نهمه برخه
د سنبلې په اخېر کې د ليرې غره څوکه سپينه شوه، شپه به سړه وه، خو د اېږ پوستکي يخنۍ ته نه ورکولو.
مياشت وروسته مې د جونګړې په دېوال کې دودکش وايست،غولی مې وکېنده، دوه لغمه مې جوړ کړل، د غره هوارې ډبرې مې پرې کېښودې، زرو کاګل کړه، ګلالۍ تاوخانه جوړه شوه.
زرو ته مې وکتل، تندی او د پزې څوکه يې په خټو ککړ و.
ومې خندل:
_له ما دې څه غوښتل، اوس به په سعودي کې ګرځېدې، هوسا ژوند به دې و.
شونډې يې ورپېدې، راغله، زما پر اوږه يې سر کېښود، ويې ويل:
_ ته او دا جونګړه مې ټوله دنيا ياست.
يوه شپه مې غاړه سړه شوه، کېناستم، غوږ مې ونيو، له پورته څاڅکې راتويېدل. لاسي بتۍ مې چت ته ونيوله، بام څڅېده.
د زرو تود لاس مې له خپلې غاړې ليرې کړ، ور ومې کتل، ويده وه.
د باندې ووتم، باران اورېده. بام ته وختم، څو ځايه مې د بوټ پر تلي زور راووست. پر زينه مې پښه کېښوده، زړه مې خولې ته راغی. ليرې د ونو په مينځ کې سپينه رڼا ګرځېده….
په ځير مې ورته وکتل، کله کله به د ونو له چولو د لاسي بتۍ تېره رڼا راووته.
په بېړه کوټې ته ننوم، ټوپک مې راواخيست، د زرو خوبولی غږ مې واورېد:
_څه خبره ده؟
ومې ويل:
_هېڅ، له جونګړې راونه وځې.
لاړم، د چهارمغز ونې ته مې ولي ولګول. تياره وه، خپل لاسونه مې نه ښکارېدل.
ټوپک مې مخامخ ونو ته ونيو، د ميل پر سر د ستورو سپينه نرۍ رڼا پرته وه.
ښه شېبه کېناستم، له غره مې سترګې نه اړولې. وخت ووت، رڼا نه وه.
بېرته جونګړې ته راغلم، زرو په وارخطايي وويل:
_اېږ و؟
_نه.
يوه شېبه غلې وه، بيا يې وويل:
_نو ولې د باندې ووتې؟
_باران دی، کوټه څڅېدله.
ويې ويل:
_ما خو د بام پر سر دربی وانه ورېد، او بل، ټوپک دې څه کاوه؟
د زرو تر څنګ پرېوتم. ومې ويل:
_اوس ويده شه.
راوښويېده، لاس يې په غاړه کې راواچاوه.
شېبه وروسته خوب يووړه، خو ما تر ډېرو چورتونه وهل، په غره کې رڼا بې څه نه وه.
سهار مې اوږه وخوځېده، په بېړه مې ټوپک ته لاس ور وغځاوه. سترګې مې رڼې کړې، زرو وه، ويل يې چې واوره اورېدلې ده.
د باندې ووتم، د ونو پر سرو او ژېړو پاڼو سپينه واروه پرته وه. شېبه وروسته لمر راوخوت، تر غرمې يې واوره ټوله کړه، يواځې د غرونو څوکې سپينې وې.
ماسپښين غره ته وختم، د بېګانۍ رڼا په ځايونو وګرځېدم، نښې نه وې، مخکې لاړم، زړه مې ولړزېد، يوځای د سګريټو ډبی پروت و.
راوامې خيست، تش و،خو تازه ښکارېده.
بېرته لاندې کښته شوم، له ليرې مې جونګړې ته وکتل، له دودکشه تور لوګی پورته کېده.
منډه مې واخيسته، يو ځای د ټوپک کنداغ پر تېږه ولګېد، لاندې ولوېد. ورغلم، بند يې شکېدلی و.
په يوه سا مې ځان تر کوټې ورساوه، پر اور مې ډکه کاسه اوبه تشې کړې. زرو په حيرانۍ راته کتل… تر لاس مې ونيوله، کوټې ته ننوتو، د زرو سترګې رډې راختلې وې.
ومې ويل:
_په کور کې مو چا سګريټ څکول؟
زرو په حيرانۍ راته کتل…
له جېبه مې د سګرټو تش ډبی را وايست، ومې ويل:
_دا مې په غره کې وموند.
د زرو لړزانده ګوتې ور وغځېدې، ډبې ته يې په ځير ځير وکتل، کېناسته.
زنګنونه مې پر غولي ولګول، زرو ته مې وکتل، رنګ يې ژېړ و، لکه تازه چې له خاورو راوتلې وي.
د زرو اوږو ته مې ټکان ورکړ، ومې ويل:
_ووايه، په کور کې مو چا سګريټ څکول که نه؟
شونډې يې ورپېدې:
هو، تره مې، تر ټولو مشر دی، زما تر پلار هم، مشر تره مې کټ مټ همداسې سګريټ څکوي، شنه ليکه لري.
پر دېوال پورې مې ولي ولګول ،ومې ويل:
_بېګا مې په غره کې رڼا وليده.
زرو نېغ راته وکتل، په سترګو کې يې اوښکې ډنډ وې، بېرته يې سر وځړېد.
ورغلم، د هغې سر مې په خپل ټټر پورې ولګاوه، ومې ويل:
_بايد له دې ځايه لاړ شو.
زرو په غريو کې وويل:
_مشر تره مې د ډبرې زړه لري.
ومې ويل:
_اوس دا خبرې پرېږده، هله نو، د کار شيان راټول که.
ويې ويل:
_پر ډبرو مې کالي هوار کړي.
ومې ويل:
_کالي به زه راټول کم.
د باندې ووتم، پرېولې جامې مې په يوه ټکري کې وتړلې.
ډز شو، له تېږې سره سپرغی پورته شوه. پرېوتم، زرو لوڅ سر د باندې راووته، ټکری يې په غاړه کې پروت و، چيغې يې وهلې.
منډه مې ور واخيسته، دوهمه مرمۍ په دروازه ولګېده، سر مې ټيټ کړ، زرو چيغه کړه، ور ومې کتل، په هوار ميدان ولاړه وه.
په بېړه ورغلم، تر لاس مې ونيوله، د يوې تېږې شاته کېناستو. جونګړې ته مې وکتل، دروازه خلاصه وه، ټوپک دېوال ته ولاړ و.
زرو چيغه کړه!
_ تره مې دی.
مخامخ مې وکتل، څوک مې ونه ليدل.
دواړو د سيند خواته منډه کړه، ډزې ونه شوې.
د سيند له غاړې سره لاندې لاړو، دواړو تېزې منډې وهلې، ګڼو ونو ته ننوتو. کېناسو، زرو تېزه ساه وهله…خپلې کيڼې لوڅې پښې ته لاس نيولی و. سرې وينې ترې تلې.
خپل لستوڼی مې کش کړ، له اوږې را بېل شو، د زرو پښه مې وتړله، هغې په غريو کې وويل:
_درې کسه وو، مشر تره مې پکې وپېژاند، هغه تل ژېړ هندوستانی پاج ( يو ډول لونګی ده ) تړي.
خپل بوټونه مې وايستل، د زرو پښې مې ور واچولې، بوټونه ارت ول.
زرو مې تر مټ ونيوله، ومې ويل:
_راځه، دا ځای خطرناکه دی.
لوڅې پښې روان شوم، ځای ځای به تېرې ډبرې ښې نه لګېدې.
تګ مو ورو و، زرو په ازادو بوټونو کې سمه نه شوای تلای. په لندو ځايونو کې به پلونه رانه پاتې کېدل….
ماښام واورو ته ورسېدو، همالته د ونو په مينځ کې کېناستو.
زرو زما پر اوږه سر کېښود، سوړ اسويلی يې وايست، ويې ويل:
_انسان پيدا شو، خوشالي ولاړه.
د هغې تر ملا مې لاس راوګرځاوه، له خپل ځان سره مې ولګوله، ومې ويل:
_تر اوسه خو لا نه يم مړ.
زما پر اوږه يې خپلې ګوتې ټينګې کړې. ژامې يې وکړپېدې، ورو يې وويل:
_مشر تره مې هېڅ زړه سوی نه لري، يو ځل زموږ کوچيني مزدور پسونه پېول، پام يې نه و، پسونه د رشقې پټې ته ورغلی ول، ټنډ شول، يو ايله تر چاړې ورسيد، تره مې د مزدور غبرګې پښې ور ماتې کړې.
څه مې ونه ويل، دواړه غلي وو، د زرو ژامه کړپېدله….
خپل واسکټ مې وايست، د زرو پر اوږو مې ور واچاوه. زړه يې نه و، ويل يې چې يخني ده، ته خپله په يوه کميس کې يې، خو زما ټينګار غلې کړه.
ماخستن سوړ باد راوالوت، سخته وه، يوه ژور ځای ته ور کښته شوو، اور مې بل کړ.
ټوله شپه ويښ وم، د پاڼې په لويدو به مې هم څلورو خواوو ته کتل…
سهار وختي بېرته سيند ته کښته شوو، چاره نه وه، پورته واورې وې، نږدې ابادي ته همدا لاره تللې وه.
يو ساعت مو مزل وکړ، پلونه پاتې کېدل….
يو ځای ودرېدو، زرو ته مې وويل:
_که تر سيند ها غاړه واوړو، نو پيدا کېدل به مو سخت وي.
زرو سپينو څپو ته کتل…
ومې ويل:
_ګوره، په دې ځای کې اوبه تنګي راغلي دي، تېږې يوبل ته نږدې ښکاري، ټوپ دومره سخت نه دی، مازې، لږ زړه غواړي.
زرو غلی وه.
ومې ويل:
_سمه ده، لومړی به يې زه وازمايم، که سخته وه، بېرته به خپله لار وهو.
زرو تر لاس ونيولم، په سترګو کې يې راته ويل چې نه، خطر لري.
ومې خندل، لومړی تېږې ته مې ور ټوپ کړل، ودرېدم، د تېږې دواړو غاړو ته سپين ځګونه روان ول.
زرو ته مې وکتل، رډې سترګې يې راته نيولې وې.
دوهمې تيږې ته مې ټوپ کړل، پښه مې وښويېده، لاس مې د تېږې راوتلې ژۍ ته ور وغځاوه، تېږې ته ور پورته شوم.
درېيمې تيږې فاصله درلوده، نه کېده. زرو مې د لاس په اشاره پوه کړه چې بېرته در ګرځم.
ناڅاپه مې ښی اوږه وسوځېده، ډز شو، سترګو مې کار پرېښود، پر ځګنو اوبو ورغلم.
بدن مې سوړ شو، سترګې مې پرانيستې، اوبه وې، واړه ډومبکان ( پوقانې ) پورته ختل… غوږونه مې ډب ول….
لاس مې وخوځاوه، اوبو کښته وړم. يو ځای مې پښه پر ځمکه ولګېده، زور مې ورکړ، سر ته راوختم، بېرته ډوب شوم، پر ستر ګو مې سرې اوبه راغلې.
دواړه پښې مې پر ځمکه ولګېدې، سر مې له اوبو پورته کړ، زرو پرته وه، ژېړ پاج پر سر سړي د ټوپک پر کنداغ وهله….
بېرته ډوب شوم، تر يوه وخته مې لاس او پښې وهلې، بيا مې څه نه دي په ياد.
يو وخت مې اوږې درد وکړ، پر سترګو مې زور راووست، نه خلاصېدې، ټوخې واخيستم، کارغه کاغ کړل، والوت، ټټر مې سپک شو.
سترګې مې پرانيستې، کارغه نږدې راته ناست و، مښوکه يې په وينو سره وه.
مخامخ مې وکتل، تر تېرو لوخو ور هاخوا د سيند سپينې څپې پر تورو تيږو لګېدلې.
سر مې پورته کړ، په اوږه کې مې څړيکه شوه. لاس مې ورووړ، ګوتې مې سترګو ته ونيولې، سرې وې.
په زحمت کېناستم، پښې مې په اوبو کې وې. اړخ ته مې وکتل، د سيند پر غاړه يوې ړنګې ونې ته پروت وم.
پر کېڼه څنګله مې زور راووست، بېرته ولوېدم، سترګې مې پټې کړې، ټټر مې دروند شو، ور ومې کتل، تورې بڼکې وې.
وخوځېدم، کارغه والوت. کاغ، کاغ ، کاغ…
پورته مې وکتل، په شنه اسمان کې تور ټپوسان تاوېدل.
اوږې ته مې وکتل، درې، څلور ګوتې لاندې سورۍ وه. ورمېږ مې کوږ کړ، مرمۍ وتلې وه.
بل لستوڼۍ مې را پرې کړ، اوږه مې وتړله، غوټه مې پر غاښونو ټينګه کړه.
ولاړ شوم، سر مې وګرځېد، يوه راوتلې تيږه مې ونيوله. يوه شېبه کېناستم، کارغه رډ رډ راته کتل…
د سيند له څنډې سره زانګې وانګې پورته لاړم، ځای ځای به سر راباندې وګرځېد، دمه به مې ونيوله، بېرته به روان شوم… يو ځای ودرېدم، په شګو کې زما زاړه بوټونه پراته وو. شاوخوا مې وکتل، په ګڼو پلونو کې د لوڅو پښو پلونه ښکارېدل.
پرېوتم، لپه مې د زرو د پلونو له شګو ډکه کړه، په زړه پورې مې ونيوله، چيغه مې کړه! پرررر شو، له نږدې ونې ګڼې مرغۍ والوتې.
په پلونو پسې لاړم، پلونه غره ته ختلي وو، نه کېده، پښې مې مړې وې، نه راسره تلې.
کېناستم، د زړه له اخلاصه مې وژړل.
غرمه جونګړې ته را ورسېدم، هر څه په خپل ځای پراته وو.
سترګې مې پټې کړې، زرو چيغې وهلې، ژېړ پاج پر سر سړي د ټوپک پر کنداغ وهله…
ټوپک مې راواخيست، سر مې وګرځېد، پر دروازه ورغلم، درب مې واورېد، نور په ځان نه يم پوهېدلی.
يو وخت مې سترګې رڼې کړې، تياره وه، خلاصه دروازه باد وهله… ور مې پورې کړ، د اېږ په پوستکي کې مې ځان ونغښت.
سهار مې د تېرې ورځې پاتې شوې سړې ورېجي له اوښکو سره وخوړې.
وروسته مې تبه شوه. اوږې مې درد کاوه. څلروېشت ساعته مې زګيروي ختل، د زرو څېره مې له سترګو نه ليرې کېده.
درې ورځې ووتې، د ولاړېدو سېکه نه وه راپاتې، خو زړه مې لا ژوندی و، د زرو مرګ مې په ذهن کې هم نه را تېرېده.
يو سهار د باندې ووتم، په شنه اسمان کې سيوری راباندې راغی، پورته مې وکتل، زړه مې د پښو تلو ته ورسېد، تر لمر لاندې ډله ټپوسان راګرځېدل.
منډه مې واخيسته، اوږې مې درد وکړ، ور ومې کتل، سره ورغلی ټپ بېرته خلاص شوی و، وينه ترې راوتله.
پورته وختم، له يوې ګڼې ونې څو کارغان او ټپوسان والوتل… اه خدايه! زرو په يوه ښاخ پورې راځړېدله. پر سر او اوږو يې کارغان ناست وو.
سړی غلی شو. کېناست، طوطي ته يې وکتل، غريو واخيست، ويې ويل:
زرو يې په خپل ټکري زندۍ کړې وه، سترګې يې نه وې.
اه ! زرو.