تاند، یکشنبه، د میزان ۲۱مه: له وسله والو طالبانو څخه د زابل د شاجوی ولسوالۍ د پاکولو پوځي عمليات پېل شول.

چارواکي وایي، د جنرال رازق په نوم د افغان ګډو ځواکونو عمليات نن سهار د شاجوی ولسوالۍ د چېنو له کلي پېل شوي او ددغې ولسوالۍ تر بشپړې تصفیې پورې به دوام وکړي.

په کندهار کې د پوځ د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه یحیی علوي وایي، رازق عمليات افغان ګډ ځواکونه مخته وړي او موخه یې د زابل د شاجوۍ ولسوالۍ او د زابل په مربوطاتو کې د کابل-کندهار د لويې لارې امن کول دي.

علوي وایي د روانو پوځي عملياتو پر مهال تر اوسه د وسله والو له غبرګون سره نه دي مخ شوي.

د افغان ګډو ځواکونو لخوا پر داسي مهال د زابل په شاجوی ولسوالۍ پوځي عمليات راپېليږي، چې وسله وال څو ورځې وړاندې د دې ولسوالۍ مرکز ته ننوتل او د افغان ځواکونو څو پوستې یې سقوط کړې.

د رازق تازه پېل شویو عملياتو په اړه تر اوسه طالبانو تبصره نه ده کړې.

مسوولان وایي، د رازق په نوم عملیات یې ځکه پیل کړي چې جنرال رازق به زابل، هلمند او اروزګان ولایتونو سره د اړتیا پر مهال مهمو عملیاتو کې مرسته او پریکنده رهبري کوله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *