تاند- په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال نن /سې شنبه/ د پاکستان د بهرنیو اړیکو له سلاکار سرتاج عزیز سره د دوو هیوادونو د سرحدي ځواکونو د وروستیو نښتو او د پاکستاني ځواکونو د سرغړونو په باب خبرې وکړې.

ښاغلی زاخېلوال وايي، د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار ته یې وویل، سره له دې چې پاکستانیانو ته ویل شوي و چې د دیورند کرښې دې خوا ته د سپین بولدک په اړوندو کلیو کې سرشمېرنه ونه کړي خو پاکستاني ځواکونه او د سرشمېرنې مامورین تر ډیورند راواوښتل او په خپل پاروونکي عمل یې د جګړې اور بل کړ.

زاخېلوال له سرتاج عزیز سره په خبرو کې همداراز وویل«دا نه یوازې د افغانستان د ملي حاکمیت او مځکنۍ بشپړتیا سرغړونه وه، بلکې یو لمسوونکی عمل و ځکه چې تر پېښې وړاندې د پاکستان امنیتي مشرانو ته ویل شوي و چې د افغانستان په هر کلي کې سرشمېرنه به بې ځوابه پرې نښودل شي.»

پاکستان ویلي چې دوی غوښتل چې دعوه د خبرو له لارې حل کړي خو افغانانو ورسره همکاري ونه کړه.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر د پاکستان دا ادعا په کلکه رد کړه او ویې ویل چې حقیقت د دې بالعکس و.

زاخېلوال د پاکستان د بهرنیواړیکو سلاکار ته همداراز وویل چې پاکستانی پوځیان یوازې د سپین بولدک د لقمان او نظر کلیو ته نه دي راوښتي بلکې دې ته ورته پاروونکي اقدامات یې په ګڼو نورو سیمو کې هم کړي دي.

ده وویل، پاکستاني پوځیان د ډیورند کرښې په اوږدو کې د افغانستان د خاورې په انګور اډه، غلام خان، خواجه خدر غرونو او ګڼو نورو سیمو کې پوستې جوړې کړي دي.

افغانستان او پاکستان په وروستیو کې د لندن په درې اړخیزه ناسته کې موافقه کړې وه چې د سپین بولدک د وروستۍ پېښې په شان شخړو د مخنیوي لپاره به مخکې تر مخکې خبرې کوي او مخکې تر دې چې د دوو هیوادونو اړیکې خړپړې شي هڅه به کوي چې په تفاهم یې حل کړي.

One thought on “زاخېلوال: پاکستان له ډیورنډ کرښې دې خوا ته په ګڼو برخو کې پوستې جوړې کړي”
  1. Salamooona
    Junabi zakhilwal saheb bayad pa har wakht khpali qoowawe de khawree de satani pa halat ke we aw tayarse we fakistan establishment pa hes sorat ke wafa na kawe pa israelo bayad etibar wakro kho de fakistan pa panjabyano aw da haghoi dostano bepashto pashtanoo etibar wa na kro sa che terigi bayad woolas sara ye sharek kri aw bas.
    Manana de la barya pa hela aw ziat omer pa hela.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *