تاند، پنجشنبه، د سنبلې ۲۸مه: د زابل ولایت چارواکي او وشاهدان وايي چې په کلات کې د طالبانو په حمله کې د زابل روغتون ویجاړ شوی دی.

ظاهراً د طالبانو د برید هدف د ملي امنیت ریاست ښودل شوی و.

د زابل د ولایتي شورا رئیس عطا جان حقبیان له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، پېښه کې تر اوسه ۲۰ کسان وژل شوي او له ۹۵ زیات دوی روغتونو ته رسولي دي: (( لږتر لږه اته ټنه چاودیدونک توکي په دې موټر بم برید کې کارول شوي وو، د مړو او ټپیانو شمېر شاید زیات شي، زیاتره تلفات پایوازانو، ناروغانو او ملکیانو ته اوښتي دي.))

نوموړی وايي، په برید کې د ملکي روغتون ټول تاسیسات له منځه تللي دي: «سهار شپږ بجې یې د ملي امنیت پر دیوال موټر بم برید وکړ، خو د امنیت ملي تاسیسات له دغه ځایه لرې دي مګر د شفاخانې ورته نږدې دي چې ټول له منځه تللي دي.»

نوموړي په مرکزي حکومت غږ کړی چې د ټپیانو د انتقال لپاره دې زابل ته ژر تر ژره الوتکې او مرستې ور واستوي: (( تلفات بیخي زیات دي، وعده راکول شوې چې هلیکوپټرې در استوو، خو که څوک رانغلل نو زابل کې خصوصي روغتونونه هم نشته تلفات به ډېر شي.))

ځايي خبریالان او اوسېدونکي هم وايي، چې چاودنه دومره زوروره وه چې له کبله یې تر څنګ روغتون له منځه تللی او په کورونو کې هم ګڼ خلک ټپیان شوي دي.

طالبانو د برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

دا به دوه میاشتو کې د طالبان څویم لوی برید دی چې د هېواد په مختلفو ښارونو کې یې ترسره کوي.

دغه راز امنیتي ځواکونو هم ویلي چې د طالب وسله والو پر ضد یې خپل عملیات چټک او سخت کړي دي.

4 thoughts on “د زابل پر روغتون د طالبانو موټربمي برید ۲۰ ملکیان وژلي او تر ۹۵ ډېر ژوبل کړي”
  1. د جاهل وحشي بدوي پښتون په سرکې پلید عرب غول کړي، ترهغوچې عربي غول په ککره کې ګرځوي سوله و انساني ژوند به په ذره بین ونه وینو

  2. په زابل کې د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

    ارګ، کابل: په ډېرې خواشینۍ سره طالبانو د خپلو جنایتونو په دوام، نن سهار د زابل ملکي روغتون ته نږدې د تروریستي برید په ترسره کولو سره د ښځو او ماشومانو په ګډون زموږ یو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپیان کړل.

    جمهوررئیس غني په کلکه د دغه جنایتکارانه عمل د غندلو ترڅنګ وویل: طالبانو د دغه وحشیانه او د دیني او بشري ارزښتونو ضد برید په ترسره کولو سره یو ځل بیا ثابته کړه چې د دوی جګړه د افغانستان د خلکو پر وړاندې ده او د هغوی له وژلو او د عامه تاسیساتو له ویجاړولو پرته بل کار نه لري.

    د هیواد جمهوررئیس وویل: طالبانوچې زموږ له زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مقابلې توان له لاسه ورکړی، په عامه ځایونو کې بزدلانه تروریستي بریدونه کوي.

    جمهوررئیس غني اړوند مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د دې تروریستي پېښې ټپیانو ته د رسیدګي لپاره له خپلو ټولو امکاناتو څخه استفاده وکړي، همدارنګه د شهیدانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ ژور مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا دعا کوي.

  3. ټالیبان به هېڅکله د افغانانو او مسلمانانو له وژنو لاس وانخلي. وژل او سوځول د دغو خوارجو عادت ګرځېدلی دی.
    زما په نظر په قطر کې د دوی مشران باید د هاګ نړیوالې محاکمې ته وړاندې کړل شي چې هلته د بشري ضد جنایتکارانو په جمله کې محاکمه شي. ملا برادر ، ملا عباس او ملګري یې په قطر کې بېغمه ناست دی او له هغه ځایه د افغانانو د وژلو قومانده ورکوي. حرفوي جاهلان یې زمونږ په هېواد کې عملي کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *