په غیردرسي کتابونو کې مې لومړنی کتاب چې په ژوند کې ولوست، ( ملي هینداره ) و. د ملي هیندارې دې نارې تر بلې هرې یوې ډېر اثر راباندې وکړ او عجبه دا ده چې د وخت په تېرېدو سره یې اغیز کم شوی نه دی:

که بهېږي یو زرغون لښتی بهېږي

دغه سر یې د ادم پر باغ لګېږي

پرې کرلي یې لونګ دي لویه خدایه

لاچي هم پرې زرغونېږي، زرغونېږي

یو لښتی چې د ونو او بوټو د زرغونو پاڼو سیوري یې روڼې اوبه زرغونې کړې دي، د یو باغ په لور بهېږي. دا ښایسته منظره ده او په عین حال کې مرموزه منظره ده،ځکه د بې شمېرو ونو، غنو، بوټو په منځ کې ویاله چې یو بل مرموز ځای یعنې باغ ته رسېږي، هم د پناه او خوندیتوب خوندور احساس راکوي او هم مو تخیل پاروي. په دې ونو، بوټو او اوبو کې به څه رازونه وي؟ کومې مېوې؟ کومې حشرې؟ کوم عطرونه؟…

دا هغه تصور او احساس دی چې د ذکر شوې نارې په باب په ماشومتوب کې راسره وو او اوس هم راسره شته خو د وخت په تېرېدو سره مې په نظر کې دا فرق راغلی دی چې اوس په اوبو کې لا لوی راز او سیمبولزم وینم.

د لرغوني مصر، هند او بین النهرین د خلکو په باورونو کې اوبه سپېڅلې او له رازونو مالامالې دي. د زردشتي عقیدو یوه مهمه الهه ( اناهیتا) د اوبو رب النوعه او ساتندویه بلل شوې ده. ابوریحان البیروني وايي چې په هند کې یې داسې فرقه ولیده چې د اوبو لمانځنه یې کوله.د بین النهرین خلکو عقیده لرله چې اول په دنیا کې یوازې اوبه وې او بیا په اوبو کې ځمکې، اسمانونه او بنیادمان پیدا شول. اوبو ته د ژوند او خلقت د ابتدا او منشا په حیث په نورو عقیدو کې هم اشارې شوې دي. زموږ په کلچر کې اوبه د ژوند او رڼایي نخښه ده. یو څوک چې په لرې سفر روانېږي د کور کسان یې اوبه ورپسې ښندي او په دې ډول د هغه د ژوند او نېکمرغۍ ارزو کوي. د مسلمانانو په روایاتو کې یوه چینه ده چې که هر څوک پکې ولامبي یا یې اوبه وڅښي، همېشنی ژوند به یې په نصیب شي. دغه چینه په تیاره او ظلماتو کې واقع ده. سکندر ورپسې ډېر وګرځېد خو پیدا یې نه کړه مګر خضر هغه څوک دی چې د دې چینې اوبه یې څښلې او تلپاتې ژوند یې په نصیب شوی دی. دغه چینه د حیات، آب حیات یا خضر په نومونو یاده شوې ده. د کابل د شهدای صالحین د مقبرې لویدیځ لور ته په غره کې یوه چینه ده چې خضر یې بولي. چینه په یوه سمڅه کې ده. د سمڅې په خوله کې د غره تیږې سره ورغلې دي. زه چې دوه کاله پخوا په دې چېنې پسې غره ته وختم او د چینې له تنګې خولې تېرېدم ،داسې وېره راپیدا شوه لکه په خوب کې چې بنیادم له یوه تنګ ځایه وېرېږي او پکې بندېږي. خضر له زحمتونو وروسته چینې ته ورسېد. ګومان کوم که د چینې خوله تنګه او د ظلماتو غوندې وېروونکې نه وای، نوم به یې خضر نه و. خضر چې د تلپاتې حقیقت د چینې اوبه یې څښلي دي، په عرفاني تصور کې د مرشد مقام لري. په عرفاني ادب کې د حیات د اوبو له څښلو څخه مقصد د پاکې مینې او محبت لرل دي.په اساطیري او لرغونو باورونو کې اوبه د ژوند او مینې د سیمبول په توګه راغلي دي.

د دې لنډۍ تاثیر ځکه زیات دی چې له سپوږمۍ ( = د هدایت رڼا، مرشد، معشوقه) او سیند(= عشق، د مینې تجربه، د سلوک لاره) څخه یې سیبمولیکې معناوې اخیستلای شو:

سپوږمۍ په غره راپورته کېږه

چې مسافر په سیند ګډېږي، ډوب به شینه

اوبه د ژوند، مینې، شهوت، ښېرازۍ، زنا او ښکلا د سیمبول په حیث په ادبي آثارو او اساطیرو کې بیا بیا راغلي دي او ارواپوهانو منلې ده چې اوبه په خوبونو او لاشعور کې هم ذکر شوې سیبمولیکې معناوې لري. کله چې مونږ د اوبو رمزي معناوې په نظر کې ولرو، نه یوازې د ادم او درخانۍ د نکل د پاسنۍ نارې پټ او مرموز مفهوم ته ورنژدې کېږو بلکې په ګڼو نکلونو، بیتونو، لنډیو، اساطیرو او ادبي آثارو کې د اوبو لا ژورې او مرموزې معنا ته رسېدل راته اسانېږي. د درخانۍ د دې نارې معنا او مرموزه ښکلا هم هغه وخت ښه احساسولای شو چې د اوبو سیمبولیزم په نظر کې ولرو:

زه درخو یم درته وایم چې اوبه وینم بېرېږم

د ادم له مستې مینې په نایاب دریاب ګډېږم

زه د دې لاندې لنډۍ په معنا نه پوهېږم او ګومان کوم چې د نه پوهېدا یوه وجه یې د اوبو په کلمه کې نغښتی رمز دی:

یو ځلې تېر شوې بیا راتېر شوې

لار دې ژوره کړه اوبه راستنیوینه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *