تاند- د امریکا فارن پالیسي خپرونې په یوه راپور کې ویلي چې له چین څخه له ۴ زره تر ۵ زره تنه ایغور مسلمانان د افغانستان بدخشان ته مهاجر شوي دي.
د دې نشریې د راپور له مخې، په سن کیانګ یا شین جین کې پر ایغور مسلمانانو د چین د حکومت د فشارونو د زیاتېدو له کبله ایغور مسلمانان مجبوره شوي چې یوه جنګ ځپلي هیواد ته پناه یوسي.
د دې خپرونې پر اساس، پخوا به ایغور مسلمانانو د چین د حکومت د زور زیاتیو له لاسه د منځنۍ اسیا درو هیوادونو لکه قزاقستان، قرغیزستان او تاجکستان ته پناه وړه؛ خو په چین د دغو هیوادونو اقتصادي تکیه سبب شوې چې هغوی ایغورانو ته په خپلو خاورو کې پناه ورنه کړي.
اوس ایغورانو ته یوازې افغانستان پاتې دی چې لږترلږه مذهبي او دیني علایق ورسره لري.
چین له تروریزم سره د مبارزې په نوم او د ایغورانو د بېلتون غوښتونکو هلوځلو د ځپلو لپاره د شین جین پر مسلمانانو فشارونه زیات کړي دي.
راپورونه وايي چې د چین حکومت په لکونو ایغور ماشومان له خپلو میندو او پلرونو جلا کړي او په ځانګړو کمپونو کې یې روزي چې له مذهب او ایغوري کلتور څخه لېرې لوی شي.
Daa azmaayesh hm Allah mong ta rakaawo??? ………….. Yaara na yoo d azmaayeshono ………. Allah ta mo pu azmaayesh kee ma achawa. ………. Pakistan ta ye wa-leega chee staa d deen d khedmat la paara deeri laapi wahi.