احمدولي سرحدي – دزابل خلګ داوزګارتیا څخه سرټکوي، دوی وايې چی دمرکزي دولت نه پاملرنه او دنړیوالو ځواکونو په وتلو سره پدې ولایت کې ډیری ځوانان بې کاره شوي دي او مرکزي دولت باید زابل ته جدي پاملرنه وکړي خو ددې ولایت دکار او ټولنیزو چارو ریس دخلګو ستونزه پرځای بولي او وايي چی یوشمیر ادارې ددوی سره په نه همږغي تورنوي.
دزابل ولایت خلګ وايې چی دنړیوالو ځواکونو په وتلو او دمرکزي دولت په نه پاملرنه سره زیات شمیر خلګ اوزګار شوي او ددوی په وینا چی مرکزي دولت په تیرو ځو کلونو کې ددې ولایت وګړو ته دکار زمینه برابرولو په اړوند هیڅ پاملرنه نده کړې اوداولایت يې دپام څخه غورځولی دی چی په ترڅ کی يې ډیری خلګ داقتصادي ستونزو سره مل دي.
په ورته وخت کی دزابل دکار او ټولنیزو چارو ریس محمدرسول عزیز دخلګو ستونزه پرځاي بولي اویوشمیر نړیوالي ادارې او مرکزي دولت ددی ولایت داړوندي ادارې سره په ناهمږغي تورنوي. ښاغلی عزیز وايې چې دیری خلګو دبې کاري له امله ورته مراجعه کړې ده خو ددوي سره دومره امکانات نشته.
دښاغلي عزیز په وینا چی یوشمیر نړیوالي ادارې ددې ولایت دخلګو پرځای نورخلګ په دندو ګماري چی داکار اوزګارتیا لوی لامل بلل کیږي.
په زابل کې ډیری خلګ پداسي حال کې داوزګاتیا سره مخ کیږي چی دیولوري څخه ددغه ولایت څخه زیات بهرني ځواکونه وتلي اوبل لوري ته بیا دنړیوالو ځواکونو سره دامنیتي تړون په نه لاسلیکیدلو سره زیات نړیوالو مرستندویو ادارو خپل کارونه درولي دي.