درېيمه برخه
سړی د غار خولې ته ودرېد، ټوپک يې پر يوه هواره ډبره کېښود، د دوو تېږو تر مينځ راوتلی بوټی يې وڅانډه، د بوټې پاڼې يې پزې ته ور نږدې کړې، سا يې کش کړه، تر ډېره يې سترګې پټې وې…. بېرته يې ټوپک ور واخيست، غار ته ننوت.
غار ارت و، سړي يواځې يو ځای ملا کړوپه کړه، بېرته نيغ شو. مخکې لاړ، په پراخ ځای کې ودرېد، ځای د يوې غټې کوټې په اندازه و.
سړي شاوخوا وکتل، ټوپک يې کېښود، ښويې ولاړې ډبرې ته کېناست، ډبره له سپينو ليکو ډکه وه.
سړي شونډې ور نږدې کړې، ډبره يې ښکل کړه، له خاورو يې د ماتې پيالې لاستی راپورته کړ، لمن يې پرې تېره کړه، په زړه پورې يې ونيو.
ولاړ شو، د پيالې لاستی يې له ماتو بنګړيو، زړې ښځينه چپلکې، د مبايل له شکېدلي سپېره پوښ او جارو سره کېښود. په خاورو کې ستوني ستغ اوږد وغځېد، پورته يې وکتل، له ډبرو وچ واښه راوتلي وو.
سړي سړه سا وايسته، سترګې يې پټې کړې، په اوبو کې د څاڅکو د لوېدو غږ راته.
په اوبو کې چړپا شوه، سړی په بېړه ټوپک ته ور وښوېد، ګيدړې مخامخ منډه راواخيسته، ټوپ يې کړل، لنده لکۍ يې د سړي پر مخ ولګېده، ښويه له غاره ووته.
سړي لاړې تو کړې، خپل لستوڼی يې پر خوله تېر کړ، طوطي ته يې وکتل، د دوو ډبرو په مينځ کې ننوتی و.
ولاړ شو، د کوټې په بل سر کې پرې شوي غار ته ودرېد، ملا يې کړوپه کړه، مخکې لاړ، چونګی يې واورېد، سړي ټوپک هماغه خواته ور واړاوه، يوه شېبه ودرېد، سترګې يې له تيارې سره اشنا شوې، د اوبو د کوچيني ډنډ پر ژۍ د ګيدړې بچيان پراته وو.
سړي خپلې پزې ته لاس ور ووړ، پورته يې وکتل، د اوبو دوهم څاڅکی يې سترګې ته سيخ شو، خوله يې وازه کړه، څاڅکی يې پر شونډو ولګېد، ويې خندل، بېرته خپل ځای ته راغی، طوطي ته يې وکتل، ويې ويل:
_اه! دومره ډار هم ښه نه دی.
طوطي يې د ډبرو له مينځه را وايست. اوږد وغځېد، طوطي يې پر خپل ټټر کېناوه، ورو يې وويل:
_پوه شوم، دې ځای خوند درنه کړ، خو مجبوره يې چی يوه شپه همدلته تېره کړې، پوهېږې، په دې ځای کې مې ډېر يادونه پراته دي.
سړي يودم وخندل، د طوطي مښوکه يې په خپله ګوته ووهله، ورو يې وويل:
_هاغه هواره ډبره وينې؟ ليکو ته يې وګوره، همدا سپينې ليکې د زرو د لاس نښې دي.
يوه ورځ د خوړو په موندلو پسې د باندې ووتم، سات، نيم سات وروسته بېرته راغلم، زرو په يوه سپينه ډبره همدا ليکې ايستلې، زما په ليدو يې راته وويل:
_نن مو څوومه ده؟
پوه شوم چې د ورځو حساب کوي، هره ليکه، مانا يوه ورځ.
ورو مې وويل:
_دلته دې دومره ژر زړه شين شو؟
په بېړه يې راته وکتل، زرو خپله غوسه نه شوی پټولی، هر څه يې په څېره کې راتلل، په غوسه کې به يې شونډې رپېدلې.
خبره مې واړوله، خو هغه ولاړه شوه، لېرې کېناسته. ورغلم، د هغې سر مې په خپل ټټر پورې ټينګ ونيو، زرو يو دم وژړل. په ډک ستوني يې وويل:
_بيا داسې ونه وايې.
زنه مې د هغې پر ککرۍ کېښوده.
زرو وويل:
_په اور او اوبو، دواړو کې درسره يم.
ومې ويل:
_اتمه.
په ژړاکې يې وخندل:
_د څه اتمه؟
_نن مو اتمه ورځ ده چې دلته اوسو.
زرو په بېړه تيږې ته ورغله، دوې نورې ليکې يې هم وايستې.
سړی ټوخي واخيست، خبرې يې پرې شوې. ويې ويل:
_زرو به هره ورځ يوه ليکه ايستله، ټولې څلور شپېته ليکې دي، څه باندې دوې مياشتې.
سړی غلی شو، ورو يې ويل:
په دې ځای پسې مې د ژوند خوږې شېبې تړلې دي.
طوطي ته يې وکتل، ويې خندل:
_غزني ته به نه يې تللی، ډاډه يم، که غږېدای، ځواب به دې ( نه ) و. ځکه غزني سوړ ولايت دی، زه همالته پيدا او را لوی شوی يم، په اته ويشتو کالونو کې مې شين طوطي ونه ليد.
ما په لومړي ځل شنه طوطيان دوه کاله مخکې د لته د نورستان په ځنګلونو کې وليدل. اه، کيسه مې کوله، د غزني د قره باغ او مقر تر مينځ يو غر دی، خلک يې د (شير غر) بولي، ماشوم وم، له خپل پلار سره همدې غره ته په بوټو پسې لاړم، د سپيرو غرونو په مينځ کې همدا يوه غره ونې درلودې، ګڼې نه وې، د ترخو بادامو درې_ څلور سوه زړې ونې ولاړې وې.
پلار مې د غره ترخو او ګونګلانو ( يو غرنی بوټی دی) ته د کولنګ تېره څوکه ونيوله، له وار سره به بوټی له رېښو سره راوخوت.
له پلاره مې وپوښتل:
_دادا! ولې د بادامو ړنګې، وچې ونې نه وړو؟
پلار مې په بېړه راته وکتل، تندی يې تريو و، په خشکه يې وويل:
_توبه وباسه! بيا داسې چټياټ ونه وايې!
ما د بادامو ونو ته وکتل، تر ونو لاندې رالوېدلي، زاړه وچ ښاخونه پراته وو.
پلار مې وويل:
_ګناه لري؟
حيران شوم:
_څه ګناه، هسي ورستېږي، ښه ده چې تنور ورباندې بل کو.
پلار مې کولنګ کېښود، راغی، په جګو پښو راته کېناست، زما پر اوږو يې غبرګ لاسونه کېښودل، ورو يې وويل:
_ګوره کامرانه زويه! تر اوسه دريو کسانو دا لرګي خپلو کورونو ته وړي دي، خو ښه ورځ يې ونه ليده،د يوه غبرګې غواوې مړې شوې، د دويم په کور کې له درېيو پښتو ( نسلونو ) راهيسي جينکۍ زېږېدلې، درېيم ته هم خدای لويه رسوايي ور واړوله، لور يې له يوه اوښپه سره وتښتېده.
پلار مې ولاړ شو، کولنګ يې ور واخيست، ويې ويل:
_نو چا چې د ترخو بادامو دا لرګي وړي دي، ښه ورځ يې نه ده ليدلې.
ومې ويل:
_دا کسان پېژنې؟
پلارمې يوه بوټي ته کولنګ ور واچاوه، پرته له دې چې راته وګوري، ويې ويل:
_نه، دا پخوانۍ اوازې دي، په وړکتوب کې مې له خپل پلاره واورېدې!
_نو ولې؟ په دې ونو کې څه دې چې …
پلار مې په خبره کې راولوېد:
_اوس دا بوټي راپسې راټول که.
تر غرمې د خرې مضبوط بار برابر شو، د راتګ په وخت مې پلار لاره کږه کړه.
ومې ويل:
_کلی خو هاخوا دی.
پلار مې وخندل:
_راځه!
خره په سپېرو تېږو کې کښته روانه وه. ځای ځای به يې ټوډه ووهله، خو زما پلار قوي مټې درلودې، ټول عمر يې په نجارۍ کې تېر کړی و، بار يې لوېدو ته نه ورکاوه.
يو ځای يې خره ودروله، پلار مې تر مټ ونيولم، ارت غار ته ور ننوتو، په پراخ ځای کې له سپينې تيږې جوړه ښځه ناسته وه.
پلار مې غبرګ لاسونه لپه کړل، شونډې يې وخوځېدې، خو پوه نه شوم چې څه وايي، وروسته يې زما له اوږې سره خپله څنګله وجنګوله، ور ومې کتل، په اشاره يې پوه کړم چې دعا وکه!
وار له واره مې د روزيګل نوی بايسکل سترګو ته ودرېد.
ومې ويل:
_خدايه، روزيګل له بايسکله خلاص که.
روزي ګل زموږ همزولی و، مکتب ته به يوځای پلي سره تلو، خو وروسته يې پلار نوی بايسکل ورته واخيست، کله چې به تر موږ تېر شو، نو له روان بايسکله به يې پښه وغځوله، د بوټ پونده به يې د لارې مړو خاورو ته سيخه کړه، ټول ماشومان به پولي ته وختل.
پلار مې تر مټ ونيولم، ويې ويل:
_د ښځې تر مخ د جامو مينځلو تشت وينې؟
لاندې مې وکتل، سپينه ډبره د کاسې په څېر جوړه شوې وه.
پلار مې وويل:
_سلګونه کاله پخوا، همدې ښځې دلته جامې مينځلې، يودم کوپار ورباندې راغلل، ښځه په خپل عزت ووېرېده، خدای ته يې لاسونه لپه کړل، د نازولو بندګانو دعا ژر قبلېږي. ښځه په تېږه بدله شوه.
پلار مې پر اوږه سوک راکړ:
_اوس پوه شوې چې په دې غره کې د بادامو دا وچ لرګي ولې څوک نه شي وړلی! د خدای د دې نازولې له ښېرا څخه وېرېږي.
شاوخوا مې وکتل، پر يوه هواره تېږه، غوړ مات شيطان څراغ او څو خيرن زاړه بوتلونه پراته وو.
پلار مې وويل:
_دې ځای ته هندوان هم اخترام ( احترام ) لري، بس، يواځې ، څو کاله مخکې لا دلته هندوان او سکان راتلل، ديګ به يې کاوه، وروسته به يې د شړشمو په تېلو څڼې غوړې کړې، دايره به يې جوړه کړه، تر شيطان څراغ به راګرځېدل.
سړی يو ناڅاپه نېغ کېناست، واسکټ او کميس يې په بېړه وايستل، کميس يې ټکواهه، وړه څرمښکۍ پر ځمکه ولوېده.
سړي وخندل:
_اه! له غونډله مې زړه چوي.
بېرته يې کميس واغوست، خو واسکټ يې تر سر لاندې کړ، طوطي ته يې وکتل، ويې ويل:
_هغه مجسمه مې بيا ونه ليده، زموږ له سيمې ليرې وه، د پښو درې _څلور ساعته مزل يې غوښت، خو له کوچيانو به خبرېدم چې مجسمه په خپل ځای ولاړه ده، ان طالبانو د بودا مجسمه ړنګه کړه، خو د (شير ) د غره مجسمې ته يې څه ونه ويل، خو د کرزي د حکومت په پنځم، شپږم کال خبر شوم چې چا له بېخه اره کړې ده. خلکو دوې خبرې کولې، ځينو ويل چې د امريکايانو څرخکې ورته کېناستې، خو نور په دې باور و چې مجسمه تر پاکستانه ورسېده.
سړي سړه سا وايسته، طوطي ته يې وکتل، ويې ويل:
د شير غار هندوانو او مسلمانانو ، دواړو ته داسې مقدس و، لکه ماته دا ځای، زه په کال کې دوه درې ځله دې غار ته راخېژم.دا ځای د زرو له خاطرو ډک دی، په هره تېږه يې لاس لګيدلی.
يودم کېناست، غولي ته يې وکتل:
_طوطي! زرو به همدلته ګرځېده، په خاورو کې به يې اوس هم پلونه پاتې وي، هاغه تېږه وينې؟ ولي به يې ورته لګولي وو؛ خبرې به يې کولې؛ خندل يې، خندا به يې په ولاړو تيږو ولګېده، انعکاس به يې وکړ، بېرته به راوګرځېده. اه! دا غار ډېر بختور دی، د زرو خندا يې اورېدلې ده.
راځه!
سړی په بېړه ولاړ شو، طوطي يې تر وزر ونيو، طوطي کريژه کړه، سړی واړه غار ته ننوت، ويې ويل:
_په اوبو کې د څاڅکو د لوېدو غږ اورې!
د ګيدړې بچيان وچونګېدل.
سړي وويل:
_د چت پر سر، لږ پورته يوه چېنه بهېږي، دا څاڅکې د هماغه چېنې زېم دی، زرو به چينې ته نه تله، بس، چې تندې به واخيسته، دې څاڅکوته به يې خوله ونيوله.
ما هم ترې زده کړل، خو د زرو پېښې مې نه شوای کولای، تل به مې مخ او غاړه لانده وو.
اه! راځه، راځه چې هغه بوټی در وښيم.
سړی له غاره ووت، د لمر سترګه د مخامخ غره پر څوکه ولاړه وه، ونې توربخونه ښکارېدلې، مازې څوکو يې ژېړه رڼا کوله.
سړی د غار خولې ته ودرېد، د بوټي پاڼې يې وښورولې، پزه يې ورنږدې کړه!
_اه: څومره خوږ بوی، پوهېږې! زرو د دې بوټي په بوی نه مړېده، د ورځې به څو ځله دې بوټي ته درېده، سترګې به يې پټې وې، د بوټي له بوی څخه به يې خوند اخيست.
سړی پورته وخوت، د چينې رڼې اوبه يې خپل مخ ته ور واچولې، کېناست، طوطي يې له زنګانه وښويېد، اوبو ته يې مښوکه ور ټيټه کړه.
سړي پورته وکتل، د غره سپينه څوکه نېغه ولاړه وه، لمر ته سيخو واورو ژېړه لمبه کوله.
سړي وويل:
_يوه ورځ له زرو سره پورته وختم، دوبی و، تر واورو ورسېدو، زه ودرېدم، خو زرو په څپلکو کې مخکې تله، ځای ځای به ټيټه شوه، له سپينو واورو راوتلي ژېړ ګلان به يې راوشکول.
په اول کې يې باک نه کاوه، خو وروسته يې د پښو ګوتې سرې شوې، تر تورې پورې مې په غېږ کې راوړه.
سړي يودم وخندل:
_اه طوطي، د زرو خندا دې نو نه وه ليدلې، زړه يې له بېخه ايست. پوهېږې، زرو مې په لومړي ځل دوه نيم ، درې کاله مخکې ولېده، ما د کړکۍ له پاره لرګی اره کاوه چی يوه ماشوم چيغه کړه، ور ومې کتل، نهه يا لس کلن هلک په حويلۍ کې منډې وهلې، خپل سر او ورمېږ ته يې څپېړې نيولې وې، په منډه کوټې ته ننوت، سر مې پسې ونه ګرځاوه، بېرته مې اره راواخيسته، خو شېبه وروسته مې د يوې نجلۍ خندا واورېده، ښکلې خندا، زړه يې له بېخه ايست. ور ومې کتل، د کوټې له وره لومړۍ يوه ځوانه نجلۍ راووته، بيا څپلکه پسې راغله، نجلۍ سر ټيټ کړ، څپلکه د غواوو پښو ته نږدې ولګېده.
نجلۍ په کړکۍ کې ودرېده، په خندا يې وويل:
_چينجيه! پړسېدلې پزه دې وخورې!
يودم يې په چوتره کې منډه واخيسته، له کوټې هماغه ماشوم را ووت، پزه يې ډومبک ولاړه وه.
نجلۍ دالان ته ننوته، ماشوم هم ورغی، د يوې ښځې چيغه مې واورېده!
_سترګې لرې که نه، په ذغالو کې وختې.
نجلۍ وويل:
_ادې! ورور مې کرار که!
چوپه چوپتيا شوه، د ښځې لوړ غږ مې واورېد:
_وه زويه، کرار کېنه! له بمبرو ( غومبسو ) څه بلا غواړې.
بېرته په خپل کار بوخت شوم، خو وروسته مې د اوبو د بمبې غږ واورېد، ور ومې کتل، هماغه نجلۍ ولاړه وه، خوږه راباندې ولګېده.
له دالانه د ښځې غږ راغی!
_زرو، برګې غوا ته دوه سطله اوبه کېږده، له سهاره راهيسې تږې ولاړه ده.
سړی غلی شو. شونډې يې موسکۍ شوې، ورو يې وويل:
_اه، زرو، څومره خوږ نوم، نجلۍ زرو نومېدله.
د زرو نيکه په خپل پخواني کور کې نوې کوټې جوړې کړې وې، څلور خونې، درې تشنابه، دهلېز او د اور ځای. دې ټولو کړکۍ او دروازې غوښتې. پلار مې نجار و، د ټولو مزدوري يې يولک اوغانۍ ورسره خلاصه کړې وه.
ما هم د نجارۍ په کار کې تجربه لرله، د مکتب له وخته به دوکان ته تلم، خو له دولسمه وروسته مې يواځې نجاري کوله.
پلار به مې هم کله کله د نجارۍ نوي فرمايشونه راوړل، کوم وخت چې به کار راباندې ډېر شو، لاس به يې راسره ووړ.
ګذاره کېدله، دوه تنه وو، زه او پلار. د مور مې کلونه مخکې زړه ودرېد، مشر ورور مې له طالبانو سره د جنګ لومړي خط ته لاړ، مړی، ژوندی يې غيب شو. کشری هم په وړوکوالي کې شنې غاړې ونيو، تر ډاکټره ونه رسېد، بس، زه او پلار پاتې و، تر کور، په سارا خوشاله وم.
د زرو له نيکه سره مې په اوله کې ويلي و چې د دومره ورونو او کړکيو جوړول مياشت غواړې، کور مې ليرې دی، نه شم تلای، ده هم بله پکې ونه کړه، ويې ويل چې د شپې د تېرولو ځای له ما وغواړه.
په اول ماښام يې جومات ته بوتلم، اه، زړه مې ولړزېد، اوه، اته متره توره کوټه وه، په بر سر کې يې بله لرګينه دروازه ښکارېدله، ورغلم، دروازه مې خلاصه کړه، د فرضو ځای و. څراغ مې ورته ونيو، محراب په تورو دېوالونو کې سپين ښکارېده، ګچ يې ور کړی و.
بېرته د سنتو ځای ته راغلم. زړې توشکې هوارې وې، له سره زاړه فرش نه نمجن بوی ولاړېده. د څراغ پلته مې لوړه کړه، پر چت لوګي وهلي تور لرګي پراته ول، له پورته د غڼو ځالې راځړېدلې.
ماخستن هماغه ماشوم ډوډۍ راوړه چې غومبسو پسې اخيستی و، د پزې پاړسوب يې لا نه و ناست، د نوم پوښتنه مې ترې وکړه، خو ماشوم کاسه کېښوده او په بېړه له جوماته ووت.
د ماخستن جمې ته پنځه، شپږ کسان راغلل، زه هم په کتار کې ورسره ودرېدم. څلور رکعته لمونځ په ارامۍ سره ادا شو، خو په سنتو او وترو کې د ځمکې دربا خته…د زنګنونو د لګېدو وار نه کېده.
نهه رکعته وروسته يواځې ملا صيب پاتې و، هغه هم لنډه دعا وکړه او له جوماته ووت.
اوږد وغځېدم، وروسته مې د وره د خلاصېدو غږ واورېد. ماشوم و، ګيلاس او چايجوشه يې کېښوده. د نوم پوښتنه مې ترې وکړه، ماشوم په پټه خوله دسترخوان ټول کړ.
ليندې ته مې پام شو، ربړ يې د ماشوم د تخرګ له جېبه راوتلی و. د هغه د خوښې خبرې مې راواخيستې:
_ياره، ورک يې که، د چتکي ويشتل ډېر سخت کار دی، زړه به دې خوړين کړي.
