تاند- د افغانستان د ولسمشر خاص استازی او په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عمرزاخېلوال وايي، په لندن کې د بریتانیا په بلنه د افغانستان او پاکستان د جګپوړو چارواکو خبرې رغنده او مثبتې وې.
د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر، د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز او د بریتانیا د ملي امنیت د سلاکار سر مارک لېل ګرانټ ترمنځ پرون /چهارشنبه/ په لندن کې د افغانستان او پاکستان د ترینګلو اړیکو د پای ته رسولو په هدف خبرې وشوې.
ښاغلی زاخېلوال، چې په خپله هم په دې خبرو کې شامل و، وايي چې د دغو خبرو هدف دا و چې د تروریزم پر ضد د ریښتینې مبارزې لپاره د دوه اړخیزو همکاریو پر میکانیزم سلا وشي او دغه راز د دوو هیوادونو ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو کې د روان کړکېچ او بې باورۍ د پای ته رسولو لپاره پر اقداماتو موافقه وشي.
په پاکستان کې د افغانستان سفیر د دوو هیوادونو خبرې رغنده، مخ په وړاندې او نتیجه لرونکې وبللې، ویې ویل چې د دې مهمې غونډې د بریالیتوب په اړه به د افغانستان او پاکستان عام خلک قضاوت وکړي.
زاخېلوال وايي«موږ خوشبنه یوو چې هغه میکانیزم، چې موافقه مو پرې کړې ده، د دوو دولتونو ترمنځ د رغنده اړیکو او همکاریو لپاره اعتماد او باور رامنځته کولی شي.»
ښاغلي زاخېلوال په دې اړه څه نه دي ویلي چې ایا پاکستان د تورخم او سپین بولدک د لارو د خلاصون او د ترهګرو د پناهځایونو د ختمولو ژمنه وکړه او که نه.
دغه راز ډېری افغانان د پاکستان له لوري د افغانستان پر خاوره د درنو وسلو د ګوزارونو د پای ته رسېدو غوښتنه کوي او هیله لري چې د لندن په خبرو کې به پرې خبرې شوي وي.
پام مو وی پاکستان غواړی چی افغانان د خپل جرم شریک معرفی کړی ،حال دا چی شر انګیزی او د ګاوڼډی او نړی نا آرامی ته آی اس آی انرژی او مواد تیاروی مګر غواړی چی وښیی پدی جرم او جنایت کی افغانان هم ککړ دی او دا د ټولو سترګو ته خاوری ورشیندل ، منتها بی ایمانی او د شر د پاسه شر دی یعنی هم جنایت کوی او بیا یی پر ګاوڼدیو وراړوی او دا هغه منافقانه خاصیت دی چه قرانکریم فرمایی:
یقولون بافواههم ما لیس فی قلوبهم
یعنی دا کمال نه بلکه منافقت او د مسلمان شرمول دی
داچی وایی د خبرو نتیجه مثبت وه ، شاید مثبت به وی – مگر څه ډول مثبت؟؟؟
دا هم تولوته بالکل واضیح او روښانه ده چی انگریز انو په خاص حرامزدگی دپاکستان په نامه گوډاگۍ هیواد یی د هند او افغانستان پر خاوره د خپلو شومو موخو دپاره جوړ کړ؛ او تر ننه یی دپاکستانه د یو تروریستی ژاندارم په حیث کار اخیستی
دی او بیا هم دې شومو موخی دپاره دپاکشتان شاته ولار دی او هغه زوړ تروریستی پالیسی دوام دپاره نوې نوې تاکتیکونه کاروی؛
او ددې تروریستی استراتیژی د پرمخ بیولو پخاطر په افغانستان او منطقه کی جاسوسان هم استخداموی چی دافغانستان د پوشالی حاکمیت منځته راتگ او په دې حاکمیت کی د دیرو لور پورو چارواکی جاسوسی آی اس آی او نورو استخباراتو ته د ثبوت شه بیلگه ده چی حامد کرز ی هم داخبره په زغرده تایید کړی ده؛
اوس نو بیا د شاغلی حضرت عمر ذاخیلوال صاحب خبرې ته راگرځم چی وایی د خبرو نتیجه دپاکستانی لوری سره مثبته ووه ؟؟؟
دلته دمثبت کلمه کیدای شی د افغانی جاسوسانو په کار کی بریالیتوب ته ارتباط ورکړو چی واقعاً دخلکو په غولولو کی پخپل جاسوسی کی بریالی وه او نتیجه یی د انگریزانو او پاکستانی لوری ته مثبت وو – مگر هیڅ افغان چی ځانته افغان او مسلمان وایی د پاکستان سره مذاکراتوته زړه شه کول پخپل ذات کی ملی خیانت بولی ؛ځکه پاکستان دخپل هویت خلاف ابداً بل کار نشی کولای؛
سلام
زه نه پوهيږم چې زمونږ سفير، دولس مشر ځانګړئ استازى، او په غونډه غړي د کومې رغندې خبرې ميکانيزم راښيي؟ د زاخيلوال دغه بې تعريفه ميکانيزم د انګريزانو له بېړني خواخوږي سره سر نه خوري. لاهم ګونګ او بې کفايته خبر چې هېڅ ملي او اسلامي صبغه نه لري. په دپلوماتيکه تګلاري کې ديوه سفير موقف بايد ،ديد،کار او عمل بايد پر څه ولاړه وى او ولس ته ډول پيام ولري؟
د اى اس اى او پاکستانۍ ادارې په وړاندې بايد څه ډول سفير ټاکل شوى واى دا خو د هندوانو فلم نه دى چې په هرڅه به ناندرۍ وهو داکتر اتل د منافق په برخه کې ډيره ښه مطلب ته ګوته نيولېده
سلام
مونږنه پوهيږم چې زمونږ سفير، دولس مشر ځانګړئ استازى، اودلندن په غونډه کې غړي د کومې رغندې خبرې ميکانيزم راښيي؟ د زاخيلوال دغه بې تعريفه ميکانيزم د انګريزانو له بېړني خواخوږي سره سر نه خوري. لاهم ګونګ او بې کفايته خبر چې هېڅ ملي او اسلامي صبغه نه لري. په دپلوماتيکه تګلاري کې ديوه سفير موقف ،ديد،کار او عمل بايد څرګند وى نه مجهول او ولس ته په روښانه ډول پيام ولري؟
د اى اس اى او پاکستانۍ ادارې په وړاندې بايد څه ډول سفير ټاکل شوى واى دا خو د هندوانو فلم نه دى چې په هرڅه به ناندرۍ وهو داکتر اتل د منافق په برخه کې ډيره ښه مطلب ته ګوته نيولې ده