د زابل ولایت اوسیدونکی وایی چی په دغه ولایت دخوراکی توکو اویوشمیر نورو موادو پیراوپلورپه پاکستانیو کلدارو کیږی ، دوی وايي چي دولت باید ددې کار مخنیوی وکړي ترځو خلګ په افغانیو باندي راکړه ،ورکړه وکړي. دوی همداراز وايي چي ددې ولایت په ټولو سیمو کې په کالدارو باندي کاروبار کیږي چي دافغانیو پرارزښت يې سخت منفي تاثیر کړی دی.
بل لوري ته بیا ددې ولایت امنیت امر سمونوال غلام جیلاني خان فراهي دخلګو ستونزه پرځای بولي او وايي چي دتیرې یوې اونۍ راپدیخوا يې دولایت مقام ترلارښوونه وروسته خلګو ته خبرورکړی دی چي په کالدارو راکړه او ورکړه بنده کړي او دهغوی پرځای افغانۍ وکاروي.
امنیت امر همداراز وايي که يي خلګ ونه مني نو ورسره به قانوني چلند وشي.
زابل دافغانستان په سهیل کې پروت یوغرنی ولایت بلل کیږي چي دګاونډي هیواد پاکستان سره ۶۴ کیلومتره ګډه پوله لري او ددې ولایت ډیری خلګ خپل راکړه ورکړه په پاکستانیو کالدارو کوي خو دولت تراوسه ددې کار په مخنیوي ندی توانیدلی.