علي محمدنظري ـ ښرنه –
د پکتیکا ولایت مقام د غونډو او مجلسونو په تالارکې ((زده کړه د نجونو حق دی)) ترسرلیک لاندې غونډه ترسره شوه، چې ګډونوال یې د نجونو د زده کړې پر وړاندي په پرتو ستونزو او حل وغږېدل.
یاده غونډه په سویل ختیځ زون کې د ملګروملتونو د بشري حقونو د څانګي له لورې رابلل شوې وه، چې د یاد ولایت په چارواکو سربېره، دیني عالمانو، قومي مخورو اودمدني ټولنو فعالینو په کې برخه درلوده.
دپکتیکاولایت مرستیال عطالله فضلي زده کړه دنارینه ووترڅنګ دښځو اساسي حق وباله.
نوموړي په دې ولایت کې دشته کلتوري محدودیتونو اوتاوتریخوالي څخه یادونه وکړه،چې دنجونو دزده کړې مخه یې ډب کړې ده.
ده وویل :((اوس مهال موږ دهیواد په سطحه نږدې ۴۰ سلنه باسواده نارینه لرو،خونجونې ددې ډېره کمه سلنه تشکیلوي.))
دولایت مرستیال دنجونو دزده کړې دپرمختګ لپاره عامه ذهنیت جوړونه اړین وبلل،اودعالمانو رول یې په دې برخه کې اغېزمن اوګټور وباله.
ده زیاته کړه،داسي یو چاپیریال باید رامنځ ته شي چې زموږ نجوني له کوم تاوتریخوالي پرته په اسلامي پرده اوحجاب کې زده کړې وکړي.
دغونډې برخه وال ژونالیست اومدني فعال عبیدالله سرروضه وال په ټول هیواد کې خوپه ځانګړي ډول پکتیکاکې دنجونود زده کړې بهیر ډېرټکنی یاد کړ.
ده زیاته کړه،په پکتیکاکې دباسواده ښځو دنه شتون له امله دوی اوس مهال په دې ولایت کې یوازي یوه (ام ، ډي) ډاکټره لري.
سرروضه وال زیاته کړه ،ددې لپاره چې په ټولنه کې دښځو پروړاندي شته ستونزې اوتاتریخوالی له منځه یوسو، دنجونولپاره باید دزده کړې لازمېاسانتیاوي اوزمینه برابره شي.
دپکتیکادپوهنې ریاست داسلامي زده کړو مرستیال محمدکریم اتلوال داسلامي اوقرآني ارشاداتو په رڼاکې دپوهې اوزده کړې په ارزښتونوخبرې وکړې..
اتلوال وویل: ((داسلامي قانون له مخي دعلم زده کړه په هرنارینه اوښځينه مسلمان باندي فرض شوې ده،داچې دټولنې یوه برخه زموږ نجوني تشکیلوي دهغوی ښوونې اروزنې ته هیڅ پام نه دی شوی.))
دده پر وینا،ښځه دټولنې دنسل سرچینه ده،په ټولنه کې مهم رول لري اوزده کړې ته یې باید ځانګړی پام وشي.
اتلوال زیاتوي، افغانستان هغه اسلامي هیواد دی،چې ډېری خلکویې تراوسه دنجونو دغه اسلامي حق ترپښو لاندی کړی .
نوموړي پرګډونوالو غږ وکړ،چې دنجونو زده کړې دپرمختګ لپاره باید خلکوته تبلیغات اوپوهاوی ورکړي.
په پکتیکاکې دسواد مدنيټولنې مشر محمدالله همت یار دغه غونډه اغېزمنه وبلله،او ویې ویل چې دلته به دنجونو دزده کړې پروړاندې شته خنډونه په ډاګه شي.
همت یار داساسي قانون په چوکاټ کې دهلکانو ترڅنګ دنجونو په زده کړه ټینګار وکړ.
ده وویل: ((داساسي قانون په ۴۵ ماده کې راغلي چې زده کړه دهیواد دټولو اتباعو یوډول حق دی،خو موږ دغه ماده ترپښو لاندې کړي، او داپه دې ماناچې خپل قانون مو په ځان نه دی عملي کړی.))
ده دنجونو زده کړه ډېره اړینه وبلله او دولسمشر اشرف غني هغه خبره یې ولوسته : که یونارینه باسواده شي یوازي دی دپوهې له نعمت برخمن شو،خوکه یوه ښځه باسواده شي په دې مفهوم چې یوه کورنۍ باسواده شوه.
نوموړي دنجونو دزه کړې پروړاندې دهغوی دوالدینو بې سوادي ،نه پاملرنه ،له عمرڅخه مخکې ودېدل،منفي ذهنیتونه اودښځينه ښوونکو کمښت شته ننګونې وبللې.
دولایتي شوری مرستیال نعمت الله بابري په خپلو خبروکې وویل،موږ ټول داوایو چې زده کړه فرض ده،خو په عمل کې موداکار نه دی کړی.
بابري دخلکو له بدو اومنفي دودونوڅخه یادونه وکړه چې خپلو نجونو ته په ودونو اونورو ناوړه مراسیموکې دګډون اوتلو اجازه ورکوي،خو دزده کړې اوتعلیم اجازه یې نه ده ورکړي.
دغونډې یوبل ویناوال اودیني عالم مولوي عبدالمنان داوسنیو ډېرو ستونزو یولامل دنجونو زده کړې ته دخلکونه پاملرنه وبلل.
ده وویل ،ښځه د یوې کورنۍ د محورپه شان دی، له ښځې څخه کورنۍ رامنځ ته کېږي، او له کورنۍ څخه بیا یوه ټولنه جوړېږي.
مولوي عبدالمنان وایې، په ټولنیز ژوند کې د ښځو پوهې ته ډېره اړتیاده، د دې لپاره چې خپل مسؤلیت ترسره کړو، د نجونو پروړاندې دزده کړې دمخنیوي غلط فرهنګ سره باید مبارزه وکړو.
ده زیاته کړه، پت، عزت او شرف د ښځي سرمایه ده، د دې سرمایې په پوره نظر کې نیولوسره باید د دوی زده کړې ته جدي پاملرنه وکړو.
د ویلو ده، چې د ویناوالو ترخبرو وروسته دغونډې ټولو برخه والو د نجونو د زده کړې پر وړاندې د پرتو ستونزو او د حل لارو چارو په اړه خپل نظرونه په لیکلي اوشفاهي ډول د یوناما له استازو سره شریک کړل.
قومي مخور او دغونډې برخه والو حاجي سیدالله د دې لپاره چې د نجونو زده کړه پرمختګ وکړي وویل:(( هغه محصلینې نجونې چې له پوهنتون څخه فارغېږي، باید د دولت له لورې ترټاکلي وخته پورې په جبري ډول د ښوونکو په توګه کار وکړي.))
نوموړي غوښتنه وکړه، چې دولت دي د دوی لپاره مناسب امتیازات هم په نظر کې ونیسي.