شپږمه برخه
د سړي پر غومبري څه ولګېدل، سترګې يې رڼې کړې، د طوطي ژېړه مښوکه وه.
سړی کېناست، ورمېږ يې کوږ کړ، د غار خوله ژېړې رڼا نيولې وه. ويې ويل:
_اه، لمر راختلی دی.
تر څنګ ايښې پلنې اوږدې تيږې ته يې وکتل، مړې اېرې پکې پرتې وې.
سړی ولاړ شو، له سپينو ليکو ډکه تيږه يې ښکل کړه، طوطي ته يې وکتل، ويې ويل:
_د تګ وخت دی.
غرمه سيند ته ورسېد، ټوپک يې يوې تېږې ته ودراوه، له جېبه يې د ماهيانو چنګک راوايست، يوه ډبره يې واړوله، د چينګک پر څوکه پورې يې سور چينجی وپېيه. طوطي ته يې وکتل، ويې ويل:
_په تېزو اوبو کې چنګک سر ته راځي، ماهيان به په مړو اوبو کې پسې غواړې.
چنګک يې اوبو ته ورواچاوه، پر يوه هواره ډبره غلی کېناست.
نيم سات وروسته د سرو لمبو پر سر په لنده لښته درې پېيلې ماهيان تاوېدل.
سړي دوه ماهيان وخوړل، درېيم يې د څادر په پيڅکه پورې وتاړه، ماسپښين په جونګړه کې خوب يووړ.
ماښام يې طوطي ور واخيست، د جونګړې په زينه کې کېناست، د زرو قبر ته يې وکتل، پاتې کيسه يې راواخيسته:
_درې ورځې ووتې، تبه مې نه پرې کېده، په څلورم سهار په زحمت ولاړ شوم، سر راباندې وګرځېد، پر مخامخ دېوال ورغلم، نور مې څه نه دې په ياد.
يو وخت مې د يوه ماشوم چيغې واورېدې، په سترګو مې زور راووست، سر ته مې د سپينې چپنې سړی ولاړ و، ستن ( پېچکاري ) يې ډکوله.
يوه هفته د غزني د ښار په ملکي شفاخانه کې وم، پلار مې ويل چې د ادکې ترور لمسي بې هوښه موندلی وې.
له شفاخانې نه د تګ په وخت ډاکټر راته وويل، چې له وجوده دې لا ملاريا سمه نه ده وتلې، له دوا سره به قوي خواړه خورې.
مازديګر کورته راغلو، پلار مې راته وويل چې د حاجي نواب د کور د کارونو وخت تنګ و، نيمايي مې بل نجار ته په اجاره ورکړل.
سهار ته مې پلار د حاجي نواب کور ته لاړ، ادکې ترور راغله، د سپيلنيو له دودولو سره به يې پزه هم پورته کش کړه، ژړل يې.
غرمې ته مې اوبه تودې کړې، تړلې غوټه مې خلاصه کړه، د زرو په لاس اوتو شوې جامې مې راواخيستې، نه پوهېږم چې ولې! زړه مې نه غوښتل چې د جامو اوتو مات شي.
ماسپښين په دښته کې د سپرغې پر سر کېناستم، په لومړي ځل مې د زرو څېره سترګو ته نېغه نېغه کېدله.
ښه شوم، خو د حاجي نواب کور مې بيا ونه ليد، درې مياشتې وروسته مې په ذهن کې د زرو نوم هم نه و پاتې .
خوشاله وم، غم مې نه پېژاند، تر مازديګره به مې په دوکان کې نجاري کوله، بيا به د مکتب په ميدان کې والېبال ته تلم، ونه مې ښه وه، په شوټ کې مې جوړه نه درلوده.
يوه ورځ مې په دوکان کې کارکاوه، زنګ راغی، نا اشنا نومره وه، زنګ د مبايل د شنې تڼۍ له ټينګولو مخکې غلی شو.
مازديګر مې واليبال کاوه، له دښتې سرې دوړې راغلې، ټولو منډه کړه، ما هم څادر راواخيست، ګڼو ونو ته ننوتم. ځای ښه و، دوړې يې له زوره ايستلې.
د دوړو څپه تېره شوه، له ګڼو ونو راووتم، د واليبال په ميدان کې هېڅوک نه و، د خپل کلي خواته مې مخه کړه، زنګ راغی، غرمنۍ نومره وه، مبايل مې غوږ ته ونيو، د پيالو کړنګ مې واورېد، تليفون قطع شو.
زنګ مې ورته وواهه، ځواب يې نه راکاوه.
ماښام تياره مې د کارېز په اوبو اودس وکړ، کلي ته مې وکتل، د ډېرو کورونو په دريڅو کې ژېړه رڼا ښکارېدله، يونيم ځای به سپين ګروپ هم بل و.
همالته مې څادر هوار کړ، نيت ته مې شونډې جوړې کړې، تيلفون راغی، تر ډېره يې غږ نه کاوه، بيا مې ټيټه نرۍ ژړا واورېده، يوه ښځينه ژړغوني غږ راته وويل:
_ زرو يم، له تا پرته مې مړه بوله.
لاس مې له غوږه ولوېد، پښې مې ولړزېدې، تليفون مې بېرته غوږ ته ونيو، قطع و.
روان شوم، شېبه وروسته د کور دروازې ته ولاړ وم.
مخ ته مې سپينه رڼا راولوېده، سترګو ته مې لاس ونيو، پلار مې په وارخطايي وويل:
_کامرانه بچو، ښه يې؟
له مخه مې د لاسي بتۍ رڼا ليرې شوه، پلار مې تر مټ ونيولم، جټکه يې راکړه!
_جنګ دې کړی؟
ومې ويل:
_نه.
_نو ولې داسې سپېره يې، خولۍ او څادر دې چېرته دي؟
روان شوم،پلار مې راپسې غږ کړ:
_چېرته؟
ومې ويل:
_خولۍ او څادر راوړم.
پلار مې څه ونه ويل، ما يوازې په دروازه باندې د ځنځير د لوېدو غږ واورېد.
پر راغلی لار مخکې لاړم، سپينه خولۍ مې له سپېرو خاورو راپورته کړه، څادر کارېز ته نږدې هماغسې هوار پروت و. همالته کېناستم. تليفون مې را وايست، نومره مې له سره وکتله، هماغه غرمنۍ نومره وه.
يودم مې وخندل، له ځان سره مې وويل:
_کوم ملګری به مې و، خپل ږغ به يې بدل کړی وي.
بېرته مې د زړه دربا ډېره شوه:
_نه، نو زرو يې څه پېژندله.
ماخستن تر ډېره خوب نه راته، دوه درې ځله مې راغلې نومره ووهله، تليفون بند و.
سهار له پلار سره د ولسوالي بازار ته لاړم، څټک خطا شو، اخ مې کړل، د مېخ پر ځای مې د خپل کيڼ لاس بټه ګوته وهلې وه.
پلار مې په بېړه راغی، زما ګوتې ته يې وکتل، په غوسه يې وويل:
_پکر ( فکر) دې چېرې دی؟
پلار مې له خپل څادره يوه نرۍ تراډه وايسته، خو وينه نه تکيه کېده، دواخانې ته ورغلم، زما پر ګوته يې سره دوا ووهله، سپينه ټوټه يې ترې تاو کړه.
بېرته د نجار ي دوکان ته راغلم، پلار مې په سړه سينه وويل:
_کامرانه بچو، له تېر ماښامه سم نه راته ښکارې، رنګ دې هم ژېړ دی، بيا خو به ملاريا نه وي درباندې راګرځېدلې؟
پلارته مې ډاډ ورکړ چې ښه يم.
اره مې راواخيسته، پلار مې يودم زما لاس ونيو، چيغه يې کړه!
_پام، جوړ شوی چوکاټ دې اره کړ.
ارې ته مې وکتل، غاښونه يې په ښويه لرګي کې ننوتي و.
پلار مې پر اوږه لاس راکېښود، ويې ويل:
_ماته سم نه ښکارې، کورته لاړ شه.
ومې ويل:
_ښه يم.
پلار مې سروخوځاوه، سوان يې ور واخيست، د نجارۍ د دوکان په بل سر کې کېناست، سوان يې د ارې پڅو غاښونوته ونيو.
د باندې ووتم، تر سړک واوښتم، ولاړ موټر ته مې ډډه ووهله، مبايل مې غوږ ته ونيو، د مقابل لوري ټيټ غږ مې واورېد:
_ښه يې؟
ومې ويل:
_څوک ياست؟
_زرو.
_دروغ وايې!
غږ يې ژړغونی شو:
_هو، دروغ وايم.
تليفون وچونګېد، قطع شو.
بيا مې په شنه بټنه ګوته کېښوده، زنګ ورته ، خو ځواب يې نه راکاوه.
ګام مې واخيست، د برک نيولو له تېرې کغا سره د مردارو اوبو لښتې ته ولوېدم.
چيغې شوې، خلک راغلل، يوه راپورته کړم، ورون مې درد کاوه.
د پلار چيغې مې واورېدې، د تونس موټروان ته يې سوکان نيولي وو. تر خولې يې پوچ، پاش راوتل…خو موټروان يوه خبره کوله، ويل يې چې زه نه يم ملامت، سړی يو ناڅاپه سړک ته راغی.
ورغلم، له موټروانه مې بښنه وغوښته، پلار مې په حيرانۍ راته کتل…
د نجارۍ له دوکانه مې له اوبو ډکه شنه پلاستيکي بدنۍ راواخيسته، د باندې راووتم، اوبه مې پايڅې ته ونيولې، توره بويناکه خټه يې ورسره يووړه.
د اوبو پر توره ليکه د پلار زاړه بوټونه ودرېدل، سر مې هسک کړ، پلار مې مجبوره کړم چې کورته لاړ شم.
پاو وروسته د ټيتې غونډۍ پر سر ولاړ وم، د بازار د سړک دواړو غاوړو ته سپېره دوکانونه ښکارېدل، په ګنج ( د څارويو د پلورلو ځای ) کې نری بړبوکی تاوېدله.
له غونډۍ کښته شوم، په لمنه کې دوې تورې کيږدۍ ولاړې وې، څو وړو خيرنو ماشومانو په يوه کوچني وري پسې منډې وهلې. وری او ماشومان تر کېږدۍ راګرځېدل….
د کلي په فصله کې مې ځانته پام شو، نه پوهېدم چې يونيم ساعت لار مې په څومره وخت کې وهلې وه.
پر يوه پوله کېناستم، پټي سپېره ول، يو ځای د تراکتور له سلنسره تورې لوخړې ختې، د مني کښت ته يې د غنمو د کرلو له پاره ځمکه اړوله.
زړه مې طاقت نه کاوه، مبايل مې غوږ ته ونيو، د يوه ماشوم اشنا غږ راغی:
_هلو، څوک يې؟
زړه مې غټ کړ:
_حاجي نواب غواړم.
ماشوم وويل:
_نيکه مې په کور کې نشته، دا نومره دې له کومه کړه؟
ښځينه ناره مې واورېده:
_چينجيه، زما مبايل دې ولې در اخيستی؟
تليفون مې قطع کړ، د زړه ټکان مې ډېر شول، له شکه پرته زرو وه.
شېبه وروسته زنګ راغی، ښځينه ټيټ غږ وويل:
_اوس خو پوه شوې چې دروغ نه وايم، ته راباندې ګران يې.
تليفون قطع شو.
_اه! په اته ويشتو کالونو کې په لومړي ځل يوې نجلۍ راته وويل:
“ته راباندې ګران يې ” .
زړه مې بې واره دربېده، خو دا ځل دا دربا بده نه راباندې لګېده، يو نری خوند مې ترې اخيست، ځان مهم راته ښکارېده، وړه خبره نه وه، يو خوار نجار پر يوې ښکلې نجلۍ ګران و.
سړی غلی شو، د زرو پر قبر يې خپله زنه ولګوله، ورو يې وخندل، څو ځله يې يوه خبره تکرار کړه:
يو خوار نجار پر يوې ښکلې نجلۍ ګران و، يو خوار نجار پر يوې ښکلې نجلی ګران… يو خوار نجار په ….
يودم يې وخندل، بېرته يې تندی تريو شو، پر وړو ډبرو يې شونډې کېښودې، سر يې پورته کړ،سړه سا يې وايسته:
_اه! ژونده څه کانې دې وکړې.
پر قبر پرېووت، سترګې يې پټې کړې، ويې ويل:
_ژوند مې بدل شو، نه کارخوند راکاوه او نه واليبال، له ډوډۍ به ژر ولاړېدم، تل به مې ګوښه ځای پسې غوښت. ژوندی سات به هغه و چې له زرو سره به مې په تليفون کې خبرې کولې.
خو دا غږېدا ډېره نه وه، زرو وېرېدله چې څوک ورباندې پوه نه شي.
يو ځل مې د ليدو هيله ترې وکړه، خو د زرو خوښه نه وه. ويل يې چې کلي ته به نه راځې.
دوه ځله مې پلار لاس نيولی تر ښاره بوتلم، وينه يې معاينه کړه، ملاريا نه وم.
يوه ورځ يې په دوکان کې تر پايڅې ونيولم، په اشاره يې وپوهولم چې کېنه.
پلار مې وويل:
_کامرانه بچو، څه خبره ده؟
ومې ويل:
_هېڅ.
_ناروغ يې؟
_نه.
_پوروړی ؟
_نه.
_ميين؟
زړه مې ولړزېد:
_نه.
پلار مې چيغه کړه!
نو يودم داسې څه ټکه درباندې راپرېوته؟ همدا اوس د ښوروا په کاسه کې وختې.
بوټ ته مې وکتل، په څوکه پورې يې لنده ډوډۍ سريښ وه.
د څنګ قصاب راغی، په وره کې ودرېد، زما پلار ته يې وکتل، په بېړه يې وويل:
_د کونډې زو، څه خبره ده، ناره دې تر بازار تېره شوه.
قصاب زما دپلار همزولی و، ټوکې يې سره لرلې.
پلار مې غلی و.
قصاب وخندل:
_نن خو دې سم د مينده پسه مخ نيولی دی، خير، مخکې مې په يوه چاغ سخوندر چاړه تېره کړه، که کورته تلې، يو پاو غوښه درسره واخله.
قصاب بېرته خپل دوکان ته لاړ.
پلار مې وويل:
_ګوره بچو، دا څه موده مې درباندې پام دی، کار ته دي لاس نه ور ټيټيږې، غلی يې، نه څه خورې ، نه څه څښې، لمونځ دې هم پرېښی، ماته ووايه، که کوم غم لرې په ګډه به يې سپک کړو.
پلار مې د دوو زامنو مرګ ليدلی و، ځکه يې پر ما ډېر پام کاوه، ان په نوي زلميتوب کې به چې کله په اوړی کې له پلار سره له دوکانه کورته تلم، سيوری يې راباندې کاوه، د لمر خوا به ده نيولې وه، خو دا غم مې نه شوای ورسره شريکولی.
په لنډ وخت کې مې پياوړی وجود بې سېکه شو. اره، څټک او رنده درانه راته ايسېدل، له دوکانه به وختي وتم، دښتې او يواځيتوب ته به مې پناه ور وړه.
منی تېر شو، د جدي په وروستيو کې واوره او ورېده. کار کم و، دوکان ته ډېر نه ورتلم.
يو سهار تليفون راغی، زرو وه، په ژړا کې يې راته وويل چې د ترور سړی يې راغلی و، خپل زوی ته يې غواړي.
ټېکه نه راتله، د پلار تر راتګه مې صبر نه شوای کولای، په لوېشت واوره کې مې د ولسوالي بازار ته مخه کړه. بوټونه مې ټيټ وو، واوره ور لوېده.
لس بجې دوکان ته ورسېدم، د پلار تر څنګ ودرېدم، راپام يې نه شو، پر يوه پرې شوې شلګون يې رابرټېپ نښلاوه.
ومې ويل:
_کوژده کوم.
پلار مې سر پورته کړ، راوتلې سترګې يې له حيرانۍ ډکې وې. ولاړ شو. مخامخ راته ودرېد، ويې ويل:
_په سد يې؟
د کار پر مېز کېناستم، بوټ مې وايست، په جرابو پسې نښتې واوره مې وڅنډله.
ورو مې وويل:
_د حاجي نواب لور راته وغواړه.
پلار مې يواځې وخندل. لاړ، په ټيم کې پرتو سکروټو ته يې لاسونه ونيول.
له دوکانه راووتم، د غونډۍ تر سره مې په يوه سا ځان ورساوه، ستوني ستغ پرېوتم، مړه واوره مې په دواړو غوږونو ولګېده. سترګې مې پټې کړې. کاغ شو، په بېړه مې ور مېږ کوږ کړ، له سپينې ډبرې تور کارغه والوت.
کېناستم، په مړه ږيره پورې نښتې واوره مې وڅنډله. هارن مې واورېد، د غونډۍ په لمنه کې تونس موټر ولاړ و، کښته شوم، موټروان مې کليوال و، تر کوره تود ورسېدم.
مازديګر مې پلار راغی، بخارۍ ته نږدې کېناست، وار له واره يې وويل:
_کامرانه بچو، نن دې څه چټياټ ويل؟ چورتي دې کړم.
پلار ته مې وکتل، يخني يې د پزې څوکه سره کړې وه.
له چايجوشه مې پياله ډکه کړه، په بخارۍ پسې مې يو بل لرګۍ پورې کړ. غلی کېناستم.
پلار مې د ګوړې ټوټه خولې ته واچوله، ويې ويل:
_ګوره بچو، پوهېږم چې ځوان يې، واده غواړې، خو له خپلې بړستنې سره به پښې غځوو.
پلار مې وټوخل، د کوټ له جېبه يې يو پاکټ ګولۍ را وايستې، يوه يې خولې ته واچوله، د چايو غوړپ يې پسې وکړ، سړه سا يې وايسته، ويې ويل:
_ګوره زويه! باور وکه چې زه هم له دې غلي کوره ستړی شوی يم، غواړم چې يوه ګلالۍ نږور ولرم، په کور کې مې د لمسيانو شور وي، يو څه مات کړي، يو څه توی کړي، وخاندي، وژاړي، د يوه پزه ور پاکه کم، بل مې ږېره کش کړي، درېيم مردکۍ رانه وغواړي، خو هر څه خپل ځای لري، بس، په خپل سيال او نسب کې يوه نجلۍ راوښيه، ځان به ګرو کم، تاته به ناوې راولم.
څه مې ونه ويل، ورځې ووتې، ځمکه توره شوه،د بادامو ونو سپين ګلان ونيول.
زړه مې ډاډه و، زرو راته وويل چې نيکه مې د ترور د زوی دوستي ونه منله.
خو اول څړمونی مې بيا لينګي ورپېدل، د زرو پلار او تره راغلي وو، زرو يې په عربو کې يوه تربره ترې غوښته.
په هماغه ورځ مې بيا پلار ته ور ياده کړه چې زرو راته وغواړي، سپک يې کړم، خو ماته د پلار کمزوري معلومه وه، د خداي په ځمکه کې يې له ايرانه ورټ ( کرکه ) کېده، نه و ملامت، ايران ته تللي ځوانان به لا معتاد راتلل او يا به يې جنازې راوړل کېدې.
پلار ته مې وويل:
_سمه ده، نوايران ته ځم.
ځمکه ورباندې سره شوه، د شپې يې دوه ځله له خوبه راپورته کړم، ويل يې چې سم سړی يې، د لېونو پېښی مه کوه.
خو زما يوه خبره وه. يا زرو، يا ايران.
پلار مې مجبور شو، يو کليوال يې ورسره کړ او حاجي نواب ته په مرکه ورغلل.
کله چې بېرته راغی، کوټې ته ننوت، په چيغو چيغو يې وژړل.
تر ماخستنه يې يوه خبره هم ونه کړه، دا ځل يې زه سر ته کېناستم، پرتندي مې ښکل کړ، سترګې يې رڼې شوې، ټوخي واخيست، په ټوخي کې يې وويل:
_زويه، سپک دې کړم، حاجي نواب د کليوال تر مخ راته وويل چې يوه روپۍ سړی يې، بيا دې دېخوا ونه ګورم.
سهار مې زرو ته زنګ وواهه، خو تليفون يې بند و.
دوې ورځې وروسته نا اشنا نومره راغله، زرو وه، ژړل يې، راياده يې کړه چې پلار مې څپېړې راته ونيولې، تيلفون يې رانه يووړ، سلامته ورځ يې د غواوو په غوجله کې واچولم، ويل يې چې مرداره يې، د نجار له زوی سره دې لاره جوړه کړې وه.
ورځې ووتې، د زړه درزا مې ډېره شوه، په ولاړېدو کې به سر راباندې ګرځېده.
زرو تليفون ونه کړ.
طاقت نه راته، يو ماخستن د زرو دوی کلي ته ورغلم، په تياره کې د حاجي نواب تر کلا راتاو شوم، خو کلاه ته د ورننوتو لاره نه وه.
د ورځې به مې لس ځله د تليفون شنه تڼۍ ټينګه کړه، خو د زرو تليفون بند و. بل سهار يوه نا اشنا نومره راغله، زرو وه، ويل يې چې سبا بېګا ته يې مالګه ( شيريني) وړي.
تليفون قطع شو، خو پاو وروسته بيا زنګ راغی، زرو ژړل، ويې ويل چې د موږکانو دوا يې موندلې ده.
زړه مې خولې ته راغی، ورته ومې ويل، چې لېونتوب مه کوه. ته…
په خبره کې راولوېده، ويې ويل:
_زه درباندې ګرانه يم؟
_هو!
زرو يوه شېبه غلې وه، ما يې يواځې د ژړا غږ اورېده، وروسته يې په غريو کې وويل:
_ماخستن راشه او ما له دې ځايه بوځه.
ځای پر ځای کېناستم.
زرو وويل:
_ووېرېدې؟
غلی وم.
ويې ويل:
_پوهېدم چې دومره زړه نه لرې. بس نو، سهار به مې د جنازې خبر واورې.
چيغه مې کړه:
_دومره بې عقلي مه کوه.
په غريو کې يې وويل:
_سهار سپېده چاود، پر بام د موږکانو له دوا سره درته ولاړه يم، د غزني په اولياوو لو ( قسم ) درته کوم، که مې د د ښتې لخوا د بجلۍ ( لاسي بتۍ ) رڼا ونه ليده، مړه مې بوله.
تليفون قطع شو.
ټېکه نه راتله، دښتې ته ووتم، د سپرغې پر سر کېناستم، دښته شنه ښکارېده، ليرې د غونډۍ په لمنه کې تور وري څرېدل.
غرمه کورته راغلم، يوه هګۍ مې په غوړو کې ماته کړه، له ډوډۍ وروسته پرېوتم.
يو وخت مې اوږه وخوځېده، سترګې مې رڼې کړې، پلار مې په غوسه و، ويل يې چې ولې دوکان ته نه وې راغلی!
ټوله شپه مې په ويښه تېره کړه، کله کله به مې د پلار مخ ته لاسي بتی ور واچوله، ستوني ستغ پروت و، د تندي ګونځو يې سيوري درلودل. سپينه ږېره يې ټټر ته سيخه وه، سره راټوله او کږه ښکارېدله.
د شپې دوې بجې ولاړ شوم، په لومړي ځل مې د پلار جيبونه وپلټل، پيسې مې وشمېرلې، اتلس سوه افغانۍ وې.
کوټ مې واغوست، پټو مې تر ځان تاو کړ، د پلار مخ ته مې بتۍ ور واچوله، د ماشوم غوندې وړه وړه ساه يې اخيسته، غلی ويده و.
کېناستم، د پلار تندی مې ښکل کړ، زګېروی يې شو، اړخ يې بدل کړ. د پلار پښو ته ور وښويېدم، د هغه پر چاودو پښو مې شونډې کېښودې، پښې يې سړې وې. يوه شېبه مې د پلار مخ ته وکتل، د څېرې هره ګونځه يې د غمونو نښه وه.
پلار مې ډېر غمونه ليدلي وو. د طالبانو وخت و، مشر ورور مې ټوپک واخيست، د طالبانو له يوه ګروپ سره جنګ ته لاړ، مياشتې ووتې، درک يې مالوم نه شو. زه هغه وخت په دوولسم صنف کې وم، تر غرمې به مې درس وايه، وروسته به دوکان ته ورتلم.
د قوس مياشت وه، له امتحانه وروسته دوکان ته ورغلم، هېڅوک نه و، کتابچه مې کېښوده، ټيټه ژړا راغله، ور ومې کتل، د پلار سپېره لمن د لرګي له لويې تختې راوتلې وه، ورغلم، پلار مې د تختو په مينځ کې ناست و، ژړل يې…
د هغه پر اوږه مې لاس کېښود، پلار مې په بېړه را وکتل، تر لاس يې کش کړم، په غېږ کې يې ټينګ ونيولم، ژړا يې زور واخيست.
وروسته غلی شو، خو اوښکې يې نه تم کېدی، زما غاړه به کله کله توده شوه، پوهېدم، د پلار اوښکې وې.
د څنګ قصاب راغی، تر لاس يې ونيولم، دواړه د باندې ووتو، قصاب په ماته خوله راياده کړه چې د خدای امر ومنه! مشر ورور دې پور پرې کړی.
پر ځړېدلي ورون ورغلم، خو د قصاب غبرګ لاسونه راوغځېدل، يو وخت مې سترګې رڼې کړې، دوکان له خلکو ډک وو، پلار مې توبې ايستلې، قصاب مخ ته سړې اوبه را اچولې.
يوه هفته ووته، د ورور مړۍ مې ونه ليد..
پلار مې د طالبانو قوماندان ته ورغی، ځواب يې منفي و، ويل يې چې په اول خط کې جنګ دی، مړي نه شو را ايستلی….
په دوهمه ورځ مې پلار ته چا مشوره ورکړه چې په خپله دې د جنګ ساحې ته لاړ شي.
پلار مې قصاب ته ورغی، دوه سوه لکه شنې اوغانۍ يې په پور ترې راوړې.
مور مې حيرانه وه، خو پلار مې ورته وويل چې په وردګو کې يې د نجاري له پاره ارزانه لرګي موندلي دي.
سهار وختې له کوره راووتو، هغه وخت لاره خرابه وه، ماسپښين کابل ته ورسېدو. په کوټه سنګي کې مو يوه کوټه کرايه کړه، سهار وختي مو له سراي شمالي حرکت وکړ، د لارې دواړو غاړو ته زرګونه تاکونه اره شوي وو، ړنګ کورونه په لوګي تور ول، لسو بجو ته په اول خط کې وو.
د استالف د ولسوالۍ سوځيدلي کلي د جګړې لومړۍ کرښه وه.
د منطقې شناخته طالبان مو وموندل، يوې زړې کوټې ته يې بوتلو، دېوال ته رنګارنګ وسلې ولاړې وې.
بخارۍ ته مو لاسونه ونيول، دوه شناخته طالبان زما دورور د مرګ شاهدان ول، ويل يې چې ټټر ته يې د راکټ مرمۍ سيخه شوه، تر نامه پورته نه و.
د شپې تر ناوخته مې د پلار سونګېدا اورېده، سپېده چاود نږدې ډزې شوې، لمر ختو ته کراري وه.
د ورځې مو ځينې نور کسان هم وليدل چې د خپلومړو په موندلو پسې راغلي ول. غرمې ته د سيمې څو سپين ږيرې راغلل، د مړو له خپلوانو سره يې چنې ووهلې، سپين ږيرو ويل چې د خط هاغه غاړه وسلوال هر جسد په څلوېښت لکه راکوي، دوی ته هم بايد يو څه پاتې شي.
خبره خلاصه شوه، د هر مړي د راوړلو پر سر پنځوس لکه افغانۍ وټاکل شوې.
په دوهمه ورځ شپږ لاسي کراچۍ راغلې، ټولې له مړو بار وې، موږ هم په بېړه ورغلو، يخ وهلې جسدونه پراته ول.
سر مې وګرځېد، د ونې ښاخ مې ونيو.
دوه درې ځايه چيغې شوې، ځينو خلکو خپل مړي موندلي وو، خو زما د ورور جسد نه مالومېده.
يو ځای دوو کسانو يو بل ته څپېړې ونيولې، غږ يې راته، په يوه غوڅ شوي لاس يې جنګ و، يوه ويل چې زما د ورور جسد ته وګوره، لاس يې نشته، تا راوړی، خو بل ويل چې نه، دا مې د زوی لاس دی، په کوچنيتوب کې کالدانه پرې راختلې وه، ړوند يې؟ نه وينې؟ پر مټ يې د کالدانې نښه ده.
منډه مې کړه، کوټې ته ننوتم.
د جګړې په اول خط کې مو يوه هفته تېره کړه، د مړو سوداګرو څو ځله مړي راوړل، خو زما د ورور جسد يې ونه موند.
نا اميده کلي ته راغلو، خلک راغلل، مور مې خبره شوه، تر خولې يې زوروره ناره راووته، ځاې پر ځای پرېوته، مازديګر يې زما د کشر ورور تر څنګ خاورې پرې واړولې.
پلار مې ناروغه شو، يودم يې په ملا کې کوږوالی راغی، نيغ نه شوای ګرځېدلای.
سړی غلی شو، لستوڼۍ يې پر خپلو سترګو تېر کړ، پورته يې وکتل، سترګې يې سرې وې. سړه ساه يې وايسته:
_اه پلاره، په څومره بېوسۍ کې مې پرېښودې.
بېرته يې د زرو د قبر پر وړو تېږو خپله زنه ولګوله، ويې ويل: