپال او لیکوالان په ټولنه کې د رسینو رول ته په کتو وایي چې د نازوانا په نامه د دې مجلې چاپ لویه لاسته راوړنه ده.

دوی مرکزي دولت او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دې ولایت وادب، فرهنګ او تاریخي ځایونو په نه پامرنه تورنوي.

د یادونې وړده چې تردې وړاندې په مرکز کلات کې د اطلاعاتو فرهنګ ریاست لخوا د زابل قلات په نامه جریده چاپیدله چې له څه مودې راپه دې خوا د مالي امکاناتو د کموالي له کبله يې  چاپیدل ځنډیدلی دي.

احمدولي سرحدي – دزابل دازادو رسنیو مرکز رېیس

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *