اوومه برخه
پلار مې هماغسې پرېښود، د شپې دوې بجې له کوره ووتم، د باران واړه څاڅکي پر مخ ساړه لګېدل.
سات وروسته مې د زرو دوی کلي ته نږدې دمه ونيوله، له جېبه مې لاسي بتۍ را وايسته، مخکې لاړم، لاسي بتۍ مې څو ځله بله کړه، د حاجي نواب کور ته نږدې کېناستم.
د دروازې ورو کړپ مې واورېد، زرو راغله، ژړل يې، دواړه چوپه خوله روان شوو.
د الله اکبر ناره مو د ولسوالۍ په بازرا کې واورېده، دواړه د يوه تړلي دوکان ترمخ کېناستو، د دوکانو دروازې بندې وې، تړلو قصابيو ته سپي پراته ول، کله کله به له ليرې د چوکېدار ناره راغله:
_ها ها های، څوک يې؟ وينم دې.
زرو ته مې وکتل، پر زنګونو يې تړلې غوټه او د غوټې له پاسه خپل تندی ايښی و، ژړل يې…
يو سراچه موټر لنډ راتاو شو، د څراغونو ژېړه رڼا يې راباندې ولګېده، بريک يې ونيو، ناره يې کړه!
_غزني ( د غزني ښار ) غزني!
موټر ته ور وختو، سات وروسته د غزني په ښار کې وو، د کابل اډې ته ورغلو، موټر تيار ول، نهه بجې کابل ته ورسېدو. نيغ پل محمود خان ته لاړو، کرولاوي او سراچې تر تورخمه تلې.
په سروبې کې ډوډۍ ته ودرېدو، خو زرو يوه ګوله هم ور پورته نه کړه، ورو، ورو يې ژړل…تر دې دمه يې يوه خبره هم نه وه کړې.
جلال اباد ته نږدې موټر پنجر شو، هوا ګرمه وه، د ونې سيورې ته کېناستو.
زرو ته مې وکتل، مخ يې پټ و، مازې زنه يې ښکارېدله، پر زنه يې رڼه اوښکه راځوړنده وه.
په لومړي ځل يې په خوابدي غږ وويل:
_چېرې ځو؟
ومې ويل:
_پېښور ته.
غلې وه.
ومې ويل:
_د تګ له پاره دوه ځايه لرو، يا نورستان يا پېښور. خو پېښور ښه راته ښکاري، هلته مې د يوه ملګري کور دی، د ورور غوندې راته ايسي، څه وخت به په پېښور کې تېر کو، بيا به په بل ځای پسې غواړو.
زرو تړلې غوټه خلاصه کړه،له قات شوي ټکري يې بنډل پيسې راوايستې، ويې ويل:
_ها! دا به دې په کار شي.
مجبور وم، د پلار له اتلس سوه افغانيو، پنځه سوه راپاتې وې.
له بنډله مې پنځه زرګونه رابېل کړل، پاتې پيسې مې زرو ته ونيولې.
په غريو کې يې وويل:
_درسره دې وي.
ومې ويل:
_د پېښور پوليس نه دې در مالوم، له سړي پوستکی باسي.
زرو څه ونه ويل، پيسې يې په غوټه کې کېښودې.
مازديګر تورخم ته ورسېدو، افغانۍ مې کلدارې کړې، تر ځنځير واوښتو، دوو پوليسو راته کتل، خو څه يې ونه ويل.
په کارخانو کې يې موټر وداروه، يوه پوليس دروازه خلاصه کړه، په لسو، دولسو مساپرو کې يې وار له واره ماته وويل:
_له کومه راغلې.
ومې ويل:
_له کابله.
_پاسپورټ لرې؟
_نه.
_را کوز شه.
له موټره کښته شوم، زرو هم راپسې راغله.
پوليس د موټر بانټ پر لرګي وواهه، چيغه يې کړه!
_ځه نو، څه له ولاړ يې.
موټروان راکښته شو، کرايه يې رانه يووړه.
پوليس تر لستوڼي ونيولم، ويې ويل:
_افسر له ورځو.
تر سړک واوښتو، تک تور برېتور افسر پر څوکۍ ناست و، د شيدو له چايه ډکه، وړه، خيرنه پياله يې په لاس کې وه.
پوليس زما لستوڼی پرېښود، ناست سړي ته يې وويل:
_سر ( صيب)! له دې ماجر سره کاغذونه نيشته .
ناست افسر ولاړ شو، مخامخ راته ودرېد، په ډډ غږ يې وويل:
_وه هلکه، دهشتګر شانتې ښکارې.
ومې ويل:
_صيب! خوار نجار يم، دلته مې ناروغان راوستي.
زرو ته يې وکتل، په ملنډو يې وويل:
_دا خو هوکه ناروغه نه ښکاري.
جېب ته مې لاس کړ، دوه سوه کلدارې مې ورته ونيولې.
افسر يواځې وخندل، بېرته پر څوکۍ کېناست.
زرو ته مې وکتل، لړزې اخيستې وه….
برېتور افسر وويل:
_مړه، څرمن دې د ازبکانو په څېر سره ښکاري، د ازبکستان دهشتګر خو به نه يې؟
تذکره مې ورته ونيوله.
تذکره يې ور واخيسته ، پرته له دې چې ورته وګوري، پر مېز يې کېښوده.
ويې ويل:
_دا نجلۍ دې څه ده؟
زړه مې ولړزېد:
_خپله.
چيغه يې کړه؟
_څه دې کېږي! خور؟
_نه.
کېناست، تذکره يې ور واخيسته، خپلو سترګو ته يې ونيوله، ويې ويل:
_وه نجلۍ، دېخوا راشه.
زرو په لړزېدلو ګانومو ور نږدې شوه.
برېتور افسر وويل:
_دا هلک څه نومېږي؟
زرو په مات، ګوډ غږ وويل:
_کا، کامران.
د والد نوم يې څه دی؟
_څه؟
_د پلار نوم؟
زرو ماته وکتل، په لومړي ځل يې څېره تر تندي پورې لوڅه وه، سترګې يې وېرې نيولې وې….
د پوليسو افسر وويل:
_ښه نو، پته ولګېده، نجلۍ دې راتښتولې ده.
يودم يې چيغه کړه!
_دا دواړه تاڼې له بوځئ.
مخې ته يې ودرېدم، دوه زرګونه مې ورته ونيول، زارۍ مې ورته وکړې، خو بريتور افسر پر څوکۍ ناست و، ټنډه يې تروه وه.
بل پوليس تر مټ ونيولم، په غوسه يې وويل:
_هله نو پاڅه!
د زرو ژړغونی غږ مې واورېد:
_د خدای روی ومنئ، تاسو به هم خور او مور لری.
برېتور افسر ولاړ شو، تر زرو راوګرځېد، په ملنډو يې وويل:
_خو زما مور او خور ستا شانتې مردارې نه دي چې له پردي سړي سره وتښتي.
په سترګو مې تياره راغله، برېتور افسر مې تر ګرېوان ونيو، دوو نورو پوليسانو منډه راواخيسته، پر ژامه مې کلک سوک وخوړ، ځای پر ځای کېناستم.
خلک راته ودرېدل، خو افسر چيغه کړه!
_هله شابه، شور مه کوئ، دهشتګر دی، له تومانچې سره مو نيولی.
وېرېدلي خلک په خپله مخه لاړل.
افسر د خپل کميس غاړه سمه کړه، مخامخ راته کېناست، ويې ويل:
_تاته پته شته ده چې زموږ په ايين ( قانون ) کې د پوليس وردی ( دريشي ) ته لاس اچول څو کاله جېل لري؟
غلی وم.
ورو يې وويل!
_ښځه دې هم راتښتولې، پاتې ژوند به په جېل کې تېر کړې.
چيغه يې کړه:
_تاڼې له يې بوځئ. کېس ( دوسيه ) ور له واچوئ.
زرو رامخته شوه، له غاړې يې غاړګۍ را خلاصه کړه، پر مېز يې کېښوده.
پوليسو يوبل ته وکتل، يوه غاړګۍ ور واخيسته، د غاړګۍ پر يوه ځای يې غاښونه ټينګ کړل.
سترګې يې وځلېدې:
_سوچه سونا ( سره زر ) دي.
برېتور افسر په بېړه شاوخوا وکتل، غاړګۍ يې په جېب کې واچوله، يودم يې وخندل:
_مړه ماجره، تر تا خو هوکه زما دا خورکۍ هوښياره ده.
خپلو ملګرو ته يې وکتل، چيغه يې کړه:
_هلۍ! څه له ګورئ! سترګې مو نيشته، مېلمنو له دود پتي ( د شيدو چای ) راوړئ.
ومې ويل:
_نه يې څښو.
_ښه نو، شابه، ځئ!
روان شوو، يوه پوليس راپسې غږ کړل:
_د لاين په ګاډو کې لاړ شئ. ټکسي ډېرې روپۍ درله وړي.
تر يوه ځايه پلي لاړو، زرو ژړل. له هغې مې غوټه را واخيسته، يوې ټکسي ته مې لاس وښوراوه، ماښام تياره د مهاجرو يوه کيمپ ته ورسېدو. د ملګري کور ته مې يو ځل پخوا هم ورغلی وم، نانوايي يې ښه نښه وه، په اسانۍ مې وموند.
ملګري مې له خلاص زړه غېږ راکړه، يوه وړه نجلۍ راغله، زرو يې د کور کوټو ته بوتله، زه هم مهمانخانې ته ور وختم.
ډله کسان ناست وو، ملګري مې راته وويل چې دا يې د ورور مېلمانه دي.
ملګري مې دوکانداري کوله، خو وروڼو يې په پاکستان کې درسونه ويلي وو، په انګليسي ښه پوهېدل او په وطن کې يې وظيفې لرلي.
يو يې د فوايد عامې په وزارت کې انجنير و، بل يې په کمپيوټر کې وړې وه، په کندز کې يې له يوې موسسې ډالري تنخوا اخيسته.
ملګري مې ناست مېلمانه راته معرفي کړل، ټول اووه کسه وو، دوه وروڼه له جرمني راغلي ول، څلورو نورو لوړې زده کړې درلودې، په پېښور کې اوسېدل، خو کارونه يې په وطن کې وو. يا يې په حکومت کې وظيفه درلوده او يا يې له موسسو سره کار کاوه.
پاتې په عمر پوخ سړی له رنګه خړ ښکارېده، بې واره يې ټوخل، د کابل له سروبي څخه د تدواۍ له پاره پېښور ته راغلی و.
له ډوډۍ وروسته جومات ته لاړو، کتارونه سم شول، دواړو غاړو تر پايڅو کشولم، ويل يې چې پښې دې ارتې ونيسه، که نه نو تر مينځ مو شيطان تېرېږي.
د چايو په وخت کې له جرمني راغلي سړي د جرمنې کيسې راواخيستې، ويې ويل چې ژوند ستړی دی، زه د تيلو په يوه پمپ کې کار کوم، ميرمن مې مازديګر څلور بجې يوې مغازې ته ځي، ډېر نه سره وينو، د شپې دولس بجې چې کورته راشي، زه ويده يم، دوی لوڼې مې پوهنتون وايي، زوی مې په اتم صنف کې دی.
وروسته سياسي بحث تود شو، ټولو افغان حکومت ته د کوپر په سترګه کتل، جهاد او مهاجرت يې فرض ګاڼه.
ما او کليوال سړي يواځې د دوی خبرې اورېدلې.
مېلمانه ناوخته خپلو کورونو ته لاړل، زه او کليوال سړی پاته شوو.
ملګری مې له يو جګ اوبو سره راغی، په ګيله من انداز يې راته وويل:
_ناځوانه يې! نه دې کوژدې ته خبر کړو او نه هم واده ته. هر څه دې پټ تېر کړل.
غلی وم.
ملګري مې وويل:
_ورېنداره ناروغه ده؟
مخکې تر دې چې څه ووايم، ويې ويل:
_زړه مه خوره، سهار به يې تر ټولو تکړه ډاکټر ته بوځو.
کوربه ګروپ مړ کړ او له کوټې ووت.
ګرمې وه، په يوه څادر کې پرېوتم.
کليوال هم اوږد وغځېد، تر ډېرو يې زګيروی و، وروسته يې په ټيټ غږ وويل:
_توبه خدايه! ښځه، مېړه او پېغلې لوڼي يې د کوپر په وطن کې اوسي، يو بل نه سره ويني، خو په خپل وطن کې جهاد روا بولي، يو څه نسبي کراري يې هم نه راباندې لورېږي… نور په خپل وطن کې له خپل حکومته ډالري تنخوااخلي، خو حکومت کوپر ورته ښکاري، توف! په کومه کاسه کې يې چې خوري، متيازې هم پکې کوي.
بېرته يې زګېروی شو….
ستړی وم، د سهار تر لمانځه په ځان نه وم پوهېدلی.
د لمر ختلو په وخت کې مې ملګری راغی، دستار خوان، پيالې او پتنوس يې کېښودل، خو ټنډه يې تروه وه، تر پايه يې يوه خبره هم ونه کړه.
له دروازې مې د زرو ژړغونۍ غږ واورېد:
_اې! راووځه!
په بېړه مې څادر راواخيست، د باندې ووتم. زرو له غوټې سره ولاړه وه، له سترګو يې مړې اوښکې څڅېدلې.
ومې پوښتل:
_څه خبره ده؟
د زرو ژړا زرو واخيست:
_له دې ځايه ځو.
_ولې؟
_دا خلک وايي چې ته مرداره يې!
په لومړي ځل مې د هغې سر پر خپل ټټر پورې ولګاوه، بغور ( غومبری ) يې تود و، ژړل يې….
غوټه مې ترې واخيسته، له کوره ووتو.
ساعت وروسته د قصه خواني په بازار کې وو. يوه پي، سي، او مې ومونده، له جېبه مې وړه کتابچه را وايسته، د يوه ملګري نومره مې ووهله، په تليفوني شبکه کې په اردو ژبه د يوې نجلۍ ثبت شوی غږ راغی، دومره پوه شوم چې دا نومره بنده ده.
بې هدفه روان شوو، يوې کوڅې ته ننوتو، زرو ته مې وکتل، ستړې ښکارېدله، پر خولې شوي تندي پورې يې تور وېښته سريښ ول.
د يوې وړې هدېرې پر غاړه د ګڼو ونو سيوري ته کېناستو.
چوپه چوپتيا وه، کله کله به له مخامخ واړه جوماته په يوه غږ د قران شريف تلاوت راغی.
زرو په غريو کې وويل:
_هېڅ مې هم نه دې ورته ويلي، خو پوه شوه.
ومې ويل:
_څوک؟ په څه؟
سړه سايې وايسته:
_د ملګري مور دې اول ښه وه، فکر يې کړی و چې زه ستا کډه يم، خو وروسته شک ور ولوېد، پوښتنې يې شروع کړې، پو شوه،سهار يې راته وويل چې که مرداره نه وای، له پردې سړي سره به نه را تښتېدې.
غلې شوه، سر يې پر زنګنو ولګاوه.
جومات ته مې وکتل، ومې ويل:
_له دې خبرو بايد خلاص شو.
نېغ يې راته وکتل، په غومبرو کې يې سرخې پيدا شوه، سر يې وځړېد.
له سترګو يې پوه شوم چې زماد خبرې په مانا پوهېدلې ده.
جومات ته ورغلم، ملاصيب ماشومانو ته قران شريف وايه. يوه شېبه ودرېدم، د ملا راپام شو، راغی، ورته ومې ويل چې نکاح تړم.
ملا په حيرانۍ راته وکتل، د هدېرې خواته مې اشاره وکړه، زرو د ونې سيوري ته ناسته وه.
ملا وويل:
_مړه، خپل، پردي لری، که اچانک ( هسې ) راغلې ياست؟
غلی وم.
ملا وخندل:
_اچها ( ښه )، ټيک ده، په شرعه کې عيب نيشته، هله نو، مړه ، څه خواږه ماږه خو راوړه، شاهدان به زه درله پيدا کم.
روان شوم، ملا په خندا راپسې غږ کړ:
_خو ګوره، لږ نوره خرچه مرچه هم درباندې راځي.
دوکان نېږدې و، کولچې، کيک او نور خواږه مې راواخيستل. زرو ته راغلم، هغه مې تر لاس ونيوله، د جومات په چوتره کې کېناستو.
ملا دوه له عمره غټ طالبان راوستل، نکاح ساده وه، د منلو او نه منلو نخرې يې نه درلودې، دواړو ( هو ) کړه. کولچې او نور خواږه پر وړو طالبانو ووېشل شول، دوولس سوه کلدارې يې شيرينې يوړه. خلاص! له جوماته راووتو.
يوه هوټل ته ورغلو، د کرايې کوټې يې درلودې، خو پاسپورټونه شرط ول. بل ادرس مې وموند، کوټه يې نه راکوله، خو د پيسو ډېرېدا چوپه خوله کړ.
کيلې مې ترې واخيسته، په کوټه کې دوه نفره کټ و، خو زرو پر ځمکه پرېوته، د شپې تر ناوخته يې ژړل.
سهار وختي د موټرو اډې ته راغلو، اته بجې په جلال اباد کې وو، ماښام د نورستان مرکز ته ورسېدو.
ښار کوچنی و، د ترور کور مې په يوه تليفون وموند. ورغلو، ترور مې غېږ راکړه، خو زرو ته يې په کرکه وکتل، مخامخ يې ورته وويل چې زما وراره دې په بدۍ اخته کړ.
ماخستن مې د ترور خاوند راغی، ستړې مشې يې سړه وه، له خبرو يې وپوهېدم چې زما او د زرو د تېښتې خبره چا په تليفون کې ورته کړې وه.
تر ډوډۍ وروسته يې نصيحت راواخيست، ويل يې چې له دې نجلۍ تېر شه.
لنډ مې وپوهاوه، چې خبره خلاصه ده، له زرو سره مې واده کړی.
د ترور خاوند مې نجاري کوله، شپږکاله مخکې نورستان ته په کار پسې راغلی و، همدلته يې نجاري وموندله، کار يې ښه و، کور يې ور وغوښت، پاخه يې واړول.
دوی په يوه کرايي کور کې اوسېدل، کور تنګ و، درې کوټې يې درلودې، دروازې ته نږدې کوټه يې د ميلمنو کوټه بلله. په پاتې دوو کوټو کې مې ترور او د هغې مشر زوی ته تازه راواده کړې ناوې اوسېدله.
ترور مې له عمره پخه ښځه وه، درې زامن يې درلودل، مشر يې په جلال اباد کې پوهنتون وايه، دوه نور يې په دوولسم صنف کې ول.
زه به د ميلمنو په کوټه کې له دوو ترور زيانو سره ويدېدم. دوی به له خپل پلارسره ماښام تياره کور ته راتلل، تر غرمې يې مکتب وايه، پاتې وخت به د نجاري په دوکان کې ول.
په دوو ورځو کې مې زرو ونه لېده، کورته نه ورتلم، له تازه راواده کړې ناوې حيا راته درېده. بس، يواځې يو ځل د باندې ووتم، ټوټه مې واخيسته، خياط ته مې وويل چې همدا يو جوړ جامې لرم، تر ماښامه يې راته وګنډه.
ډېر وخت به مې د کتابونو په لوستلو تېراوه، په کوټه کې وړه المارۍ وه، ګڼ کتابونه پکې ايښي ول. پر دېوال ښکاري ټوپک له چرمې کاش سره راځړېده. له بېکارۍ به مې کله کله په کاش کې ټومبلي کارتوس شمېرل. پوره لس دانې ول.
يواځېتوب مې زړه خوړ، په درېيمه ورځ د ترور له خاوند سره د نجاري دوکان ته لاړم، تر غرمې مې کار وکړ،ستړی شوم، د ځنګله د چهارتراشو تراشلو زور غوښت. خو په دوهمه ورځ مې لاس سم چلېده، تر ماښامه مې سلامت ور جوړ کړ.
په پنځمه ورځ مې د ترور يو زوی کارته نه راغی، ورور يې ويل چې ناروغه و.
مازديګر مې په سر درد شول، کورته وخته لاړم. د ميلمنو په کوټه کې پرېوتم، ترور مې چای راووړ، ستړې وه، ويل يې چې ټوله ورځ يې جامې پرېمينځلې.
بېرته له کوټې ووته.
زرو راغله، ژړل يې.
په بېړه مې وويل:
_ولې؟
هماغسې يې ژړل…
ومې ويل:
_ترور مې څه درته ويلي دي؟
_نه.
_ناوې يې؟
_نه
_نو څه ټکه راپرېوتې ده؟
ژړا يې زور ونيو:
_له دې ځايه ځو.
ومې ويل:
_څه خبره ده؟
_نه شم درته ويلی.
تر مټ مې ونيوله:
_سپينه خبره وکه.
سر يې وځړېد:
_ترور او د ترور ناوې دې په حويلۍ کې جامې مينځلې، ما کوټه جارو کوله، د ترور زوی دې راغی، غېږ يې رانه وګرځوله، پورې مې واهه، ورته ومې ويل چې له کوټې ووځه، که نه نو چيغې وهم.
ګړندي ګامونه يې واخيستل، خو په وره کې يې نوک ونيو، راته ويې ويل، چې دومره ځان پاک پاک مه ښيه، که مرداره نه وای، نو له کامران سره به نه راتښتېدې.
په زړه مې اور بل شو، د زرو سر مې په خپل ټټر پورې ولګاوه، ومې ويل:
_سمه ده، خو بس، دا يوه شپه صبر وکه، سهار په خړه به له دې ځايه ځو.
ماخستن مې د ترور زوې ونه ليد، ورور يې ويل چې نن شپه نه راځي، د يوه ملګري ميلمه دی. سهار په خړه مې ټوپک راواخيست، د کوټې په وره کې کيناستم.
سړی غلی شو، سړه سا يې وايسته، طوطي يې ور واخيست، کوټې ته ننوت.