بدلون

ښایي چنداني به د چا لپاره د تردید وړ نه وي چې د افغانستان په انتخاباتو کې د کاندیدانو ملاتړ زیاتره د شخصي او ډلییزو امتیازاتو و چوکیو پر اساس کيږي؛ دلته لا هم شعار واک ته د رسېدو وسیله ده، نه دا چې قدرت د خلکو د خدمت په وسیله بدل شي.

ډاکتر اشرف غني هم له دغه نادوده دود څخه مستثنا نه وو؛ موږ د نوموړي په دقیق تخنیکي مغز او فکري نوښتو و تحلیلو کې شک نه وینو خو سیاست یې د سیاستپوهنې له پرنسیپ څخه منحرف وو او دی، په دې مانا چې په ډیموکراټیکو  سیاستو کې د سیاسي واک قاعده پر ګوندو اُستواره وي خو نوموړی د سیاسي لوبې او واک شوقي دی مګر لوبه یې قاعده منه نه ده، همدا علت وو چې د ټاکنیز کمپاین پر مهال یې د خپلې سیاسي لوبې لپاره متزلزله او مصنوعي قاعده رامنځته کړه، یانې د کمپاین شریکان يي د فکري طرحې او ستراتېژۍ په جاذبه نه وو را جذب کړي او نه هغو ته ستراتیژیکو اهدافو څه اهمیت درلود، اکثر یې یوازې د ځان او خپلو ناقانونه ډلو و ډلګیو د منافعو د تامین په مُزمن جنون مبتلا ول؛ په دوی کې په څرګند ډول مشهور غله، قاتلان، غاصبان، فاسدان، رشوت خوران، په پردیو استخباراتو پورې اوېزان او د هر ډول ملي- وطني ارزښتو پر سر معامله ګران شامل ول.

 ودان افغانستان ګوند په ډاډ سره ادعا کولای شي چې یوازنی ګوند وو چې په دوهم پړاو ټاکنو کې یې د ښاغلي غني ملاتړ یوازې او یوازې د نوموړي له ستراتیژیکو، دقیقو او اکاډمیکو طرحو سره د هماهنګۍ او همرنګۍ پر اساس وکړ او د هیڅ راز امتیاز طمع یې را مخې ته نکړه؛ همدا لامل وو چې کله نوموړی واک ته ورسېد نو هغو ته، چې پر ذایقه برابر امتیازات و نه رسېدل، مخامخ یې له حکومت سره اختلاف نه، بلکې سمه دښمنې اعلان کړه لکه د افغان ملت ګوند مشر ډاکتر انورالحق احدي خو د جنون هغه برید ته ورسېد چې ان د حکومت په ضد کې یې خپل ګوندي ارزښتونه هم تر پښو لاندې کړل او په اصطلاح د نوي افغانستان جبهه په نوم یې اپوزیسیون را منځته کړ چې له سیاسي کومېډۍ پرته بل نوم نشي پر ایښوول کېدای؛ هغوی چې د واک په ونډه ور ګډ شول، هم د قانوني کنټرول او لږ سهم له امله ناراض دي لکه احمد ضیاء مسعود، جنرال دوستم او نور؛ خو له نېکه مرغه، (و.ا.ګ) چې د ښاغلي غني د ملاتړ په مقابل کې یې آن یوه غړي ته د یوه عادي ماموریت په کچه هم امتیاز نه دی ور کړ شوی نو نه یوازې پر دې اساس ځنې ناراض نه دی بلکې له فکري- علمي طرحو سره یې اوس هم یوه خوله او حامي دی البته د بې قاعدې سیاسي لوبو، ناکامیو او کمزوریو د منطقې نقد حق په هر صورت ځانته خوندي ګڼي، دا نیوکه یې پر کړې او هم به یې کوي خو هلته چې خبره د علمي- ضروري طرحو بحث ته وزي بیا به نو ور سره همغاړی او همږغی روان وي؛ راځئ چې د ښاغلي غني او (و.ا.ګ) له ستراتیژیکو- فکري مشترکاتو څخه د یوه، چې هغه د افغانستان د اقتصادي ښېزارۍ او افغان انسان د هوسایۍ په برخه کې د زراعتي سکټور اساسي نقش دی، پرتلیزه یادونه وکړو:

د روان ۱۳۹۴ کال د حوت پر اوله ولسمشر غني د کرنیزې ودې او ترویج په څلورم ملي کنفرانس کې وویل چې د افغانستان عزت و سرلوړې د کرنیز سکټور له ودې و پراختیا سره غوټه ده، پر همدې اساس د زراعت وده و دودونه د حکومت له مهمو لومړیتوبو څخه ده ځکه زموږ سیاسي، اقتصادي او سیاسي ثبات له زراعت سره تړلی دی.

ده وویل چې زموږ ډېر خلک په کرنه و مالدارې بوخت دي او زموږ بزګر د لوږې او فقر د مخنیوي لپاره لاس را کولای شي نو د زراعت د دود و پراختیا لپاره باید د بزګرو له اړتیا سره سم زراعت پوهنځي عیار شي او دا په دې خاطر  چې علم د بزګر و باغوان له عمل سره اړیکه پیدا کړي.

ولسمشر دا هم وویل چې د زراعت د دود و پراختیا لپاره د ټولو وزارتو ونډه مهمه ده او باید په دې برخه کې کې په ګډه کار وکړي؛ زیاته یې کړه چې ټوله دولتي دستګاه او شخصاً دی خپله کرنیز سکټور ته د زیات ارزښت په سترګه ګوري نو ټول د کابینې غړي باید له زراعت وزارت سره په همږغي کار وکړي ځکه د زراعت موضوع لومړیتوب لري او یوازې په کرنې وزارت پورې تړلې نه ده او هم یې د ښار و کلي تر منځ د اړیکیو پر ټینګښت ټینګار وکړ.

ودان افغانستان ګوند هم په خپله کړنلار کې څرګنده کړې: «تر هغې چې ګوند، د اپوزیسیوني مبارزې له لارې خپله ستراتېژې پلې کولای شي، دولتي واک ته د رسېدلو هڅه نه کوي.» (کړنلار، مخ ۸)

که څه هم د ګوند یو شمېر منتقدینو دا یو تېر ایستونکی شعار بللی خو موږ خوښ یو چې دا مهال د ګوند له ادرسه هیڅ دولتي واک نلرو اما د زراعت په برخه کې د دولت د دغې دقیقې توجه سل په سلو کې ملاتړ کوو او که هر څوک دغه ستراتیژې واقعاً تطبیق کړي مو بیا نو موږ ځانونه هدف ته رسېدلي ګڼو او هیڅکله په دغه برخه کې د واک اخیستو هیله او هڅه نلرو.

(و.ا.ګ) نژدې دوې نیمې لسیزې وړاندې په دې باب خپلې علمي څېړنې داسې تیوریزه کړي دي:

«(و.ا.ګ) د خپلو اقتصادي- ټولنپوهنیزو کتنو، څېړنو او هراړخیزو ارزونو په پای کې پوره باوري شوی چې (د افغانستان د نوې رغاونې لار له کروندو تیریږي.)

ګوند د افغانستان په اقتصاد کې د کرنیز سکټور د نویوالي او پراختیا لومړیتوب ته د لاندینیو لاملو له مخې پام ور اړوي:

۱- د افغانستان د اوسېدونکیو په سلو کې تر اتیا ډېر د کرنې له لارې ژوند کوي.

۲- کرنیز سکټور پر خپل اقتصادي اړخ سربېره په افغانستان کې د ټولنیزې وزګارۍ د له منځه وړو بنسټیزه او لومړنۍ لار ده.

۳- د افغانستان د اقتصادي ودې تر ټولو لنډه او ارزانه لار له کرنې پېلېږي چې د صنعتې ودې لپاره د یو شمېر اومو توکیو په ګډون د بودیجې اسانتیاوې برابرولای شي.

۴- تر هر څه له مخه د انسان لومړنۍ اړتیاوې د ډېرې پاملرنې وړ دي او د دغو اړتیاوو ستره برخه د کرنې له لارې پوره کېدای شي.

۵- د افغانستان ځانګړي اقلیمي شرایط (اوږد دوبی او تودې لمر وړانګې) د کرنیزې ودې غوره وړتیا لري او د لوړ کیفیت کرنیز توکي پکې کرل کېدای شي.

۶- کتنې ښيي چې هیواد د شتو بېځمکو او لږ ځمکو کروندګرو کورنیو د غوښتنو په پرتله، دومره پراخې ناکرلې دولتي بیدیاوې او اوبه لري چې د ټولو تر اړتیا ډېرېږي.

– د چاپېریال ساتنې تر ټولو غوره لار د کرنې پراختیا ده.» (کړنلار، مخونه: ۲۲- ۲۳)

کرنه، نه یوازې په افغانستان بلکې ټوله نړۍ کې د انساني پرمختیا او تمدن بنیاد جوړوي ځکه غونډې بشري اړتیاوې ور پورې نښتې دي او دلته خو یې اهمیت لا پسې زیاتېږي چې نن- سبا د ځمکې کُره او ور پکښې مېشت بشر د خوراکي توکو له کمښت سره مخ او دا بحران ورځ تر بلې لا زیاتیږي؛ دا ډېر عوامل لري خو څو عمده یې، د فاجعې تر بریده د نړیوال نفوس ډېرښت، فیشني ژوند ته لېونی تمایل، په صنعت کې د خوراکي توکو استعمال، زراعتي ځمکې په استوګنو سیمو بدلول، پرلپسې وچکالۍ او ډاروونکي اقلیمي بدلونونه دي.

ښايي درنو لوستونکو ته سوال پیدا شي چې یو ماډرن سیاسي ګوند، څنګه په روانو ژورو او هراړخیزو بحرانو کې پر زراعت دومره تمرکز کوي؟ خو زموږ جدي جواب دا دی چې زراعت او ور پورې اړوند وزارتونه په اصل کې د سولې او ثبات وزارتونه دي؛ موږ په ګرنټي سره ټټر وهو چې حکومت دې د زراعت په برخه کې په اکاډمیک او مخلصانه ډول خپلې ستراتېژۍ پلې کړي، که دایمي سولې و ثبات ته لار خلاصه نه شوه، موږ په هغه ورځ د خپل ګوند ټغر خپله ټولوو.

One thought on “زراعت؛ د سولې و ثبات وزارت”
  1. د واګ ګوندي رهبرۍ او غړو ته سلامونه او نیکې هيلې وړاندې کوم ، واقعآ ډیرې اساسي موضوع ته یې پام شوي دی ، د کرنې سکتور د هیواد ستون فقرات جوړوي ، که حکومت ورته جدی توجه وکړي ډیر زر به هیواد له روانو خرابو حالاتو وژغورل شي ، تنها که د انافغانستان د روانو اوبو ښه مد یریت وشي ، د افغانستان په ملي عوایدو کې به د پام وړ لوړوالي راشي ، تنها کې د افغانستان شاړې دښتې تر اوبو لاندې شې د افغان په ژوند کې به ډیر پراخ بدلون راشي، نو اړینه ده چې حکومت او نورې نړیوالۍ ادارې کرنیز سکتور ته پاملرنه وکړي واقعآ دا کار به د سولې ثبات سره هم مرسته وکړي .د یوه پرمخ تللی افغانستان په هیله . ،

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *