د زابل امنیه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیوني درسنیو سره دخبرو پرمهال وویل چي نن سهار ددې ولایت په شملزو ولسوالۍ کې دملي پولیسو دچاڼیزو عملیاتو پرمهال دوسله والو طالبانو دیوه مشهور قومندان ملاقادر په ګډون ۶ وسله وال وژل سوې دي او دهغوی څخه يې دوه میله کلاشینکوف، ده میله پیکا او موټرسایکلونه نیولي دي.
ښاغلی روغ لیونی وايي دوسله والو طالبانو جسدونه اوس هم په سیمه کې پراته دي او دهغه پروینا پدې عملیاتو کې امنیتي چارواکو او ملکي کسانو ته کوم مالي او ځاني زیان ندی اوښتی.
وسله وال طالبان ددې پيښې په اړوند څه ندي ویلي
امنیتي چارواکي پداسي حال کې دوسله والو دوژلو ادعاکوي چي ځوورځې وړاندي ددې ولایت نوبهار په ولسوالې کې اوه سیمه ایز پولیسو دوسله والو طالبانو سره یوځای شول.
احمدولي سرحدي