آغامحمد قریشي

په ولسواکو هیوادونو کې دولتونه د خلکو پر ارادو رامنځته کېږي، او کله چې یې دولتونه په خپلو کارونو کې پاتې راشي، خلک د دولت ور ټکوي او د خپلو حقوقو غوښتنه ترې کوي، خو د افغانستان په څېر هیوادونو کې چې نوې یې د ولسواکۍ ساه اخیستې او ددې ساه د خاموشولو لپاره نه زموږ ګاونډیانو او نه هم په کور دننه د وخت جنګسالارانو او زورواکو درېغ کړی، د خلکو په ارادو لوبې کېږي، نو ځکه لا نه د سالم او پرمختللي نظام څښتانان شوو، او نه هم په کار پوه او خپلواک رهبران لرو. جنګسالاران ولسواکي د خپلو ځانونو او بچو د راتلونکې په زیان بولي، هغوی پوهېږي که ولسواکي ریښې وغزوي، یوه ورځ به افغان ولس راپاڅي او خاینان به له مرۍ نیسې او د عدالت میز ته به یې کشوي.

د امریکا په مشرۍ نړیوالو ونه کړای شول د ښځو د حقوقو، بشر حقوقو، ښې دولتدارۍ، او دې ته ورته چارو لمن له وزیر اکبر خانه بهر وباسي. نه یې د ترهګرۍ پر ضد سمه جګړه وکړای شول، او نه یې هم په افغانستان او سیمه کې سوله راویستل، یواځې دومره چې افغانستان او سیمه له بل هر وخت له لویو امنیتي او سیاسي بحرانونو سره مخ ده، او راتلونکی یې له دې نور هم خطرناک اکټل کېږي. دا به لا هغه وخت خبره نوره هم ورانه شي چې د ترهګرو لاس د پاکستان هستوي وسلو ته ورشي، بیا به یې نه امریکا مهار کړای شي او نه هم د پاکستان د يکتاتور پوځ.

د لومړي بُن کنفرانس څخه وروسته د امریکا او ملګرو ملتونو لویه لاسته راوړنه د افغانستان په برخه کې د ولسمشرۍ پر ټاکنو د بحرانونو خاموشول او بلاخره د دواړو نوماندانو (اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله) یوې پریکړې ته رسېدل یادولای شو، ښایې امریکا خپل ملت ته په دې خطاب سره چې د واک پر سر ناندریز افغان سیاستوال یې سره جوړ کړل، خپل دا کړنه لویه لاسته راوړنه معرفي کړي. که څه هم د دواړو نوماندانو ترمنځ د ستونزې د حل ږغ د لومړي ځل لپاره له ارګه پورته شو، او ارګ هڅه وکړه چې دا کریډيت ځان ته کش کړي، د ستونزې د حل اصلي لوبغاړی د ملګرو ملتونو سازمان دی چې، بلاخره یې نوماندان سره کښېنول او ددوی ترمنځ یې د اوس لپاره ستونزو ته د حل لار ولټول.

په دې کې هیڅ شک نشته چې نړیوالو د امریکا په مشرۍ د افغانستان په برخه کې لوی فرصتونه له لاسه ورکړي، او لا هم دا فکر کېږي چې نړیوال به د خپلو تېروتنو تاریخ یو ځل بیا تکرار کړي. اوس د افغانستان د خلکو د سیاسي برخلیک یو بل څپرکی پیلېږي، ددې بیچاره او زوکلېدلي ولس برخلیک دداسي یوه نظام لاس ته لوېدونکی دی چې له اوسه یې د امنیت، اقتصاد او خپلواکو ادارو څوکۍ سره ویشلې، حیرانونکې دا چې خپلواکه او مستقله اداره یو چا ته د سیاسي واک د ویش په برخه کې ورکړل شي، نو ددې ادارې خپلواکي او استقلالیت به څه وي؟ بله خبره دا، که عبدالله عبدالله ته د امنیت په برخه کې یو وزارت، د اقتصاد په برخه کې یو وزارت، او د خپلواکو ادارو په برخه کې یوه څوکۍ او دې ته ورته نور امتیازات له قانون بهر ورکړل شي، فکر کېږي دا په لوی لاس د قانون تر پښو لاندي کول دي. ایا راتلونکی ولسمشر به وتوانېږي په یادو ادارو کې بیا د قانون او د افغانستان د خلکو اراده تمسیل کړي؟ ځواب یې له اوسه منفي دی، ځکه عبدالله عبدالله مجبور دی، چې پر یادو څوکیو زاړه لوبغاړي وګماري، هغه لوبغاړي چې تر ننه یې افغان ملت په خپل ټوپک او کوتک ننګاوه او ننګوي یې، هغه کسان چې ځانونه له کوم قید او شرط پرته واجب الحق، واجب الامتیازه او واجب الاحترام ګڼي. په تېرو دریالس کلونو کې د امریکا په ډالرو چاغ شوي، او ځینو یې لوی جنایتونه هم ترسره کړي. ددې پر ځای چې خاینینو او مفسدینو ته جزا ورکړل شي، پر ځای به یې ورته واک او امتیازات ورکړل شي، دا نو هغه خبره شوه چې زاړه لوبغاړې،- نوې ډرامه په یوه نوي انداز کې پیلېږي، دا ځل به نه اشرف غني او نه هم نړیواله ټولنه په راتلونکو څه باندي څلور کلونو کې په اداره کې د واک انډول او نزاکتونه وساتلای شي.

