د زابل یوشمیر اوسیدونکي په ولایتي روغتون کې ډاکټران وناروغانو ته په نه پاملرنه تورنوي، دوی وايي کله چي روغتون ته ناروغان دتداوي په موخه یوسي نو ډاکټران په مرکو بان��ي راولي او دخپلو ناروغانو تداوي ورباندي کوي. دوی همداراز وايي چي ډیری وخت خپل ناروغان دولایتي روغتون دنه پاملرنې لکبله وکندهار او یاهم ګاونډي هیواد ته وړي ځکه چي په ولایتي روغتون کې يې تداوي په سم ډول نه کیږي.

دوی دمرکزي دولت څخه پدې اړوند داصلاحاتو غوښتونکي دي.

دولایتي شورا وکیلان هم دخلګو ستونزه پرځاي بولي او مرکزي دولت ودې ولایت ته په نه پاملرنه تورنوي او غوښتنه کوي چي اړوند ادارې باید ودې ولایت ته پاملرنه وکړي. دوی په ولایتي روغتون کې دمسلکي ډاکټران نشتوالی یوه لویه ستونزه بولي.

خو ددې ولایت دولایتي روغتون سرپرست رېیس ډاکټر محمد هاشم توخي که څه هم دخلګو ستونزي پرځای بولي خو وايي دومره ندي چي دخلګو ژوند يې دګواښ سره مخ کړی ده.

ښاغلی توخي دمسلکي ډاکټران نشوالی یوه لویه ستونزه بولي او مرکزي دولت څخه غوښتنه کوي چي زابل ته پدې برخه کې خپله پاملرنه زیاته کړي.

په زابل کې خلګ پداسي حال کې ولایتي روغتون وناروغانو ته په نه پاملرنه تورنوي چي تردې وړاندي هم خلګو دولایتي روغتون ډډاکټران دناوړه چلند او ددرملو دنه ورکړې څخه سرټکوي.

احمدولي سرحدي – دزابل درسنیو خپلواک مرکز رېیس

2 thoughts on “زابل کلات خلګ: ولایتي روغتون خلګو ته پاملرنه نکوي”
  1. سلام په دی روغتون کی د زابل ولایت داکتران په خاصه توګه داکتر لال محمد او داکتر هاشم نه پریږدی د نورولایاتو خلک کار وکړی او دی تمامورځ په خپلو معاینه خانوکی ناست وی او ډیری وخت ژبنی او قومی مسایلو ته لمن وهی داکتر زابل او سلام راکټي هم په مشرانو جرګه کی دهمدا ټول داکترانو ملاتړ کوی او دنور ولایاتو خلک چی کار کوی دوی کار ته نه پریږدی

    الله د دوی ته هدایت وګړی

  2. توخی دورغ مه وایی څوکاله مخکی چی همدی شفاخانی ته د اردون څخه داکتران راغلی وه تاسو څه ورسره وکړه
    داسی وواییه چی باید زابلی ببلخصوص حتمی توخی وی بل څوک کله تاسو کار ته پریږدی او ډول ډول تورونه پری لګوی مقرر شی نه دنورسیمو
    نور سیمو داکتران چی زابل ته لاړشی بیا روته وویل کیژی چی تاسو د زابل خلکو حق خور یعنی همدا معاش د زابلیانو حق ده که لیاقت ولر او کنه
    ته ریس دشفاخانی یی متخصص باید ستا تر لاس لاندی وی په داسی حال کی ته بی سواد لسان یی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *