تاند- په پاکستان کې د افغانستان د سفیر عمر زاخېلوال له قوله پاکستاني رسنیو ویلي چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو په خرابولو کې دواړو هیوادونو رول لرلی دی.
د راپورونو له مخې، ښاغلي زاخېلوال دا خبره په اسلام اباد کې د دوو هیوادونو د اړیکو د ښه کېدو لپاره په یوه جوړه شوې غونډه کې وکړه، ویې ویل چې افغانستان د خرابو اړیکو په مهال له هند او پاکستان سره په اړیکو کې انډول ونه ساته او دا تېروتنه وه.
دا په داسې حال کې ده چې د ډېرو افغانانو په باور پاکستان لږترلږه په تېرو ۱۶ کلونو کې د افغانستان د ورانولو او هند د افغانستان د ودانولو لپاره په ملیاردونه دالره پانګونه کړې ده.
پاکستان د حقاني شبکې، کوټې او پېښور شوراګانو کوربه پاتې شوی او هند په دې موده کې تراوسه پورې ۳ ملیارد ډالره د افغانستان پر ودانولو لګولي. د افغانستان د ملي شورا له ودانۍ رانیولې د سلګونو کلینیکونو او ښوونځیو تر ودانیو پورې د هند په پیسو جوړې شوي او په زرګونو افغانان د هند په پوهنتونونو کې روزل شوي دي.
پاکستاني رسنۍ وايي، د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال د سې شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د سلطنتي دفاعي کالج او د سیمه ییزې سولې د انستیتیوت له لوري په جوړه شوې غونډه کې وویل«افغانستان ته پکار ده چې پاکستان ته ډاډ ورکړي چې له هند سره د افغانستان اړیکې د پاکستان امنیت او بشپړتیا ته خطر نه دي.»
دا په داسې حال کې ده چې ډېری افغان چارواکي او نظرخاوندان د پاکستان له لوري په افغانستان کې د هند د نفوذ خیالي موضوع په افغانستان کې د اسلام اباد د مداخلې لپاره یوه پلمه بولي.
زاخېلوال دا هم وویل چې دواړو هیوادونو ته پکار ده چې خپلې خاورې د یو بل خلاف استعمال نه کړي.
د زاخېلوال د خبرو هغه برخه چې پنجاب ته یې ګوته نېولې ، په پورته لیکنه کې ندي راغلې.
زمونږ د طلوع په شان دا د پنجاب عادت ده چې د خپل حریف خبرې تحریف کړي ، که زاخېلوال دواړه خواوې ملامتې کړي ، د هغه مقصد به دا وي چې تېر هېر او اوس خپل حسن نیت او ښه ګاونډيتوب په اثبات ورسوی.
که پنجاب رښتیا هم د دواړو هېوادونو د اړیکو ښه والی غواړي نو ترټولو دمخه دې د ټالیب ، داعش او نورو کرغېړنو څېرو په نيولو او افغاني لوري ته په سپارلو کې خپل صداقت وښیی.