اتمه برخه
سړي سترګې رڼې کړې، طوطي ته يې وکتل، پر څنګ ړنګ و. ور وښويېد، لاس يې ور ووړ، د طوطي غاړه کږه شوه.
سړی کېناست، د طوطي سترګو ته يې ور پو کړل، د سترګو خړه پرده يې يوې خواته لاړه. جام يې ور واخيست، د طوطي په خوله کې يې څو څاڅکي اوبه وڅڅولې. د باندې ووت، طوطي يې پر شنو وښو کېناوه. طوطي هماغسې کږه غاړه نيولې وه.
شېبه وروسته يې طوطي ور واخيست، سيند ته کښته شو. ډبرې يې واړولې، سور چينجی يې وموند، خو طوطي خپله مښوکه ور ټيټه نه کړه.
سړی پر يوه لويه ډبره کېناست، طوطي يې خپلو سترګو ته ونيو، په خواره خوله يې وويل:
_خير دی، مه مره!
ويې ټوخل، خولې ته يې لاس ونيو، غروي ته يې وکتل، د وينو سره څاڅکي پرې ښکارېدل.
سړي خپل لاس په اوبو کې وواهه، بېرته پر ډبره کېناست، غريو واخيست:
_د زرو کيسه به چاته کوم.
سړي پورته وکتل، د سهارني لمر وړانګې مخامخ شنه غره ته سيخې وې، ونو ژېړه لمبه کوله.
سر يې وځړېد، طوطي ته يې وکتل، په خوند يې وويل:
_ښه دې وکړل، چينجی به دې سترګې رڼې کړي.
طوطي يې ور واخيست، غره ته وخوت، تر ونې لاندې يې د تېر کال لوېدلي چهارمغز ور ټول کړل، ډبره يې ورته ونيوله، په ډکه خوله يې وويل:
_اوړی ښه و. رنګارنګ ميوې پيداکېدلی، خو ژمۍ مې ټول د ماهيانو په غوښو تېر کړ. پوهېږې! زررو مختلف سابه پېژندل، زما يې يواځې د دوو دريو نومونه زده دي، سارمی، شلخي، شېزې، بس، همدومره.
يودم ولاړ شو، څو ګامه يې واخيستل، له ځمکې يې په خټو لړلۍ شين کوچنۍ کاغذ ورپورته کړ، شونډې يې پرې کېښودې، بېرته خپل ځای ته راغی، خپله بټه ګوته يې پر کاغذ تېره کړه،ويې ويل:
_د زرو همدا ژاولې خوښېدلې، غره ته مې سلامت کارتن ورته راووړ.
غلی شو، سوړ اسويلۍ يې وايست:
_اه! پر دې کاغذ د زرو ګوتې لګېدلې دي.
اوږد وغځېد، سترګې يې پټې کړې، ويې ويل:
_د ترور له کوره خړ سهار را ووتو، د بازار شمال لور ته غځېدلې دره مو په مخه ورکړه. ځای ځای به د غره په ډډه کې څو کورونه په مخه راغلل، څومره چې به پورته تلو، ونې ډېرېدلې.
يو ځای کېناستو، زرو وويل:
_چېرته ځو؟
ومې ويل:
_نه پوهېږم.
تر ډېره غلی وه، بيا يې په غريو کې وويل:
_داسې ځای نشته چې هلته انسانان نه وي؟
غرمه يوه کوچيني کلي ته ورسېدو. زرو د سيند پر غاړه راته کېناسته. د کلي دوکان ته ورغلم، د ديارلسو سوو افغانيو پاکټي کېک، بيسکيټ، جوس، شيدې … يو چاقو، د لاسي بتۍ بېطرۍ او دوه سګريټ لايټره مې واخيستل.
مازديګر مې د ونو په مينځ کې اور بل کړ، نږدې کلی مو دوه، دوه نيم ساعته مخکې پرېښی و.
زرو ته مې وکتل، غلې ناسته وه، په سترګو کې يې د اور لمبه ښکارېدله.
ورغلم، تر څنګ يې کېناستم، په خوابدي غږ يې وويل:
_په کور کې به څه حال وي؟
ومې ويل:
_ نور په دې خبرو پسې مه ګرځه.
غلی وه.
ومې ويل:
_پښيمانه يې؟
سر يې زما پر اوږه کېښود:
_نه.
د زرو پښو ته مې وکتل، د ښۍ پښې پر بټه ګوته راختلې تڼاکه يې چاودلې وه.
له خپل څادره مې وړه ريتاړه وايسته، ګوته مې ور وتړله.
د هغې پلاستيکي څپلکو ته مې وکتل، ومې ويل:
_پام مې نه و، که نه په دوکان کې زنانه بوټ هم خرڅېدل.
زرو څه ونه ويل.
ماخستن مې پر اور څو نور وچ لرګي کېښودل، زرو ته مې وکتل، سر يې پر تړلې غوټه ايښی و، يوه خوا مخ او لوڅه غاړه يې رڼا ته سيخ ول، ښکلې ښکارېدله.
ورغلم، تر څنګ يې پرېوتم، څه يې ونه ويل.
پورته مې وکتل، په ګڼو پاڼو کې يو نيم ستوری ځلېده. ورمېږ مې کوږ کړ، زرو ستوني ستغ پرته وه، سترګې يې پټې وې.
پراړخ را واوښتم، ښی لاس مې د هغې پر ټټر کېښود، زګيروی يې شو. کيڼه څنګله مې ځمکې ته سيخه کړه، مخ مې ور نږدې کړ، پر شونډو مې توده ساه ولګېده.
زرو يودم سترګې رڼې کړې، پورې يې وهلم، په ټکري کې يې ځان وپېچه. کېناسته. تېزه تېزه ساه يې وهله، اور ته يې وچې سترګې نيولې وې.
ولاړ شوم، د اور بلې غاړې ته مې د ټوپک پر کنداغ سر ولګاوه، څادر مې په سترګو راکش کړ.
پاو ووت، زرو ورو ورو ژړل…وروسته راغله، زما تر څنګ کېناسته، په ژړغوني غږ يې وويل:
_خفه شوې؟
غلی وم.
پر تندي يې لاس راکېښود.
ومې ويل:
_خو ما او تا واده کړی، ته …
په خبره کې راولوېده:
_پوهېږم، خو اوس نه، له زړه مې وينې څاڅي.
مخ مې لوڅ کړ، د زرو پر لندو اننګو کې د اور لمبې ښکارېدلې. ..
سر يې زما پر ټټر کېښود، په غريو کې يې وويل:
_د خدای روی ومنه، مه خفه کېږه! ښه!
څه مې ونه ويل، چوپه چوپتيا وه، کله کله به په اور کې د پرتو لرګيو ټکا خته.
وخت ووت، زرو هماغسې زما پر ټټر سر ايښی و، سترګې يې پټې وې، وړه وړه ساه يې اخيسته.
يو وخت مې سترګې رڼې کړې، سهار و، زرو پر مړو ايرو لرګي اېښودل.
تيمم مې وواهه، د اسمان د يوې څنډې له رڼا مې قيبله ومونده. ودرېدم، شېبه وروسته مې سلام وګرځاوه، زرو ته مې وکتل، لايټر يې نه شو بلولی. ورغلم، اور مې بل کړ.
په لمر ختو دواړه روان شوو، څومره چې پورته تلو، د ونو وهل شوي مونډان کمېدل.
تر غرمې مو مزل وکړ، ابادي نه وه. ماسپښين تر يوه غره واوښتو، لاندې سيند و، څپې يې په غوږونو ښې لګېدې.
تر مازديګره د سيند له څنډې سره مخ پورته وختو، بيا مو لار کږه کړه، ماښام مو د يوه ټيټ غره پر سر سا ونيوله. همالته مو د ونو په مينځ کې اور بل کړ، د شپې له زرو ليرې پرېوتم.
يو وخت مې تندی سوړ شو، سترګې مې رڼې کړې، رڼا وه، زما پر سر څو متره پورته په ونه کې يو کارغه ناست و.
زرو راته وکتل، له خندا شنه شوه.
اه! په خندا کې څومره خوږه ښکارېدله.
يودم غلې شوه، بېرته يې پر غوټه سر کېښود.
د څادر پيڅکه مې پر تندي تېره کړه، د کارغه چټلي وه.
غرمه سپينو واورو ته نږدې شوو، د غره په ډډه کې مو يو غار وموند.
سړي سترګې رڼې کړې، طوطي ته يې وکتل، ويې ويل:
_هماغه غار چې ما او تا شپه پکې تېره کړه.
بېرته يې سترګې پټې کړې:
_زرو خوشاله وه، ويل چې دا ځای ښه دی، که نور نه وي، له انسانانو خو ليرې يو، څوک خو به مرداره نه راته وايي.
ماسپښين د باندې ووته، پاو وروسته بېرته راغله، له بوټو يې جارو جوړه کړې وه.
