په پکتیکا کې به د نوي کال په راتګ سره لسګونه زره نیالګي کېنول شي خو دا لړۍ به د زرغونې پکتیکا په نوم د یوه منظم پروګرام له لارې ترسره کیږي.
دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ د نیالګیو د کېنولو او ساتلو ځانګړې مشورتي ناسته کې ترسره شوې.
په یاده ناسته کې د پکتیکا ولایتي مسؤلینو، قومي مشرانو، دیني عالمانو، ژورنالیستانو، د مدني ټولنو استازو او ځوانانو برخه اخیستي وه.
پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وویل چې پکتیکا د کرنې په ځانګړې ډول د باغدارۍ لپاره مناسبه سیمه ده نو په کار ده چې په دې برخه کې جدي کار ترسره شي.
ښاغلي وحدت وویل چې د راتلونکي کال لپاره یې د پکتیکا د زرغونیا په موخه منظم پلان ترتیب کړی چې د خلکو په همکارۍ به یې په ښه ډول تطبیق کړي.
د وحدت په خبره، دا ځل نه یوازې نیالګي کېنوي بلکې د ساتنې په برخه کې یې هم د خلکو په مرسته جدي هلې ځلې ترسره کوي.
د مشورتي ناستې ګډونوالو په دې بحث وکړ چې څنګه کولای شي، پکتیکا کې د نیالګیو کېنولو پروسه په ښه شان سره ترسره کړي او د ساتنې په برخه کې یې جدي کار وکړي.
ګډونوالو وویل، د نیالګیو د کېښنولو لپاره دې مناسب ځایونه په نښه شي او د نیالګیو د را نیولو لپاره دې له ملي او سیمه ایزو سوداګرو سره اړیکې ونیول شي.
ګډونوالو دغه راز د رسنیو له لارې د عامه پوهاي ترسره کول اړین وبلل او د رسنیو استازو هم ژمنه وکړه چې په دې برخه کې به خپل رسنیز رسالت په ښه شکل ادا کوي.
د ناستې ګډونوالو همداراز په دیني عالمانو او قومي مشرانو غږ وکړ چې په جوماتونو، کلیو او بانډو کې خلک د نیالګیو له ګټو او اهیمیته خبر کړي.
د مشورتي ناستې ګډونوالو ژمنه وکړه چې د خلکو په همکارۍ به هڅه وکړه څو د کېنول کېدونکو نیالګیو سمه ساتنه وکړي او له وچېدو یې وساتي.
د یادونې ده چې د ناستې په وروستیو کې یو کمیسیون جوړ شو او د هغې په چوکاټ کې درې کمېټې تبلیغاتي کمېټه، تدرکاتي کمېټه او اجرائیه کمېټه اېجاد شوې.
یادې کمېټې به د نیالګیو کېنولو او ساتلو په برخه کې خپلې چارې په منظم ډول ترسره کوي.