ایا په نوره نړۍ کې هم مشران، وزیران او د پارلمان وکیلان دخپل ځان ساتنې په موخه زرګونه عسکر مصروفوي؟ اوکه دا خبره یوازې زموږ په دې جګړه ځپلې هېواد کې لیدل کیږي،له ډیرو به مو اوریدلي او یابه مو په خپله لیدلي وي چې پرته زموږ له هېواد په ډیری هېوادونوکې مشران او لوړپوړي چارواکي له ساتونکو او شخصي ګاردانوپرته په ښاري ملي بسونو او یاهم خپلو کوچنيو ټېټ قیمته موټرو کې دخپل کار تر دفتره ځي،خپل کاري دفتر ته دتلو پرمهال سر کونه واټونه نه بندوي،خو برعکس زموږ په دې وروسته پاتي او جګړه ځپلې هېواد کې خبره سرچپه ده، زموږ چارواکو او کیلانودخپل ځان ساتني او خوندیتوب لپاره همدا اوس زرګونه عسکر مصروف کړي، نه یوازې دا چې دوی دخپل ځان ساتنې لپاره زرګونه عسکر مصروف کړي، بلکي خپل کاري دفتر ته دتلو پرمهال د لارو او جادو تړل بله هغه لویه ستونزه ده چې ډیری ښاریان يې تر پوزې را رسولې دي.
داسې هم ویل کیږي چې دامنیت په برخه کې د پخوانۍ ادارې د وزارت په کچه مسؤلینو د دې لپاره چې دپارلمان غړي يې پر وړاندې هیڅ ډول اقدام ونکړي او نه هم دوی ته دباور رايې اخیستلو پرمهال کومه ستونزه جوړه کړي، په مرکز او ولایاتونو کې اضافي ساتونکي ورکړي او یا يې هم ددوی هغو خپلو خپلوانو ته د ملي ځواکونو په شان امتیازات منلي دي چې د هیڅ راز مسلکیتوب څخه برخمن نه دي، دغه غیر مسلکي شخصي ګاردان چې دملي ځواکونو پشان دپوره امتیازاتو څخه برخمن دي دهمدې وکیلانو د شتمنیو د ساتنې او حفاظت په موخه ګومارل شوي، چې ډیری وخت همدغه غیر مسلکي ګاردان د نا امنیو او بې ثبات لامل هم شوي دي.
که د هېواد په دې حساسو او ترینګلو امنیتي حالاتو کې دپارلمان دغړو په خدمت کې زرګونه امنیتي ځواکونه د امنیت دټېنګښت په موخه په لویو لارو او ښارونو کې په دندو وګمارل شي نو د ډیری امنیتي پېښو چې اوس مهال ترسره کیږي مخنیوی شو ی وي او دخلکو د ارام ژوند په برابرولو کې به یو مثبت ګام ترسره شي .
د ملي وحدت حکومت له مشرتابه مو هیله ده چې دنوې کابېنې په بشپړیدو سره ددې ټولو غیر قانوني کړنو دمخنیوي لپاره جدي هلې ځلې وکړي او پرې نږدې چې نور څوک دخپلو شخصي ګټو او امنیت لپاره ملي ځواکونه مصروف کړي.