تاند- د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر محمد عمر زخېلوال وايي پاکستان د کراچۍ تر بندره د افغان لاریو تګ راتګ ته د اجازې ورکولو په شمول په ګڼو برخو کې موافقې کړي او د ټولو موافقو د اجرا کولو لپاره یې یوه څرګنده نېټه ټاکلې ده.

تر دې پخوا هم پاکستان په ځانګړي ډول د ترانزیت په برخه کې له افغانستان سره ژمنې کړي خو وروسته یې عمل پرې نه دی کړی.

د افغانستان باري موټرونه لکه لارۍ او کانتینرونه اجازه نه لري چې تر کراچۍ بندره د افغانانو مال یوسي او یې راوړي. دغه راز افغان باري موټرونو ته اجازه شته چې هند ته خپل صادرات د واګې تر بندره ورسوي خو له هغې خوا حق نه لري چې ډکې راشي. د دې په مقابل کې پاکستاني ترانسپورتي وسایلو ته افغانستان اجازه ورکړې چې د منځنۍ اسیا تر هیوادونو لاړ او بېرته هم ډک راشي.

عمرزاخېلوال وویل چې دا ځل پاکستان د امنیت په شمول په ډېرو برخو کې د افغانستان د ولسمشر په مشرۍ افغان پلاوي ته د همکارۍ ژمنې ورکړي او د ټولو د عملي کولو لپاره نېټه ټاکل شوې ده.

ده وویل چې په یوه میاشت کې به څرګنده شي چې پاکستان پر خپلو ژمنو عمل کوي او که یې نه کوي.

زاخېلوال وویل چې له افغانستان څخه د پاکستان یوه غوښتنه دا وه چې افغان امنیتي ځواکونه دې په دغه هیواد کې وروزل شي.

د مالیې د سرپرست وزیر په وینا افغانستان په دې کې کومه ستونزه نه ویني چې افغان امنیتي ځواکونه د هند تر څنګ په پاکستان کې وروزل شي خو لومړی باید وکتل شي چې پاکستان پر خپلو ژمنو څومره عمل کوي.

ده وویل ولسمشر غني پاکستاني چارواکو ته وویل چې افغانستان کومه وېره نه احساسوي چې ځواکونه یې په پاکستان کې وروزل شي او حتي دوه هیوادونه د وسلو د رانیولو په باب هم خبرې کولی شي.

د افغانستان ولسمشر د پاکستان د سفر په لړ کې (د جمعې په ورځ) په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ عمومي قومندانۍ ته لاړ او د پوځ له مشرانو سره یې خبرې وکړې.

ده د پاکستان له صدراعظم نوازشریف، ولسمشر ممنون حسین او نورو چارواکو سره د خبرو تر څنګ د دوو هیوادونو د کرکټ د الف ټیمونو ترمنځ یوه دوستانه پنځلس اوریزه مسابقه هم وکتله چې د افغانستان په ګټه تمامه شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *