د جمعه خان همدرد د ولايت او حاکميت پر مهال د پکتيا يوه لويه ولسوالي(زرمت) د ځايي حکومت او وسله والو له لوري تر دې حده وځپل شوه، چې د پرمختګ هيڅ کار خو پکې ونه شو، چې په نږدې هر دويم کور کې د غم کټوې باندې شوې. وسله والو طالبانو پکې اکثريت د کار خلک د جاسوس په نوم شهيدان کړل او د بهرنيو ځواکونو د خپل سريو عملياتو له کبله يې هم اکثريت باسواده ځوانان وځورول شول، چې هيڅ ګناه يې تر اخره معلومه نه شوه.
د نصرت ارسلا د ولايت له لوري هم يادې ولسوالي ته هيڅ توجه نه کېږي، بلکې لا خلک يې په يو او بل نوم ځورول کېږي، د دې بې کفايته والي له لوري هم په دې ولسوالي کې ګڼې ستونزې رامنځ ته شوې دي.
په دې جنګ ځپلې ولسوالي کې اوس هم د ځايي حکومتي مشرانو او د وسله والو طالبانو د قومندانانو شخصي ګټې خوندي دي، چې تر اوسه د همدې ګټو په خاطر د جنګ لمبې پکې تازه ساتل شوې دي.
لومړی خو دا چې د والي، امنيه قوندان، د پارلمان وکيلانو، د ولايتي شورا د استازو، د سنا مجلس د استازو د دې ولسوالۍ په خيالي امنيتي ځواکونو، ښوونکو او اداري مامورينو کې سهم دی، چې دوی نه غواړي، په دې ولسوالي کې امن راشي او اوبه رڼې شي.

دويمه وجه يې دا ده، چې د ګردېز ـ غزني او ګردېز ـ پکتيکا لويې لارې له همدې ولسوالي تېرې شوې دي، چې د لارې په اوږدو کې له شلو زياتې امنيتي پوستې دي او دا هره امنيتي پوسته له لويو بار وړونکو موټرونو څخه پيسې اخلي، چې امنيتي چارواکې له همدې کبله هم نه غواړي، په دې ولسوالي کې امن راشي.
درېيمه لويه وجه يې دا ده، چې د ولسوالي په مرکز او ښارګوټي کې د اداري مامورينو، ولسوال او امنيتي کسانو لپاره د چور او تالان ښه زمينه برابره ده. دوی هر ډول فساد کوي او وخت تېروي.
څلورمه لويه وجه يې دا ده، چې دا لويه ولسوالي هيڅ غمخور نه لري. په سنا مجلس کې يوازې د وکيل باز په نوم تش په نوم يو مشر لري، چې کور يې په پاکستان کې دی او د افغان حکومت په پرتله کېدای شي، پاکستان ته ډېر ژمن وي.
پنڅمه لويه وجه يې دا ده، چې په زرمت غوندې ولسواليو کې د بهرنيو ځواکونو د (جنګي دوام) پروژه په ښه برياليتوب تر سره کېږي.
دا خو د افغان حکومت اړوند لوی لاملونه دي، چې دې ولسوالي ته پام نه کوي، وسله والو طالبانو دا ولسوالي د مرګ تر حده ځپلې، چې ځينې لاملونه د هغو اړخ ته هم شته، چې په دې ولسوالي کې خپلې ګټې خوندي کړې دي او نه غواړي، دا ولسوالي په اساني پرېږدي.
لومړی لوی لامل دا دی، چې دا ولسوالي د طالبانو د مبتذلو فکرونو د روزنې لپاره يو ښه بستر دی، هغوی هغه خلک وژلي، تهديد کړي او فرار کړي، چې د دوی د ناوړه کړنو مخالفت يې کاوه نو د دوی په مقابل کې هيڅ خنډ نشته.
دويم لوی لامل دا دی، چې طالبان د ذکات، عشر او نورو نومونو پر اساس ميلونران شول. هغوی چې له هر چا هر څه غواړي، څوک يې په مقابل کې نشته، چې د دوی د کړنو مخالفت وکړي او شتمن خلک يې ټول دوی زبېښي، دا وخت د غنمو د حاصلاتو را ټولولو وخت دی، چې طالبان به د تېر کال په څېر له هره کوره شپږ منه غنم په جبر توګه وړي.
درېيم لوی لامل يې دا دی، چې ځوانانو ته وزګارتيا همدا يوه لاره پرې ايښې، چې بايد له طالبانوسره يو ځای شي.
څلورم لوی لامل يې دا دی، چې وسله وال طالبانو له همدې مرکزي ولسوالي څخه د پکتيا، پکتيکا، غزني، لوګر او خوست جبهيې تمويلوي، چې دا يې ما ته تر ټولو لوی لامل ښکاري.
طالبانو دې ولسوالي ته کوم زيانونه اړولي: معارف په بشپړه مانا د طالبانو په اختيار کې دی او ځايي حکومت هم ورته خاص پام نه کوي. د ولسوالي په ټولو ساحو کې د دوی د فرمان لاندې خلک ژوند کوي، چې خپلې شخصي ګټې دوی په همدې طريقه پالي. هغوی چې په طالبانو کې واک او ځواک لري، له خپلو تربورانو په اسانۍ انتقام اخلي.
زموږ غوښتنې:
لومړی خو دې ولسمشر دې ولسوالي ته ځانګړی پام وکړي، هغه ستونزي، چې د هيواد په هيڅ ګوټ کې نشته، په دې ولسوالي کې شته او خلک يې د ژوند کولو هيڅ لاره نه لري نو ښه دا ده، چې ولسمشر ورته خاص پام وکړي.
له وسله والو طالبانو مو هم غوښتنه دا ده، چې نور دې دا مظلوم خلک نه ځوروي، نور دا خلک د وژلو او تهديد او وېرې هيڅ توانايي نه لري، هغه کونډي، هغه يتيمان… چې د دوی د جهادي جذبو په غوبل کې سلګي وهي، بس دي…
درېيمه غوښتنه مو له نصرت الله ارسلا ده، چې بايد دې ولسوالي ته ځانګړی پام وکړي، د جمعه خان همدرد پاليسي دې نه تعقيبوي، خلکو ته دې يو څه د خير رسولو اراده ولري، د لويې لارو د جوړېدو پيسې دې کورونو ته نه وړي.
دا ليکنه د زرمت ولسوالي په باره کې يو رښتينی حقيت دی، موږ د همداسې حقايقو د خپرېدو په اميد يو.