ماشوم نيغ را وکتل، دسترخوان يې پرېښود.
ومې ويل:
_ما رنګارنګ مرغان ويشتلي دي، خو چتکی ټوپونه وهي، تر اوسه د ليندې ګيټۍ (تيږه) نه ده ورته سيخه شوې.
د ماشوم سترګې وځلېدې، په خوند يې وويل:
_چتکی نو څه شی دی، همدا نن مې له ونې کښته راوغورځاوه.
ومې ويل:
_لينده به دې اصله وي.
ماشوم په بېړه لينده را وايسته، څراغ ته يې ونيوله، کش يې کړه، ويې ويل:
_ ارزانه ليندې هم شته، خو په دې مې دوه لسګونه ور وګڼل.
لينده مې ترې واخيسته، کش مې کړه، ومې ويل:
_اصلي ده، سور ربړ ژر نه شکېږي.
ماشوم په خبره کې راولوېد:
_مخکې به مې د بايسکل له ټوپه لينده جوړوله، خو وار يې مړ و، ګيټۍ به يې تر مرغانو نه شوای رسولای.
غلی شو، لينده يې رانه واخيسته، په خوند يې وويل:
_شين توپۍ دې ويشتلې ده؟
_نه
_شين غاړی؟
_ام م م … نه
تندی يې تريو شو:
_نو ته ام ځانته ښکاري وايې؟ تا څه ويشتلي دي؟
لاره رانه ورکه شوه:
_ما، ما، هېڅ، هو رښتيا! زموږ په کلي کې خړې مرغۍ ډېرې دي، خړه مرغی، يوځل…
ماشوم په خبره کې راولوېد:
_خړه مرغۍ نو څه شی ده، د لاس په لوټه به يې ام بوڅه راواړوم. خړې مرغۍ خو ان په غزني ( ښار ) کې هم شته، که نر يې سارايي مرغان ووله.
ومې ويل:
_نو ته غزنې ته هم تللی يې؟
_هو، مکتبونه لا نه و شروع، له نيکه، خور او مور سره د غزني زيارتونو ته لاړم.
د ماشوم د غږولو له پاره ښه موقع وه، ومې ويل:
_ښه نو، له دې دومره لوی کوره، يواځې درې نفره لاړئ؟
ماشوم وويل:
_پلار او ترونه مې نه وو، که نه هر څړمونی دوه _درې پسونه د زيارتونو له پاره اخلي.
ومې خندل:
_ ترونه! مانا ډېر ترونه لرې.
_هو، درې ترونه، پلار او دوه ترونه مې په سعودي کې دوکانونه لري، کشر تره مې په کابل کې ډاکټري وايي.
_نو کوچينان يې چېرې دي؟
_مشر تره مې کډه ورسره بيولې، اووه اجونه يې کړې، د هغه بل کډه د پلار کره په شپو تللې، کشر تره مې لا تر اوسه واده نه لري.
_نو هغه کوچيني ماشومان دې څه کېږي چې په سرای کې ګرځېدل؟
_دواړه مې وروڼه دي.
ومې ويل:
_ښه ده چې په کور کې مو جينکۍ نشته.
د ماشوم تندی تريو شو:
_ولې نشته، يوه مشره خور لرم، نن مې جنګ ورسره وکه، پزه مې نه وينې، بمبرې وچيچلم، خو دې راپورې خندل.
ماشوم کاسه ور واخيسته او له کوټې ووت.
اوږد وغځېدم، سترګې مې پټې کړې، په چت کې موږکان چونګېدل.
د پېريانو او دېوانو خيالي تصويرونو خوب ته نه پرېښودم….
يو دم چيغې شوې، زړه مې خولې ته راغی، پر زاړه فرش د دوو پيشوګانو جنګ و، يوې بلې ته يې نوکارې ور لګولې… د بالښت وار مې پرې وکړ، دواړه په منډه له کوټې ووتې.
ټوخی مې واوورېد، يو بوډا په وره کې ودرېد، زړې، شکېدلې جامې يې په تن وې.
بوډا وويل:
_که ولي نه يم، خالي ام نه يم، پوهېدم چې حاجې نواب به دې دلته راولي.
مخکې راغی، د خوشايو سوړ بوی يې ورسره راووړ، زما پښو ته نږدې توشکه يې سمه کړه، اوږد وغځېد.
شېبه وروسته يې وويل:
_ځوانه، په خوب کې خو به خرهاری نه کوې؟
زما ځواب ته ماتله نه شو، بله خبره يې وکړه:
_ټيټ بالښت درواخله، خرهار ی دې دروي، له خوبه به مې نه باسې.
څه مې ونه ويل.
بوډا يوه شېبه غلی و، بيا يې وويل:
_مه خپه کېږه، بيګا يو سوالګر راغلی و، تر سهاره يې خرهاری خوت، يوه سترګه خوب دې راباندې حرام شي!
ومې ويل:
_نو ته د شپې دلته وېدېږې؟
بوډا سړه سا وايسته!
_هو، حاجي غلامالي ( غلام علي ) په اوله کې راته ويلي و چې په کور کې ځای نشته.
په خبره کې ور ولوېدم:
_دا حاجي څوک دی؟
_زه يې مزدور يم، درې غواوي او شل پسونه ورته ساتم، د دومره ګورم ( پادې ) مړول اسانه کار نه دی، ټوک ټوک يم.
ومې ويل:
_د دې کلي له کورونو مالومېږې چې دا خلک په نس ماړه دي، خو جومات يې خوار دی، ولې؟
بوډا وخندل:
_بې اتفاقي دې خدای په بوټي هم نه ور ولي، په يوه خوله نه دي، حاجي لالو جومات جوړاوه، خو نور کليوال ورته ودرېدل چې نه، جومات به بيا د حاجي لالو په نوم يادېږي.
ومې ويل:
_خو په ګډه دې پيسې سره ټولې کړي.
_دا خبره بيا د حاجي لالو په نپس ( نفس ) نه وه برابره، ضد ونيو، ويل يې چې که داسې وکړی، نو جومات در پاته دی. يا به يې زه جوړوم، يا مو همدا سل کاله پخوانۍ جومات ښه دی.
بوډا کېناست، يوه چونډۍ نصوار يې تر ژبې لاندې کړل، په خوند يې وويل:
_پوهېږې، حاجي لالو هم ځانته من وايي، اوو_ اتو کليوالو ته يې په ګټه پيسې ورکړې دي، خبره يې چلېږي.
ومې ويل:
_دا بل حاجي څه نومېږي؟
_کوم؟
_دا زه چې نجاري ورته کوم.
بوډا وخندل:
_څومره هېرجن يې، په اوله کې مې درته وويل چې حاجي نواب.
ومې ويل:
_دا څنګه سړی دی.
بوډا تفدانۍ ته لاس وروغځاوه:
_په کم نپسي کې يې وړې ده، زامن يې د عربو په ريالونو کې مست دي، خو د ده مغروري به ونه وينې. په کور کې يې له سرو غاليو ځای نه کېږي، خو دی په خاوور کې پيتاوي ته ناست وي، غريبانو ته ام لاس نيسي، هاغه بله ورځ يې ماته هم يو سلګون راکو، پوهېږې، سږ کال يې خالي شپږ لکه اوغانۍ ذکات وايست.
بوډا غلی شو، څراغ ته يې ور پو کړل، تر يو څه وخته غلی پروت و، وروسته يې خرهاری شو.
تر ډېره ويښ وم، بيا مې سترګې سره ورغلې وې، يو وخت مې اوږه وخوځېده، سترګې مې رڼې کړې، ملا له څراغ سره راته ولاړ و، په توره ږېره کې يې د اوبو نښتو څاڅکو ژېړه لمبه کوله.
د باندې ووتم، له لښتي چړپا راتله، ورغلم، په تياره کې مې زوروره ناره واورېده:
_وه د خدای بنده! پام ! مه راځه! لوڅ يم.
همالته اوداسه ته کېناستم، اوبه سړې وې.
بيګانی بوډا مې څنګ ته ودرېد، څادر يې په خپله پکه ککرۍ تېراوه، په لړزانده غږ يې وويل:
_تو، لانت په شيطان، په دې سپينه ږېره يې تر اوبو وايستم.