تاند- په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر د پاکستان له لوی درستیز څخه وغوښتل چې د افغانستان د سولې په اړه پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
عمرزاخېلوال نن /شنبه/ په راولپنډۍ کې د پاکستان له لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه سره د سولې او په افغانستان کې د وروستیو تروریستي حملو په اړه خبرې وکړې.
زاخېلوال وروسته له دې د پاکستان له لوی درستیز سره وکتل چې تمه وه طالبان به تشدد کموي، اوربند به اعلانوي او د سولې خبرو ته به لار هواروي؛ خو دې ډلې پر غزني ښار خونړی یرغل ورووړ او په لسګونو زره ښاریان یې له سختو کړاوونو سره مخامخ کړل.
وروستي راپورونه وايي چې د غزني ښار ګڼې ودانۍ ویجاړې شوي او د خلکو کورونه د هاوان او راکټونو په ګولیو لګېدلي دي.
خو له دې سره سره ښاغلي زاخېلوال د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره خپلې خبرې مثبتې بللې او ویلي یې دي چې دواړو په سیمه کې د سولې لپاره د افغانستان او پاکستان پر همکارۍ ټینګار وکړ.
ده همداراز ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ همکاري په افغانستان کې تاوتریخوالی او تروریستي حملې کمولی شي.
ډېر افغانان باور لري چې د پاکستان لوی درستیز په دا ډول کتنو هڅه کوي هغه فشارونه کم کړي چې امریکا پر پاکستان اچولي دي.
که څه هم زاخېلوال په خپله ټویټرپاڼه کې د پاکستان د ژمنو یادونه نه ده کړې خو کره راپورونه وايي چې پاکستان ژمنه کړې چې طالبان به نه پرېږدي چې په ځانګړي ډول په پلازمېنه کابل کې لویې ډله ییزې حملې وکړي او په عین وخت کې به دا ډله د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته هڅوي.
اوس په کابل کې ډله ییزې او انتحاري حملې د طالبانو پر ځای د داعش په نوم کېږي خو د غزني وروستۍ حملې وښودله چې د پاکستان په دریځ کې هیڅ تغییر نه دی راغلی.
پاکستان کله هم نه غواړی دلته امن راشی
لمړی: دلته د پاکستان معلوم کسان او کړی دی، هغوی باید ونیول شی یا کم نه کمی نظربند شی
دوهم: ټوپکیان ټول باید خل صلاح شی ځکه دوی دطالبانو نه خطرناک دی
دریم: حکومت باید نور د حوصلی پرځای ضرب العجل ورکوی،نه وخت
ایران او پاکستان دوه داسی ملکونه دی، چه دوی دافغانستان سره ددوی جوړه نه کیږی