څلورمه برخه
اودس مې وکړ، جومات ته ورغلم، له لمانځه وروسته کليوالو خپل سرونه په څادرونو کې پټ کړل، ټول زنګېدل، کله کله به د خرهاري غږ هم واورېدل شو.
د سهار په خړه کې له جوماته ووتم، د حاجي نواب د کور دروازه خلاصه وه، نېغ نويو کوټو ته لاړم، اول مې له يوې دړې څخه د ليندې يو ښايسته دوه غاښی جوړ کړ، بيا مې يوه چوکاټ ته رنده ونيوله.
له غوسې ډک ښځينه غږ مې واورېد:
_مرداره شې، سمه ودرېږه.
ور ومې کتل، د زرو مور د غوا تي پرېمينځل.
بېرته په خپل کار بوخت شوم، خو وروسته مې د زرو غږ واورېد، سر مې پورته کړ، زرو پر اخوره ناسته وه، له خپلې مور سره يې خبرې کولې….
په ځېر مې ورته وکتل، د نجلۍ مخ ته سهارنۍ ژېړې وړانګې سيخې وې، پر سپينو غومبرو يې د بڼو تور سيوري پراته ول.
زرو يودم راته وکتل، ژر مې دېوال ته ولاړ لرګی راکوږ کړ، لرګی دروند و، يو ګام شاته شوم، لرګی کړکۍ ته له پرې شوې ځايه لاندې ولوېد، له درب سره غوا وترهېده، ښځې په بېړه لرګي ته وکتل، ځان مې تر دېوال پټ کړ.
د ښځې بونګی مې واورېد، ور ومې کتل، غوا کراره ولاړه وه، د ديګ پر تل باندې د شيدو د دارو د لګېدو غږ راته.
زرو ته مې وکتل، خندل يې.
د لمر وړانګې تودې شوې، بېګانی ماشوم له پيالو سره راغی، وار له واره مې د ليندې دوه غاښی ورته ونيو، ماشوم غوټه کړه، دوه غاښی يې زما له ګوتو وايست، په خوند يې وويل:
_دا دې څه وخت جوړ کو؟
دسترخوان مې خلاص کړ، وچ تود پاستی پکې پروت و.
ماشوم ته مې وکتل، له ليندې څخه يې زوړ دوه غاښی خلاصاوه.
ومې ويل:
_نوم دې څه دی؟
_شريف الله!
چايجوشه مې راواخيسته،د شيدو چای و، خو مالګه يې ډېره درلوده، ومې ويل:
_دا چای دې ادې پوخ کړی؟
ماشوم په نوي دوه غاښي رابړ تاړه…
لينده مې ترې واخيسته، ومې تړله. ماشوم لينده کش کړه، تندی يې تريو شو:
_د ليندې په تړلو نه پوهېږې! يوه خوا يې لنډه ده.
لينده مې بېرته خلاصه کړه، له سره مې وتړله، ماشوم په لينده کې يوه وړه تېږه کېښوده، لينده يې چوترې ته ونيوله، کړنګ شو، بدنۍ لاندې راولوېده.
زرو په چوتره کې ودرېده، په لوړ غږ يې وويل:
_اې چينجيه، ودرې، نيکه به درسره ګوري.
زرو بدنۍ ور واخيسه، د اور خونې ته ننوته.
ومې خندل:
_نو ته چينجی يې؟
د ماشوم غومبرې سره شول:
_خو چينجو خوړم.
يودم يې خبره واړوله، لينده يې کش کړه:
_اول به د بمبرو ځاله پرې ولم.
ومې خندل:
_پرونی حال دې هېر شو! پزه دې اوس هم…..
په خبره کې راولوېد:
_هغه خو دوه غاښی سم نه و، تيږه د ځالې تر څنګ ولګېده، خو دا وار…
غلی شو، د پاستي ژۍ يې ور پرې کړه، په ډکه خوله يې وويل:
…خو دا وار ستن هم نه رانه خطا کېږي.
ټوخی مې واورېد، ماشوم په بېړه لينده په جيب کې واچوله. حاجي نواب و، راغی، مخامخ په اره شوې دړه راته کېناست، ماته يې وکتل، ويې ويل:
_کامرانه بچو، د کوټې يوې دروازې تاو کړی، سمه نه پورې کېږي. بيا يې په کراره وګوره.
ومې ويل:
_سمه ده حاجي صيب، بس، نيمه پياله چای پاتې دی.
حاجي خپل لمسي ته مخ ور واړاوه:
_شريفه، بيا يې درسره راوله.
ورو ولاړ شو، له کوټې ووت.
شېبه ووته، ماشوم يو دم ترپ کړل، کړکۍ ته ودرېد، پورته يې وکتل، په خوند يې وويل:
_د شامتورو سېل دی.
منډه يې واخيسته، پسې غږ مې کړ:
_چېرته؟
په منډه کې يې راته وويل:
_د کور مخته د لښتي پر ژۍ اموخته دي، پرون مې هم وار پرې وکو.
پياله مې کېښوده، زړور چوترې ته ورغلم، دومره باک يې نه راته، د نجارۍ له پاره ډېرو کورونو ته ورغلی وم، په يوې خبرې مې سر خلاص و، زموږ خلک کسبګر خپل سيال نه ګڼي، له ډم، نجار، زرګر . پښ… څخه يې سترګه نه کېږي. نه څوک مخ ترې پټوي او نه يې هم په سيالانو کې شماري.
په چوتره کې مې يوه ناره ونيوله:
_حاجي صيب!
له يوې کوټې د حاجي غږ راغی.
_راځه!
ورغلم، حاجي د کوچيني دالان او کوټې تر مينځ په وره کې ولاړ و.
د کوټې دروازه مې پورې کړه، ځای ته نه ورتله.
حاجي وويل:
_هر څړمونی يې همدا حال وي.
ومې ويل:
_د ژمې په وتو سره ځينې ورونه تاو پيدا کوي.
کېناستم، د دروازې لاندنۍ څنډې ته مې رنده ونيوله، د حاجي غږ مې واورېد:
_زرو بچو، پيالې ټولې که.
نجلۍ ته مې لار ورکړه، د ټکري پسته پيڅکه يې زما پر مخ تېره شوه.
حاجي وخندل:
_ياره کامرانه! پلار دې سم پرنګی دی، غلط يې کړم، د نجاري دا کارونه په دومره ډېره اجوره نه ارزېدل.
تر څنګ مې زرو ته وکتل، له دسترخانه يې پيالې ټولولې.
ومې ويل:
_حاجي صيب، دا قيمتي نه وينې، ولور دې اتو لکو اوغانيو ته رسېدلی. چې پلار مې تا يا کوم بل څوک غلط نه کړي، نو څنګه به خپل يواځيني زوی ته کوژده کوي؟
حاجي وخندل، زرو ته مې وکتل، پر شونډو يې موسکا پرته وه.
زرو ووته، دروازه جوړه شوه.
سړی غلی شو، طوطي يې پر ځمکه کېناوه، د باندې ووت، لمر تر غره پټ و، د شنو ونو پر سر، کتار زاڼو وزرونه وهل…
سړی بېرته خپل ځای ته راغی، ودرېد، له لمانځه وروسته يې طوطي ته وکتل، مات وزر يې له ځانه بېل نيولی و.
سړی ورغی، له جېبه يې مات چهارمغز را وايستل، ويې ويل:
_نن به په همدې ګذاره کوو.
اوږد وغځېد، ويې ويل:
_د حاجي نواب په کور کې مې د نجارۍ يوه هفته ووته، يوه ورځ ستړی شوم، ماسپښين مې سر ولګاوه، سترګې مې سره ورغلې، خو يودم چيغې شوې، کېناستم، زرو لوڅ سر منډې وهلې، د څا سر ته ودرېده، تېره کوکه يې تر خولې راووته:
_هلئ! نادر څا ته ولوېد.
منډه مې واخيسته، اوبو ته مې وکتل، تياره وه. د بوکې په پړي پسې مې لاس ونيو، لاندې کښته شوم، په خاورو کې کېندل شوې زينې لندې وې، پښه مې وښوېده، ځان مې کابو کړ، تر اوبو پورته ودرېدم، څلور، پنځه کلن ماشوم په بوکه پسې لاسونه نيولي وو.
ماشوم مې تر ولي ونيو، د هغه څېرې ته مې وکتل، سترګې يې رډې راختلې وې.
ماشوم مې اوږې ته راپورته کړ، غاړې ته مې سړې اوبه راغلې، چيغه مې کړه!
_هلک ښه دی.
د زرو د مور غږ مې واورېد، په ژړا کې يې وويل!
_د خدای روی ومنه، دورواغ خو به نه وايې؟
په زحمت پورته وختم، په اخيري زينه کې ګڼ لاسونه راوغځېدل، ماشوم يې زما له اوږې پورته کړ. له څا ووتم، څو کليوال ولاړ وو، زرو ته مې وکتل، کوچينی ورور يې په غېږ کې ټينګ نيولی و. دې او ماشوم دواړو ژړل….
بېرته کوټې ته لاړم، غاړه مې په څادر وچه کړه، د حاجي نواب غږ مې واورېد، غړۍ مې اوږده کړه، حاجي د خپل لمسي پر سر لاس ايښی و، له يوه کليواله يې په څا کې د ماشوم د لويدو کيسه اورېدله.
زرو په بېړه خپل ورور ور واخيست، په چوتره کې يې لمر ته لوڅ لغړ ودراوه، وچې جامې يې ور واغوستې.
انګړ ته ډله ښځې راغلې، نارينه د باندې ووتل، ښځې چوترې ته ور وختې، د زرو له مور سره ودرېدې، يوه شېبه يې شکرونه وايستل، بېرته د باندې ووتې.
مازديګر مې کار بس کړ، شريف چای راووړ، عجيبه وه، د معمول خلاف دوې پراټې هم ورسره وې. ماشوم وار له واره په خوند وويل:
_يوه شامتوره مې بوڅه راواړوله.
ومې ويل:
_دا پراټې چا درکړې؟
_خور مې.
غلی شو، يو دم يې وويل:
_ساخت ( په لينده کې د ډبرې د اېښودو ځای ) جوړولی شې؟
ومې خندل:
_وبه يې ازمايم.
ماشوم منډه واخيسته، شېبه وروسته يې يو بوټ راووړ، ويې ويل:
_چرم دی، ښه ساخت ترې راځي، نه؟
بوټ مې را واخيست، نوی و.
ومې ويل:
_دا دې له کومه کو؟
_د نيکه بوټ دی، ژمی يې په پښو کوي.
ومې خندل:
_که يې پوښتنه وکړه بيا؟
د ماشوم تندی تريو شو:
_تر هغه وخته به يې هېر وي.
ومې ويل:
_نوی بوټ مه خرابوه، د ساخت له پاره به يو بل څه پيدا کم.
د باندې مې وکتل، تر چوترې لاندې زړه چرمي څپلۍ پرته وه. ماشوم مې پسې ولېږه، څپلۍ يې راوړه، د رندې پر ژۍ مې چرم ترې واړاوه، ګلالی ساخت مې ورته جوړ کړ.
ماشوم لينده وتړله، کش يې کړه، په خوند يې وويل:
_اوس نو سم ټوپک شو.
شکېدلې څپلۍ يې ور واخيسته، له کوټې ووت.
له چوترې د زرو له غوسې ډک غږ راغی!
_چينجيه، زما په څپلۍ دې څه کړي؟
ور ومې کتل، زرو په لاس کې شکېدلې څپلۍ نيولې وه.
جارو يې ور واخيسته، ماشوم په منډه نويو کوټو ته راغی، زما تر څنګ ودرېد.
په وره کې مې د زرو غږ واورېد:
_خدايکه رانه خلاص شې.
ور ومې کتل، د زرو د ګلدارې لمنې څنډه ښکارېدله.
بوټ مې ور واچاوه، بوټ د وره له چوکاټ سره ولګېد.
ومې ويل:
_ورور دې له دې ساخت جوړاوه.
بوټ ته سپين لاس ور وغځېد، زرو په ټيټ غږ وويل:
_ودرې، نيکه به دې کار کوي.
يوه شېبه غلې وه، وروسته يې وويل:
_کور ودان، که ته نه وای، زما کوچينی ورور به چا له څا را ايست!
سړي وټوخل، طوطي ته يې وکتل، مړې سترګې يې ورته نيولې وې.
سړي په خوند وويل:
_ سهار چې کله له جوماته د کار ځای ته ورغلم، د ناولو جامو تړلې غوټه مې نه وه. د چايو په وخت کې مې له شريف څخه پوښتنه وکړه، ماشوم وويل چې د جامو غوټه يې خور ور واخيسته، ماخستن يې پرېمينځلې، اوس هم د کوټو تر شا پر وچو لښتو هوارې دي.
د لسو بجو ناشته حاجي نواب راوړه، چايجوشه، دسترخوان او ګيلاس يې پر غولي کېښودل، څادر يې خلاص کړ، يو جوړ اوتو شوې جامې پکې پرتې وې.
ويې ويل:
_زرو ويل چې په غوټه کې د جامو اوتو خرابېږي، بس، چې دا خيرنې شوې، شريف ته يې ورکړه چې کور ته يې يوسي او يو بل جوړ کالي درته راوړي.
حاجي وټوخل، زما پر اوږه يې لاس کېښود، په ټوخي کې يې وويل:
_نجاري هسي يوه بانه ده، بس، خدای زما د لمسي د ژغورلو له پاره رالېږلی وې.
غرمې ته مې سړه تبه شوه، سر او اوږو مې درد کاوه، د کار کولو سېکه نه وه را پاتې.
يوه بجه شريف راغی، پتنوس يې کېښود، ښوروا وه.،خو دوه ګولې مې هم ونه خوړې.
شريف کاسې ته لاس ور وغځاوه، په ډکه خوله يې وويل:
_ترخه خو نه ده؟
ومې خندل:
_نه.
_نو بيا دې ولې تندی خولې دی؟
ومې ويل:
_تبه مې ده.
شريف وويل:
_د بايسکل ځنځير لنډولی شې؟
_هو.
تندی يې تريو شو:
_له مکتبه راتلم، بايسکل ځنځير واچاوه. نه کېده، تر کوره مې راکش کو.
ماشوم غلی شو، يودم يې وويل:
_رايې ولم؟
_څه؟
_بايسکل.
ومې ويل:
_نه، اوس ناروغ يم.
ماشوم په بېړه له کوټې ووت. بېرته راغی، په لاس کې يې د ګوليو پاکټ نيولی و.
ومې ويل:
_دا د څه له پاره دي؟
_نه پوهېږم، زرو راکړې، ويل يې چې تبه پرې کوي.
يوه ګولۍ مې خولې ته واچوله، خو مازديګر ته مې حال لا پسې بدتره شو، پښې مې مړې وې، سر مې ګرځېده، د ولاړېدو توان مې نه درلود.
يو وخت مې اوږه وخوځېده، سترګې مې رڼې کړې، حاجي نواب مې سر ته ناست و، د څراغ په ژېړه رڼا کې يې د مخ ګونځې ژورې ښکارېدلې.
څنګلي مې غولي ته اړم کړي، خو حاجي مې پر اوږو زور راووست، بېرته پرېوتم.
حاجي په خندا کې وويل:
_کامرانه بچو، ماته خو ډېر پياوړی ښکارېدې، خو يوې تبې را پرېيستې.
يودم يې جدي څېره ونيوله.
_وه د خدای بنده، چې تبه دې وه، ماته به دې څوک رالېږلي و، څه په ډاګ خو نه وې پروت. اوس مې هم په جومات کې تر سترګو نه شوې، خدايي دلته راغلم، په خوب کې دې زګيروي ختل.
حاجي چيغه کړه!
_شريفه.
ماشوم له پتناسه سره راغی.
حاجي وويل:
_د شيدو چای يې درته پوخ کړی.
جېب ته يې لاس کړ:
_ها، دا ګولۍ به دې ښه کړي.
ګولۍ مې وخوړه.
حاجي ورو ولاړ شو، ګېلاس مې کېښود، لاسي ساعت ته مې وکتل، جومات ته د تګ له وخته درې ساعته تېر ول. په زحمت کېناستم، بوټونه مې په پښو کړل، درب شو، رڼاولړزېده، دوړه د څراغ پر پلته راغله.
ور ومې کتل، د شريف پښو ته پلاستيکي فرش پروت و.
ماشوم وويل:
_نيکه مې ويل چې تبه دې ده، نن شپه همدلته پرېوزه.
ماشوم د لرګي اره شوې وړې ټوټې په پښه ووهلې، فرش يې هوار کړ، بېرته له کوټې ووت. شېبه وروسته يې توشکه او بالښت راووړ، توشکه يې هواره کړه، کېناست، ويې ويل:
_نو بايسکل پاتې شو؟
له چوترې د زرو غږ راغی!
_شريفه!
ور ومې کتل، زرو له څراغ سره ولاړه وه.
شېبه وروسته مې د شريف غږ واورې :
_دا کمپله نوې ده، په خاورو کې به سپېره شي.
زرو په ټيټ غږ وويل:
_چينجيه، تا خو نه ده اخيستې.
ماشوم راغی، کمپله يې کېښوده، ويې ويل:
_دا کمپله مې پلار له عربو راوړې ده.
پرېوتم، کمپله مې پر پښو راکش کړه. تر دې دمه مې دومره پسته کمپله نه وه ليدلې.
سهار مې د شريف غږ واورېد، سترګې مې رڼې کړې، لمر هسک ولاړ و. ماشوم پتنوس کېښود، ماته يې وکتل، ويې ويل:
_کمپله دې سپېره کړې ده.
پښو ته مې وکتل، د کمپلې پيڅکه له پلاستيکي فرشه وتلې وه. کيناستم، کمپله مې راټوله کړه.
ماشوم وويل:
_دا کمپلې دولس دانې دي، ټول يو رنګ لري، موږ يې يواځې ميلمنو ته ور وړو.
ومې ويل:
_نو ماته مو ولې راوړه؟
_خدای خبر، زرو راولېږله.
ورو ولاړ شوم، پښې مې سپکې وې، خو په اوږو کې مې لا مړ درد احساساوه.
بدنۍ مې راواخيسته، چوترې ته ووتم، مخ ته مې څو لپې اوبه ور واچولې، لستوڼۍ مې پرې راکش کړ. بېرته کوټې ته راغلم.
ماشوم په تريو تندي وويل:
_اوس به مکتب ته په پښو ځم!
ومې خندل، ماشوم مې په رينچ او پلاس پسې ولېږه. پياله مې راډکه کړه، د ماشوم غږ مې واورېد:
_بايسکل کوټې ته درولم؟
د باندې ووتم، د بايسکل ځنځير مې خلاص کړ، يوه حلقه مې تر وايسته، بېرته مې ور واچاوه.
ماشوم په خوند وويل:
_سم شو؟
_هو، خو لږ تېل غواړي.
ماشوم په بېړه کوټې ته ننوت. بېرته راغی، د شاړشمو له تېلو ډک بوتل يې راته ونيو. ځنځير مې غوړ کړ، ماشوم وويل:
_زه به يې کش وګورم.
پر بايسکل يې پښه واړوله، دوه ځله تر څا راوګرځېد، ويې ويل:
_بد نه دی، خو د پخوا غوندې کش نه لري.
بېرته د کار ځای ته راغلم، کمپله مې ټوله کړه، د لرګيو ځينو تختو صافېدا غوښته، چاره نه وه، په وچ زور مې ملا ورته وتړله.
مازديګر مې د سطل کړنګ واورېد، ور ومې کتل، شريف و، ستمی يې خوت. سطل ته مې وکتل، له اوبو مړه تاوونه پورته کېدل.
ماشوم وويل:
_د لامبلو له پاره مې درته راوړې.
منډه يې واخيسته، شېبه وروسته بېرته راغی، په لاس کې يې صابون او توليا نيولې وه.
ومې ويل:
_تودې اوبه دې ولې راوړې؟
ماشوم وويل:
_زرو راکړې، ويل يې چې پاک کالي له لمبلو پرته مه اغونده.
ماشوم د باندې ووت.
تشناب ته ننوتم، دېوالونه يې خام ول، خو غولی سيمنټ شوی و. ولمبېدم، جامې مې بدلې کړې، ماښام جومات ته لاړم، تبه مې پرې وه، ولي مې هم درانه نه راته اېسېدل.
سړی غلی شو، طوطي ته يې وکتل، په تياره کې سم نه ښکارېده.
د طوطي تر مښوکې يې ګوته لاندې کړه، طوطي ټوپ کړل، د سړي له ټټره وښويېد. سړي طوطي ور واخيست، د باندې ووت، پر يوه هواره ډبره کېناست، پورته يې وکتل، د سپوږمۍ رڼا پر نږدې ستورو پرته وه، خپ ښکارېدل، خو ازادو ستورو تېزه رڼا کوله.
يو دم يې وخندل، خوله يې اسمان ته ونيوله، چېغه يې کړه!
په غره کې د شغالانو کوکې پورته شوې.
سړي وخندل:
_زه او زرو به ډېر وخت، ماښام تياره همدلته ناست وو، ستورو ته به مو کتل. زرو به يودم ناره کړه، د هغې له نارې سره به د غره شغالانو کوکې کړې، زرو به خندل، د شغالانو له انګولاوو به يې خوند اخيست.
سړي سړه سا وايسته:
_شغالان بختور دي، د زرو ناره يې اورېدلې وه.