خبریال عبدالقیوم عاجز زابل –
د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو ټاکنو کار وبار او سوداګرۍ ته سخته ضربه اړولې وه خو له دوهم پړاو ټاکنو وروسته د لومړنیو پایلو اعلان نورې اندیښنې را پورته کړي آن تر دې چي عام خلګ خپل ورځنۍ چاري په زړه نازړه ډول پرمخ وړي ،ځيني تجاران دهیواد خپلي پیسي وړي او په نورو هیوادونه کي تجارتي کارونه پرمخ وړي خو ځيني نور بیا خپل کارونه په ټپه درولي او یوازي ورته لاس تر زني ناست دي چي ورسره سم دهیواد په ګوټ ګوټ کي سلګونه کسان بې کاره سوي او د بې کارۍ کچه لوړه سوې دلته زابل کي خو دیوې خوا ډیري خلګ غریبان دي او دبلي خوا بې کاري زیاته سوې چي له امله لسګونه کسان اوسمهال دستونزو سره مخ دي او دې ته اړ سوي چي سوال ته يي مخه کړي ددې ولایت یوشمېر اوسیدونکو دپیوند ملی راډیو سره په خبرو کي وویل چي وروستیو حالاتو او کورنیو اقتصادي ستونزو دې ته اړ کړي چی په ښار کی دخلکو څخه دسوال په نامه څه راټول کړي ،دوي زیاتوي چي د روژې مبارکي میاشتي په دې ګرمو ورځو کي ساعتونه ساعتونه ددولتي او غیر دولتي موسیساتو، ادارو او شتمونو خلګو دروازې دسوال په خاطر ورټکوي خو څوک یې ږغ نه اوري ،دوي همدا ډول له اړوند مسولینو غوښتنه کوي چي له دوي سره دي مرستي وکړي .
په ورته وخت ددې ولایت چارواکي هم مني چي پدې وروستیو کي پدې ولایت کي سوالګر ډير سوې خو دوي یې لامل په هیواد کي روان کړکیچ کڼي ددې ولایت دکار او ټولنیزو چارو ریس محمد رسول عزیز زیاتوي نه یوازي دا چي پدې ولایت کي سوالګرو ډېر سوي ورسره سم دبې کارۍ کچه هم لوړه سوې ښاغلي عزیز وایی دا مهال یې دیوشمېر خیریه موسیسو سره خبري کړي چي په خبره یې ډېر ژر به له سلګونو بې وزله کورنیو سره دخوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړي
دیادونی وړده چي دزابل محلي چارواکي په داسی حال کي دغریبواو بې وزلو کسانو سره دمرستي ژمني کوي چي وړاندي تر دې هر کال ددولتي او غیر دولتي موسیساتو له خواه د روژې په میاشت کي له دغو کورنیو سره دخوراکي او غیر خوراکي توکو مرستي ترسره کېدلې