تاند، دوشنبه، د میزان ۲۹مه: د زابل ولایتي چارواکي وايي، د دې ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې پر یو کلي د هاوان مرمۍ لګېدو له کبله ۲ ماشومان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
چارواکي تاند ته وايي، هاوان مرمۍ د خلکو په منځ کې لګېدلی خو تر اوسه معلومه نه ده چې دا توغندی د چا لخوا ویشتل شوی دی؟
د زابل د ملکي روغتون چارواکي هم تاییدوي چې په دې پېښه کې ۲ ماشومان وژل شوي او ۱۲ کسان نور ټپیان دي، خو تر اوسه چا د توغندي د ویشتلو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.