د زرو په غوښتنه د باندې لاړم، د ثور مياشت وه، خو لا هم سوړ باد هډوکو ته رسېده.
پورته وختم، چينه وه. مخ ته مې سړې اوبه ور واچولې، مبايل مې را وايست، يوه خانه چارج پکې پاتې و، انتن يې نه ورکاوه.
بېرته راغلم، د غار په خوله کې دوړه ولاړه وه.
زرو له جارو سره د باندې راووته، مول يې وهلی و، اوږده باڼه يې سپېره ول.
چينه مې ور وښوده، غار ته ننوتم، دوړه لا نه وه ناسته، مخامخ پرې شوی ځای ښکارېده، ورغلم، بل غار و، له پورته اوبه راتويېدې. په مړو خاورو کې د کوم ځناور پلونه ښکارېدل، هر پل زما د لاس د چمبې په اندازه و.
ماخستن مې په غار کې اور بل کړ، لرګي غوړ ول، لوګي سترګې ړندولې، تر ډېره مې د زرو ټوخی اورېده، وروسته مې سترګې سره ورغلې.
يو وخت مې د زرو زوروره چيغه واورېده، په بېړه کېناستم، لوی اېږ ولاړ و، غرېده.
ټوپک مې ورته ونيو، ډز شو، په غار کې د اېږ تېره ناره راوګرځېده، مخامخ راباندی راغی، د ټوپک ماشه مې بيا ټينګه کړه، اېږ پر سرو سکروټو ورغی، ولوېد. د انګار کمزورې رڼا ورکه شوه.
لاسي بتۍ مې ولګوله، زرو تېږې ته ناسته وه، سترګې يې رډې راختلې وې، لړزېده.
ورغلم، د هغې سر مې په خپل ټټر پورې ونيو، ومې ويل:
_مه وېرېږه، هر څه تېر شول.
تر ډېره ويښ وم، په غار کې د اېږ د سوځېدلو وړيو بوی ته.
سهار مې اېږ تر پښو ونيو، نه کېده، کشولو يې زور غوښت. کېناستم، د اېږ له ټټر او تندي لا تازه وينه راتله.
زرو مې راويښه کړه، په وېره يې د اېږ يوه پښه ونيوله، کش مو کړ، تر غار مو وايست، لاندې ورغړېد.
غرمه ورغلم، پوستکی مې ترې واړاوه.
ماخستن مو د باندې اور بل کړ، صاف شو، انګار مو غار ته يووړ. نيمه شپه د شغالانو چيغې شوې، زرو راغله، په لومړي ځل يو ځای راسره پرېوته.
سړی غلی شو، د ژاولو کاغذ يې سترګو ته ونيو، زر ورق يې ځلېده.
ويې ويل:
_زرو خوشاله وه، کور يې نه ياداوه، خو کله کله به يې په خوب کې د خپلې مور او کوچنيو وروڼو نومونه اخيستل.
يوه اوونۍ ووته، کېک، بيسکېټ، شيدې… کم شول، يواځې دوې درې ورځې چاره پرې کېده. بل سهار په غره کې وګرځېدم، يو ځای مې يوه چينه وموندله، په پوټي ( مړه خاوره ) کې د زرکو پلونه ول.
په وړکتوب کې له خپل پلار سره د زرکو ښکار ته تللی وم، زموږ په سيمه کې يو هسک غر دی، د ناور غر يې بولې، چينې لري.
پلارمې تر يوې چېنې دام راوګرځاوه، اوړی و، شپه مو په غره کې تېره کړه، له لمر ختو سره د زرکو نارې شوې، پلار مې ويل چې دا يې د اوبو د څښلو وخت دی. وروسته ورغلو، له دامه مو په حساب دوولس زرکې راخلاصې کړې.
خو د نورستان په غرونو کې به مې دام له کومه کاوه! په کاش کې هم جنګي کارتوس ټومبلي وو، يوه چره يې درلوده، يوه چره، مانا يوه زرکه. نه ارزېده.
په دوهمه ورځ بيا په ښکار پسې ووتم، له يوه بوټي يوې غټې سويې ټوپ کړل، ټوپک مې ورته ونيو، سويه تر لويو تېږو پټه شوه.
خو په درېيم سهار ښکار په خپله د غار خولې ته راغی، د باندې مې د وړو ډبرو د رغړېو غږ واورېد، په احتياط ور ووتم، تر چينې پورته، پر هسکه پرښه يوه هوسۍ ولاړه وه.
له هماغه ځايه مې ټوپک ورته ونيو، له ډز سره مې سترګو ته د باروتو توره لوخړه ودرېده. لاس مې وخوځاوه، هوسۍ نه وه.
په بېړه پورته وختم، پر غوړو ډبرو سره وينه ښکارېدله، مخکې لاړم، هوسۍ وازه خوله نيولې وه.
له هوسۍ څخه د پوستکي د ايستلو په وخت مې زرو ته وکتل، سترګې يې له اوښکو ډکې وې، قسم يې راکړ چې له دې ايسته به ژوندي ساري نه ولم.
نه مې منله، په دې غره کې له ښکاره پرته څه نه موندل کېدل، خو زرو له خپلې خبرې نه اوښته، ناچاره وم، ژمنه مې وکړه.
يوه اونۍ مو د هوسۍ کباب خوړ، د ورځو حساب د زرو له هغو کرښو را مالومېده چې پر ډبره به يې ايستلې.
يوه ورځ زرو د باندې ووته، يوه لمن سارمې ، شېزې او پوڅکۍ ( مرخېړي ) يې راوړل، خو دېګ نه و، په څه کې به مو پخول!
مجبوره وم، بايد نږدې ابادۍ ته تللی وای. له زرو سره مې خبرې وکړې، وېرېدله، ويل يې چې په غره کې يواځې نه شم پاتې کېدلای.
په سخته مې قانع کړه، ومې ويل چې تر ماخستنه بېرته راځم.
په ستورو کې د باندې ووتم، تېز تلم، د سيند له څنډې سره مې مزل وکړ، بېرته پورته وختم، لس بجې مې د سپيو غپا واورېده، ليرې د کوچيانو کېږدۍ ولاړې وې. لاره مې چپه کړه، ماسپښين يوه کلي ته ورسېدم، کوچينۍ دوکان يې درلود، دوکاندار ته مې وويل چې کوچی يم.
په يوه اووه منۍ بوجۍ کې مې وريجې، دال، نخود، لوبيا، غوړي… دېګ، کاسه، څمڅه، چايجوشه… پيالې او يو جوړ ښځينه بوټونه واچول.
له دوکانداره مې مبابل را واخيست، د پلار نومره مې ووهله، بند و.
قصاب ته مې تليفون وکړ، وار له واره يې سپک کړم، بيا يې راته وويل چې د حاجي نواب زامن درپسې ګرځي، خدايکه دې وينه ځمکې ته پرېږدي.
د پلار احوال مې ورنه واخيست، ويل يې چې ټوله ورځ ژاړي، ښېرا درته کوي.
بېرته غره ته وختم، بوجۍ درنه وه، خو د زرو د يوازيتوب اندېښنې مې زړه خوړ.
ماښام سيند ته ورسېدم، پر غره ختلو زور غوښت، نه کېده، يو ځای مې په نښه کړ، بوجۍ مې کېښوده، تش لاس پورته وختم.
دوه- درې ساعته مې مزل وکړ، ليرې له ګڼو ونو د اور لمبه ښکاريدله، نږدې ورغلم، ومې ټوخل، زرو ټوپک راته ونيو، چيغه مې کړه، زه يم، کامران، منډه يې راواخيسته، کلکه غېږ يې راکړه.
دواړه اور ته نږدې کېناستو، زرو زما د تشو لاسونو په ليدو حيرانه وه، پوه مې کړه چې غوټه مې نږدې را رسولې ده.
سهار وختي دواړه د باندې ووتو، غرمې ته مو بوجۍ راورسوله. ښه و، خوراک مو سم شو، خو زرو به له وريجو، غوړو، لوبيا… سره پام کاوه، ډېر وخت به مو سابه او پوڅکۍ پخول.
د زرو خندا بېرته راوګرځېده، دا خوشاله وه، غم ته يې ځان نه ورکاوه.
ډېر وخت به د باندې ګرځېدو، شنې ونې، رڼې اوبه، د غره غوړې او سپېرې تېږې، د زرکو نارې، صاف لمر، روښانه ستوري… او زرو، جنتي ژوند و.
په دوو مياشتو کې مو يو بنيادم هم ونه ليد، خو يوه غرمه مې زړه خولې ته راغی، پروت وم، زنګولې وګړنجېدې، په بېړه له غاره ووتم، يوه خيرنه اوزه ټيټې ونې ته ختلې وه، په سره ژبه يې شنې پاڼې ور ټولولې.
پورته وختم، غړۍ مې اوږده کړه، تر چينې سلامت رمه را تاوه وه. لاندې مې وکتل، زړه مې ولړزېد، زرو پورته راخته، لاس مې ورته وخوځاوه، راپام يې نه شو.
په بېړه د غار خولې ته را کښته شوم، زرو ته مې اشاره وکړه، ځای پر ځای کېناسته. وروسته په احتياط پورته راوخته، پلو يې له چهارمغزو ډک و.
دواړه غار ته ننوتو، غلي کېناستو، زرو وېرېدلې سترګې راته نيولې وې….
نږدې ډډ غږ مې واورېد:
_اررررررررې!
له دېوال سره مې ځان جوخت ونيو، د باندې مې وکتل، په عمر پوخ کوچی دېګدان ( نغري ) ته ولاړ و.
بيا يې خوله پورته ونيوله، چيغه يې کړه!
_بازګليه، دا ايرې لا تودې دي.
وړې ډبرې وښويېدې، د غار پر خوله سيوری راغی.
زرو ته مې اشاره وکړه، په بېړه واړه غار ته ننوته.
نږدې غږ مې واورېد:
_اې ځوانه، ته دلته څه کوې؟
ور ومې کتل، کوچی د غار په خوله کې ولاړ و.
ورغلم، تر مټ مې ونيو، له غاره ووتو. يو بل تنکی ځوان هم ولاړ و، په لاس کې يې لوی ډانګ ښکارېده، سترګې يې له حيرانۍ ډکې وې.
ومې ويل:
_ښکاريان يو.
په عمر پوخ کوچي وخندل، دېګدان ته کېناست، په ډډ غږ يې وويل:
_ما مه غلطوه، مخکې مې يوه زنانه وليده.
په خبره کې ور ولوېدم:
_درته ومې ويل چې ښکاريان يو، نور ملګري مې په ښکار پسې وتلي دي.
د کوڅي ټنډه تروه شوه:
_زه دې څه کوم، خو که به دوراغ وايم، غبرګې سترګې مې دي ووځي، دلته يوه زنانه وه.
يودم يې چيغه کړه!
_وه بازګليه، ړوند يې، سرکښ ( د رمې د سر وزګوړ ) لاندې کښته شو.
تنکي ځوان منډه واخيسته.
له کوچي سره چينې ته وختم. لويه رمه وه، اوزو او پسونو له ځمکې راختلې واښه ور ټولول….
کوچي وويل:
_لاندې د وښو خونده نه وه پاتې، دا څو ورځې کېږې چې دلته راختلي يو.
ومې ويل:
_کېږدۍ مو چېرته دي؟
ښار ته نږدې، بس، له دې ځايه يوه نيمه، دوې ورځې مزل غواړي.
له کوچي مې يو کوچينی سيرلی واخيست، رمې حرکت وکړ، درې ته کښته شوه.
بېرته غار ته راغلم. زرو وېرېدلې ناسته وه.
هغې ته مې ډاډ ورکړ، خو خپل زړه مې نه قانع کېده، کوچي په دې ليرې غره کې زرو ليدلې وه، غر او ځوانه نجلۍ، دا خبره نورو ته په ويلو ارزېده.
د باندې ووتم، د سېرلي پر غاړه مې چاړه کېښوده.
دوې ورځې ووتې، ټېکه نه راتله، د اوسېدو له پاره مو بايد بل ځای موندلای وای.
يو سهار دواړه د باندې ووتو، تر غرمې وګرځېدو، په غره کې مو کوم غار ونه موند، زرو يوه ځای ته ګوته ونيوله، ويې ويل:
_هالته وګوره!
ډېر کښته د سيند اوبه سپينې سره اوښتې، ور هاخوا د ونو په مينځ کې شين پراخ ځای ښکارېده، زرو را ياده کړه چې هلته به يوه کوټه جوړه کړو.
( نه ) مې ونه ويل، تيږې، اوبه او لرګي نږدې ول، په دوو هفتو کې مو ګلالۍ کوټه جوړه کړه،خو ور او کړ کۍ يې نه درلودل، جوړېدو يې اره او مېخونه غوښتل.
پروا يې نه راتله، د اوړي هوا توده وه.
نوې جونګړې ته راکډه شوو. پر کوټه مو نور لاس هم وواهه، زرو سپينه خاوره وموندله، دېوالونه ښکلي شول.
ژوند ته به موپه مينه کتل، نه په تېر پسې ګرځېدو او نه د راتلونکي غم راسره و، بس، هماغه ساعت به مو ژوند ګاڼه.
کله به دسيند غاړې ته تلو، کله به مو د ځنګله ونې په ميوو پسې غوښتې، کله به د اوبو پر غاړه پر پسته شګه پراته وو، په ورېځو کې به مو انځورونه پيدا کول.
ځان پاچا راته اېسېده، تر پاچاهۍ هم ور هاخوا، د زرو خندا، خبرو، تګ او د هغې پر ټټر د سر لګېدا مې په ټوله دنيا نه ورکوله.
نيږدې ګاونډيان مو د چهارمغزو په ونه کې طوطيان وو، ور هاخوا د بيزوګيانو ډله اوسېدله، لږ ليرې زرکو نارې وهلې…په يو بل مو کارنه درلود. نه بدي وه، نه تربور و، نه وژل….
بس، يواځې يوه ورځ دوو ټيټو تورو هليکوپترو د زرکو نارې غلې کړې، خو دقيقه وروسته، غر بېرته ژوندی شو، له ونو الوتي مرغان خپلو ځالو ته راغلل، مرغۍ وچوڼېدې، بيزوګيانو کرېژې وهلې…
يوځل بيا مجبور شوم چې زرو يواځې پرېږدم، دا وار له غره سره عادت وه، انسان نه و، له ځناورو نه وېرېدله، د تګ په وخت کې يې د شنه کاغذ ژاولې رانه وغوښتې.
د سهار په خړه کې له جونګړې ووتم، غرمه مې يو کوچينی کلی وموند، دوکان يې درلود، ژاولې، خوراکي مواد د ماهيانو چنګکان او ميخونه مې ترې واخيستل، خو اره نه وه. مجبور وم، يوه کليوال زړه اره خرڅوله، پيسې مې ورکړې، ماخستن بېرته جونګړې ته راورسېدم.
لرګي ډېر ول، په دريو – څلورو ورځو کې مې ور او کړکۍ جوړ کړل.
په خوړوکې مو يو بل څه هم ور اضافه شول، د ماهيانو غوښه. په اول کې يې زرو ته خوند نه ورکاوه، ويل يې چې ازغي لري، خو وروسته به په خپله د ماهيانو ښکار ته راسره تله.
يوه ورځ په ماهيانو پسې لاندې لاړو، يو ځای مو په غټو ډبرو کې مړې اوبه پيدا کړې، په لومړي چيګک کې يو لوی ماهۍ بند شو، کافي و.
د اوبو پر ژۍ کېناستم، د ماهي ګېډه مې څېرې کړه، زرو ته مې وکتل، په سپين پتنګ پسې يې منډې وهلې…يو ځای ودرېده، ماته يې وکتل، لاس يې راته وخوځاوه.
ورغلم، رنګ يې ژېړ و، ځمکې ته يې وچې سترګې نيولې وې.
زړه مې ولړزېد، کېناستم، په شګو کې د انسان پلونه ښکارېدل.
د زرو وېرېدلی غږ مې واورېد:
_يو نفر نه دی؟
سر مې پورته کړ، زرو څو ګامه ليرې ځای ته کتل…
ورغلم، د دوو نورو کسانوپلونه وو. پلونه په شګو کې روښانه ښکارېدل، خو وروسته پورته ختلي ول. په وښو او ډبرو کې يې موندل سخته وه.
تر يوه ځايه پسې لاړم، ورک شول.
له ونې مې يوه څانګه را پرې کړه، تر سيند پورې مې د ځان او زرو پلونه ړنګ کړل، ماهۍ مې راواخيست، تر جونګړې پورې مې د ونې څانګه په ځان پسې کشوله، د تلليو او راغليو پلونو پر ځای به د پاڼو نرۍ ليکې پاتې شوې.
زور ته مې ټوله ورځ ډاډ ورکړ چې هېڅ خبره نه ده، يا به ښکاريان وو او يا هم کوچيان، خو د زرو وېره نه کمېدله.
دوې – درې ورځې به يې د پاڼې په لويدو هم جټګه خوړله، خو وروسته يې رنګ بېرته راوګرځېد. زړه ته يې ولوېده چې کوم خطر نشته.
دواړه به د پخوا په څير د ماهيانو ښکار ته تلو، خو تر خپله وسه به مو پر تېږو پلونه اېښودل.
د اور بلولو له پاره مو هم هغه لرګي راټول کړل، چې لوګی به يې ډېر نه کاوه.
مياشت ووته، کوم پل مو ونه ليد، زړونه مو ډاډه شول.