لوستونکو ته دلته دا شک پیدا نشي چې ګڼي زه د بحرانونو په حل ناخوښ یم، خبره داسي نه ده، سوال او تشویش دلته پیدا کېږي چې عبدالله عبدالله به یادې له مسئولیته ډکې څوکۍ چې د افغانانو راتلونکی برخلیک ورسره نیغه اړیکه لري د کومو کسانو په واک کې ورکړي، د شمالي ټلوالي د هغو وروڼو چې په تېرو دیارلس کلونو کې یې په امریکا، برتانیه، مصر او هند کې ښې زده کړې او په نړیوالو عصري علومو او فنونو سمبال، ځوان ځواک او انرژي لرونکو کسانو ته ورکړي او که به بیرته څوکۍ هغو جنګسالارانو ته ورکړي چې له هغه سره یې په ټاکنیزو مبارزو کې منډې ترړې وهلي؟ که فرض کړو په امنیټي سکتور کې عبدالله ته د داخلې وزارت ورکړل شي، نو کورنیوچارو وزارت ډېری مخکښ قومندانان او چارواکي به د عبدالله په خوښه کار کوي، ولسمشر به په دې برخه کې د کم صلاحیت لرونکی وي.

بل لور ته نوی افغان ولسمشر هم د اداري بنسټونو په ملي کولو، عصري کولو او له فساده په پاکولو مکلف دی، ځکه افغانانو د هر راز ننګونو پر وړاندي مبارزه وکړل او هغه ته یې په سختو حالاتو کې رایې ورکړي. د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند اشرف غني احمدزي شا وخوا کې هم په درجنونو داسي کسان تر سترګو کېږي چې له هیڅ راز فساد او ناوړه کړو او د افغانانو پر وژلو یې هیڅکله دریغ نه دی کړی. له اشرف غني احمدزي سره یې په ټینګه کمپاین کړی او اوس ترې د څوکیو هیلې لري، هغه باید له تدبیر او پوهې کار واخلي، د حکومت هر اړخیز ماشین ته نوي، فعال، لوستي او رښتنې کسان ور دخیل کړي، تر څو د افغان ولس د راتلونکي برخلیک لپاره د ښه نظام ترڅنګ، په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزاړخ کې پانګه ژوندۍ کړي.

اوس نړیوالو، په ځانګړې توګه امریکا، نوي افغان ولسمشر او د وزیرانو شورا رئیس ته لوی مسئولیت ور له غاړې شو، باید له دې فرصت او مسئولیت څخه د افغان ملت په ګته کار واخلي، د یو سالم او ځواکمن نظام مزي ټینګي کړي. عبدالله عبدالله او اشرف غني باید نور د خپلو منځونو څخه اختلافات لیرې کړي، خدای مه کړه د کار کولو پرځای یې وخت ټول په ناندریو او په اداره کې پرخپل منځي ستونزو تیر نشي. ولسمشر او د وزیرانو رئیس له اوسه باید پخوانیو اولنو د ګاڼې دې کرښي ته (که تا ویل چې ته یې او ما ویل چې ته يې هم به زه یم او هم به ته یې،- او که تا ویل چې زه یم او ما ویل چې زه یم، نه به ته یې او نه به زه یم) پام وکړي او د متل لومړی عبارت عملي کړي، دا به د افغانستان او افغانانو په خیر وي. که نه یو ځل بیا به د دواړو ترمنځ لانجې او ښکېلاک رامنځ ته شي، چې بلاخره به یې نړیواله ټولنه د یو موقت حکومت په رامنځته کولو مجبوره شي، واک به ددواړو له لاسه ووځي، یو بل دریم کس ته به لا هواره شي، جوته ده چې داسي حالاتو کې به یو ځل بیا افغان ملت له فقر، نا امنۍ او نورو ورته ستونزو او لار ورکي حالت سره مخ کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *