اعظم طارق

تاند- په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکتر عمر زاخېلوال وايي، د افغان امنیتي ځواکونو له لوري د پاکستاني طالبانو د مهم قوماندان اعظم طارق وژل کېدا د دې ثبوت دی چې افغانستان ترهګرو ته ځای نه ورکوي.

پاکستان په وروستیو کلونو کې په خپله خاوره کې د افغان طالبانو د ساتنې د توجیه کولو لپاره بیا بیا وايي چې افغانستان هم پاکستاني طالبانو ته پناه ورکړې ده.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ښاغلي زاخېلوال په یوه پیغام کې ویلي«په پکتیکا ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري په عملیاتو کې د پاکستاني طالبانو د تحریک د قوماندان اعظم طارق وژل یو بل ثبوت دی چې افغانستان دې ته له پامه پرته چې تروریستان په چا حمله کوي، ترهګرو ته پناه نه ورکوي او د ښو او بدو طالبانو توپیر نه کوي. په حقیقت کې تر اوسه پوري د پاکستاني طالبانو هر مهم قوماندان په افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو یا ايتلافي قواوو له لوري وژل شوی دی.»

افغان سفیر همداراز ویلي، اعظم طارق په اوس وخت کې د تحریک طالبان پاکستان څلورم مهم مشر و او پاکستان د نوموړي پر سر ۲ لکه امریکايي ډالر جایزه ایښې وه.

د پاکستاني طالبانو قوماندانانو د طارق وژل کېدا تایید کړه.

اعظم طارق پخوا د پاکستاني طالبانو ویندوی و او وژل کېدا یې پاکستاني طالبانو ته لوی ګوزار ګڼل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *