تاند- په بامیان کې زرګونو کسانو د جمعې په ورځ په دې خاطر مظاهره وکړه چې د دوی د قوم «سادات» نوم دې په الیکترونیکي تذکرو کې ولیکل شی.

بامیاني ساداتانو حکومت ته خبرداری ورکړ چې که د افغانستان په اساسي قانون او الیکترونیکي تذکرو کې د سادات قوم ثبت نه شي، دوی به الیکترونیکي تذکرې وانخلي.

په بامیان کې سادات وايي چې د دوی شمېر ډېر دی او عموماً هزاره انګېرل کېږي خو له قومي پلوه له هزاره ګانو سره توپیر لري.

د مظاهرې برخوالو په خپلو شعارونو کې ویل «جبري هویت محکوم دی.»

د مظاهرې یوه برخوال او د عدالت او پراختیا ګوند مشر سید جواد حسیني وویل«موږ خپل هویت غواړو، سادات قوم باید د افغانستان په ملي سرود او د افغانستان په الیکترونیکي تذکرو کې درج شي.»

د اساسي قانون د تصویب په پیل کې یو شمېر کسانو په ملي سرود کې د قومونو د یادونې مخالفت کاوه او ویل یې چې د قومونو ذکر په هیواد کې قومپالنې او قبیلویت ته لمن وهي.

وروسته پر همدې اساس د الیکترونیکي تذکرو پر کارتونو د قومونو د نومونو له یادونې سره مخالفت وشو.

خو اوس چې د قومپالنې پلویانو خپلې غوښتنې پر قوانینو تپلي، د سادات قوم غوښتنه بې ځای نه ښکاري بلکې د دوی حق دی.

One thought on “زرګونو بامیاني ساداتو په الیکترونیکي تذکرو کې د خپل قومي هویت غوښتنه وکړه”
  1. Can someone please tell me :

    Why there are much more ” Sayeds ” in small Afghanistan than the entire Arab world combined?

    Pashto : Yow scook de mihrabni wakly rataa wowayee che :

    Wali poo kuchni Afghanistan ki de ” Saidano ” shmair de tolo Arabo hewadoonona majmoaa na khura deer dee?

    Dari/Farsi: Yakasi lutf namooda barayaam beguyed ke :

    Chera der Afghanistan kuchak tedaad ” sayed haa ” ba mratib beshtaar as tedaad majmoee anha der mamalik arabi mebashad?

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *