توریالی ملیار

په شمال کې د احمد ضیا مسعود له څرګندونو په ښکاره دا معلومیږي چې، یوه نوې لومه خوروي او خپلو خلکو ته د پردیو له کڅوړې زهري دانې شیندي، د ده دا څرګندونې چې زاړه او مسلکي جنایت کاران، ټوپک اخیستلو ته هڅوي یوه تصادفي خبره نه بلکې یو منظم استخباراتي پلان او یوه کښل شوې نقشه ده، که نه ښايي د دولت دغه لوړ رتبه او د سرکار باوري استازي خلکو ته ډاډ ورکړی وای چې، په خپل حکومت باور پیاوړی کړي، په دې به یې ډاډمن کړي وو چې دولت ستاسې او ستاسې دفاع ته تیار دی، خلک به یې د تعصب او بې باوریو مخنیوي ته هڅولي وو او د ولسمشر ځانګړي استازي به خلکو ته دغه ځانګړی پیغام ور رسولی و چې ستاسې بچي په افغان ملي ځواکونو کې د ولس د دفاع لپاره جنګیږي، د ګاونډیو او دښمن په اوازو مه غولیږئ، افغاني ستونزې به افغانان په خپله هواروي، افغانستان کې هر څوک د ارام ژوند حق لري، د یووالې وخت دی د کینې د لیرې کولو مهال دی او د دولت د ملاتړ اړتیا تر نور وخت ډېره ده.

خو ښاغلي مسعود پر دولت د ولسي باور خلاف څرګندونې وکړې او په خپلو خبرو کې یې یو داسې انځور وړاندې کړ چې لا هم مسعود او ډله یې د استخباراتي اجنسیو او د هغوی د ګټو لپاره د خپل ولس په مرۍ پښه ږدي او د تنظیمي او قومي فکر تر محدودې ها خوا د سوچ کولو وړتیا او هوډ نه لري.

مسعود تخار کې د پښتنو پر خلاف په چټلیو کې د نغښتی پیغام خوله پرانیسته، او هلته یې د تعصوبونو د کثافاتو د بد بویه کڅوړو د تشولو کوښښ وکړ- ده د خپلو ازمېیل شو وحشي جنایتکارانو د پورته کولو هڅه وکړه او په جاره یې د هېواد نافذه قوانینو خلاف و وې چې ټوپکونه موغوړ کړئ، ماشیندارې مو پاکې کړئ، چانټې مو ډکې کړئ چاړې مو تېرې او پتلنونه مو کش کړئ چې وار د جنګ دی- د طالب په نامه د پښتون پر وړاندې جنګ د یوه درانه قوم د سپکولو او ورکولو پر لوري ګام او د ولس د ګټو پر ځای د پردیو هېوادونو د ګټو لپاره جګړه که نه د طالب پر وړاندې همدا اوس درۍ نیم لکه افغان ځواکونه جنګیږي، نو چې هغوی د جنګ مهارولو توان ونه لري څو هغه لنډغر به څنګه جګړه کابو کړي چې عمرونه یې په خپلمنځو ناکراریو، وژنو او جګړو کې تیر شول.

ضیا مسعود په افغان ځواکونو بې باروي په خپله ژبه بیان کړه، په هغو ځواکونو بې باوري چې د همدغه ولس له منځه تیار او سمبال شوي، زیانونه مني مرګونه مني او د خلکو او ولس لپاره خپل سرونه بایلي.

دلته یوه پوښتنه رامنځ ته کیږي چې اوسني افغان ځواکونه څوک دي که د دوی په وینا (ولس مجاهد دی)، نو خو افغان ځواکونه هم د همدغه ولس غږ دی او له همدې ولسه راوتلي دي بیا نو په کومو مجاهدینو غږ کوي چې ټوپک په ماشه تیارسئ شي- ښکاره خبره ده چې خپل ککړ ضمیره بړیڅي د خپلو پټو هدفونو لپاره استعمالول غواړي- ځکه د مسعود سر د پردیو له سوچونو ډک شوی خپل ماغزه نه لري او نه ترې کار اخیستلی شي، دی د همغو قاتلینو پاتې شونی دی چې شوروي عسکرو ته یې د پښتنو د ځپلو په بیه لارې پرېښودې، خپله ونډه یې اخیسته او د روس د جګړې اور یې په جنوب کې پو کاوه، اوس د لستوني دغه زهري مار غواړي د سفارتي اجنسیو په اشاره په لوی لاس په شمال کې اخ و ډب ډېر کړي، پښتانه وځپي، عکس العملونه را وپاروي، پخوانۍ دښمني تازه کړي او په دې توګه د نورو هدفونو تر څنګ د ټاپې د هغې نل لیکې مخه ونیسي چې د هېواد په نا منه سیمه کې د امن د برید او تیږې یو سمبول بلل کیږي.

د دغې نل لیکې د ناکامۍ لپاره ایران له یوې خوا په طالبانو کې د داسې کسانو د پیدا کولو په هڅه کې دی چې دغې پروژې ته ستونزې پیدا کړي او له بله پلوه د مسعود په څېر د خپلو پخوانیو اجنټانو او مزدورانو په مرسته د دغې پروژې د شریکو هیواودونو بې باوري او شکونه ډېر کړي او بلاخره پاکستان او هند د ترکمنستان د غازو پر ځای د ایران غازو پېرلو ته تیار شي.

په بغلان کې د برېښنا ستنو چپه کول تر هغه ډېر خطرناک دي چې پر کابل او خواوشا یې برېښنا درولې، دغه کړنه د ایران د استخباراتو د پلان هغه برخه بلل کېدای شي چې فکر کوي په اسانه به یې عملي کړي، د ډنډ غوري سولې تړون لغوه کیدل او پر وړاندې یې د خبیثه کړیو درېدل هم د ایران د پټو مامورینو نقشه ده، چې په دې کار سره به په سیمه کې دا وښیي چې افغانستان د خپلې برېښنا د ستنو امنیت نه شي نیولی نو د غازو د پایپلین امنیت به څنګه ونیسي، دولت چې د برېښنا خپله ستنه نه شي درولی پاکستان ته د کاسا زر پروژې امنیت به څنګه وساتي.

دغسې پلانونه هغه وخت له پوره ناکامۍ سره مخ کېدلی شي چې ولس، مدني ټولنه، روڼ اندي ځوانان، هېواد دوسته مشران او افغان سیاسي، استخباراتي او امنیتي بنسټونه په ګډو هڅو په شمال کې د ناکراریو په مخنیوي کې په شریکه کار وکړي او افغانستان د کرکې، تعصب، ورانیو ا بدبختیو پرځای د پرمختګ، خوښۍ او بریا په لوري بوزي.
د یوه اباد افغانستان په هیله

One thought on “زاړه لوبغاړي نوې لوبه / توریالی ملیار”
  1. اخیری نظر مو معقول او د تایید وړ ده الله ج دی په مونږ ټولو کښی دا احساس پیدا کړی

    مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *