احمدولي سرحدي- په زابل کې د وسله والو طالبانو یوسیمه ییز قومندان ملاداود له دولت سره تر یوځای کیدو وروسته له رسنیو سره د خبرو پرمهال وویل چې د وسله والو طالبانو ترمنځ د بې اعتمادي، ژور اختلافات له کبله او په ټاکنو کې د ګډون په موخه له دولت سره یوځای سو او د هغه په خبره اوس ډیری وسله وال طالبان سوله غواړي اونور له جنګ څخه ستړې سوې دي.

ملاداود وايي چي د تیرو ۸ کلونو راپه دې خوا له وسله والو طالبانو سره یوځای د دولت او نړیوالو په وړاندي جنګیدی خو نور پرخپلو کړنو پښيمانه دی او له ټولو وسله والو څخه غوښتنه کوي چي د سولې له پروسې سره يوځای سي.
1
د زابل امنیت امر سمونوال غلام جیلاني خان فراهي وايي چي تر زیاتو هڅو وروسته په دې وتوانیدی چي له دولت سره د دې ولایت یوسیمه ییز قومندان یوځای کړي او د هغه په خبره له دولت سره د دې وسله وال طالب یو ځای کېدا د سولې پروسې او ټاکنو دپاره یو اړین ګام بلل کیږي.

له پامه دې وتلې نه وي، په زابل کې دا لومړی ځل دی چي د وسله والو طالبانو یو مهم سیمه ییز قومندان له دولت سره یوخاي کیږي