د زابل امنیت امرسمونوال غلام جیلاني فراهي درسنیو سره دخبرو پرمهال وویل چي یوځل بیا يې په مرکز کلات کې د تلاشي پرځنځیر دنشه يي توکو په وړاندي دمبارزي پولیسو ۲۶ کیلوګرامه چرس چي په یوه کرولا ډول موټر کې په ډیر مهارت سره ځای پرځای شوي ول، ونیول.
ښآغلی فراهي وايي چي په تړاو يې یوتورن کس هم نیولی دی چي ترځیړنو وروسته به عدلي اوقضايي ارګانونو ته وروپیژندل.
دپآمه دي وتلې نه وي چي په روانه اونۍ کې داځلورم ځل دی چي دنشه يي توکو په وړاندي مبارزې پولیس نشه يي توکي نیسي.
احمدولي سرحدي – دزابل درسنیو دمرکز رېيس