تاند- په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکتر عمر زاخېلوال د پاکستاني رسنیو او یوه جنرال هغه ادعا چورلټ دروغ وبلله چې ویلي یې و پاکستاني پوځیانو د افغانستان ۵۰ سرتېري وژلي او ۱۰۰ نور ټپیان کړي دي.

پاکستاني رسنیو په غټو سرلیکونو د افغان ځواکونو د وژلو ادعا خپره کړې او هغه یې د خپل پوځ ویاړ او مېړانه ګڼلې ده.

راخېلوال وايي، د جمعې د ورځې په پېښه کې دوه افغان سرتېري شهیدان شوي او ۷ نور ژوبل شوي دي.

زاخېلوال پر ټویټر په څو جلا جلا پوسټونو کې ویلي، پاکستاني رسنیو پر لومړي مخ په غټو عنوانو او په ډېر شد و مد د چمن په نښتو کې د ۵۰ افغان سرتېرو د وژلو او سل نورو د ټپي کولو خبرونه خپاره کړي. دا خبر یې د پاکستان د پوځ او ملېشه ځواک د قوماندان په قول خپور کړی. حقیقت دا دی چې ۲ افغان سرتېري شهیدان شوي او ۷ ژوبل شوي دي.

زاخېلوال په بل پوسټ کې ویلي، که د ښه ګاونډیتوب او ښو اړیکو ادعا کوو او یو بل ته ارزښت ورکوو حتي د ۲ تنو ژوند هم ډېر زیات ارزښت لري.

ده دغه راز ویلي چې «د چمن په نښتو کې پاکستاني لوري ته هم مرګ ژوبلې واوښتې خو موږ د دې پر ځای چې خوشالي پرې وکړو او جشن پرې جوړ کړو هغه مو د افسوس وړ او خواشینوونکې وبللې.»

پاکستاني چارواکو د جګړې په لومړۍ ورځ خپل تلفات او مرګ ژوبلې تایید کړې. وروسته یې لقمان او نظر کلیو ته نژدې ډېر ځواکونه او ټانکونه ولېږل؛ کلیوالو ته یې خبرداری ورکړ چې له کورونو ووځي ځکه چې دوی عملیات کوي خو افغان سرحدي پولیس له دغو کلیو شا ته نه شول.

د پاکستان د پوځ د ملېشه ځواک قوماندان نوید نجم پرون افغان ځواکونو ته د مرګ ژوبلو اړولو ادعا په داسي حال کې وکړه چې د جمعې له جګړې وروسته د دواړو خواوو ترمنځ اوربند په خپل حال پاتې دی.

One thought on “زاخېلوال د پاکستاني جنرال او رسنیو تبلیغات رد کړل”
  1. د کوم هېواد چې اساس یی غلط او نا مشروع اېښودل شوی وی ، همدا راز خبرونه به یی هم په دروغو ولاړ او نا مشروع وی.
    پلار یی انګریز او مور یی هندوه وه ، دوی په خپلو توغندیو هم د افغانستان د تاریخ د ملی اتلانو نومونه ږدي، د دوی صنایع هم په تقلب جوړې شویدي،
    قول او وعده هم تل په دروغو ولاړ وي. د بن لادن ، ملا عمر ملا اختر او …. چینجی هم په دغه چټل هېواد کې پیدا شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *