تاند- په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، سره له دې چې طالبانو د سولې له خبرو انکار کړی دی، لا هم هیله لري چې خبرې به وشي خو پټې خبرې به ونه منل شي.

ډاکتر زاخېلوال د بي بي سي له اردو څانګې سره په مرکه کې وویل، طالبانو د خبرو په ردولو لوی تاوان کړی دی.

ده زیاته کړه:«له افغانستانه اکثره بهرني پوځیان وتلي او د هغوی د بشپړه وتلو وخت هم رانژدې شوی و، پکار وه چې طالبانو جګړه او تشدد کم کړی وای، خو دوی د دې خلاف جګړه تېزه کړه، د ملکیانو وژنې یې ډېرې کړې، اوس طالبان په خپله د بهرنیو پوځیانو د شتون مسوولیت په غاړه لري.»

حضرت عمر زاخېلوال دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې امریکا خبرو ته د نه حاضرېدو په خاطر د طالبانو خلاف د سختو حملو خبرداری ورکړ، ویې ویل چې امریکايي او افغان ځواکونه به د طالبانو پر ضد جدي عملیاتو ته تیاري ونیسي.

زاخېلوال وویل چې د افغانستان حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره له ټولو شرطونو لاس اخیستی و.

«د افغانستان پر حکومت هم فشار و چې له داسي کسانو سره خبرې ونه کړي چې انتحاري حملې کوي.»

ده وویل، څه چې طالبانو د خبرواترو د شرطونو په توګه یاد کړي، داسي مسایل دي چې باید په مخامخ خبرو کې پرې بحث وشي.

ده دا هم وویل، تر کومه ځایه چې طالبان پېژني، اکثره یې سوله غواړي.

«دوی هم بچیان او کورنۍ لري له جګړې په تنګ دي. هیله لرم چې دا خلک به پر هغو خلکو لاسبري شي چې سوله نه غواړي او د جګړې له لارې د بري هڅه کوي.»

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر د دې پوښتنې په ځواب کې چې طالبان به ښايي په ظاهره د سولې خبرې ردوي خو په پټه ممکن خبرې وکړي، وویل، د افغانستان حکومت له دې موضوع خبر نه دی خو د افغانستان حکومت نه غواړي چې پټې خبرې وکړي ځکه چې پټې خبرې بې باوري زیاتوي.

سرتاج عزیز، طالبان باید شرطونه په خبرو کې مطرح کړي

له بلې خوا د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز د سولې تر خبرو وړاندې د طالبانو له لوري

سرتاج عزیز
سرتاج عزیز

د شرطونو اېښودل بې ځایه وبلل، ویې ویل چې طالبان باید خپل شرطونه د خبرو پر مېز مطرح کړي.

ده چې د بریتانیا له بهرنیو چارو وزیر فلیپ هامند سره په یوه ګډه خبري غونډه کې خبرې کولې، په عین حال کې هیله ښکاره کړه چې د سولې خبرې به په څو ورځو کې پیل شي.

طالبانو ویلي چې د څلور اړخیزې ډلې له پرېکړو خبر نه دي او د سولې په خبرو کې تر ګډون مخکې باید ټول بهرني پوځیان له افغانستانه ووځي، د طالبانو د مشرانو نومونه له تورو لیستونو وایستل شي او طالب بندیان خوشي شي.

سرتاج عزیز وویل:« کوم شرطونه چې طالبانو وړاندې کړي، هغه باید په خبرو کې مطرح کړي او د خبرو په پایله کې ممکن عملي شي. دا شرطونه تر خبرو مخکې عملي کېدای نه شي.»

ده دغه راز وویل، هیله شته چې په څو ورځو کې په یوه نه یوه سویه د سولې خبرې وشي.

افغان چارواکو مخکې ویلي چې یوازې د طالبانو له باصلاحیته استازو سره خبرې کوي.

ځیني افغان کتونکي شک لري چې پاکستان به ځیني نامطرح کسان د طالبانو په نامه د سولې خبرو ته رامخکې کړي چې پرېکړه او ژمنه به یې د جنګي طالبانو لپاره د منلو نه وي.

One thought on “زاخېلوال، افغانستان له طالبانو سره پټې خبرې نه مني”
  1. I told you guys a thousand times that it is a wastage of time and energy, please focus on good governance and attracting more support for our national army! ISI can’t express its requirements through Taliban and Afghan government will never accept their requirements, and that is it!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *